په تېره برخه کې د جهاد په نوم د اووو په نامه اسلامي تنظیمونو یادونه وشوه، چې د خپلو هېوادوالو د وژلو، هېواد ورانولو په خاطر د پاکستان د (ای اس ای) غېږ ته یې ودانګل د غربیانو، امریکایانو په مرستو یې خپل هېواد وران ویجاړ کړ، پاکستان یې اباد، ځانونه یې بډایان او د کروړونو خاوندان کړل.
سره له دې چې د دغو د جهاد ټیکه دارانو له نومونو اوکړنو سره زیات شمېر هېواد وال اشنا دي، خو خپل فرض یې ګڼم چې نور لا هم دغه هېواد پلورونکی څېرې او اعمال یې هېوادوالو او په خاص ډول ځوان نسل ته ور په ګوته کړم.
ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار د ۱۳۲۶ لمیز کال د لړم په میاشت کې د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې زیږېدلي دی، نوموړی له پخوانې شوروي اتحاد سره د جګړې پر مهال د پخوانیو جهادي مشرانو په پرتله توند دریځ او سیاست درلود.
حکمتیار د کابل پوهنتون په انجینرۍ پوهنځي کې لنډه موده درس ویلي، خو د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله یې لوړې زده کړې پرېښودې او په ۱۳۴۹ کال د “مسلمانو ځوانانو” د ټولنې غړی شو.
له ۱۳۵۱ کال تر ۱۳۵۳ پورې بندي و، بیا د محمد داود خان له کودتا وروسته پاکستان ته ولاړ او هلته یې د ( سې ای اې) او (ای اس ای) سره رابطه ټینګه کړه. ګلبدین حکمتیار په پیل کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي تنظیم غړی و، خو له لږې مودې وروسته له دې تنظیم نه جلا شو او د اسلامي حزب په نامه یې بل ګوند جوړ کړ او ځان یې د ګوند مشر وټاکه.
حکمتیار د ۱۳۵۷ کال د د ثور د میاشتې نظامي پاڅون نه وروسته چې د خلق دیموکراټیک ګوند په مشرۍ تر سره شود حکومت پر ضد فعالیتونه پيل کړل. اسلامي حزب د ا فغانستان د جهادي تنظیمونو په منځ کې تر ډېره د پښتنو مېشتو سیمو ملاتړ تر لاسه کړ او د شوروي اتحاد سره د مقاومت په لومړیو کلونو کې یې تر ډېره حده د مقاومت له پاره په هیواد او بهر کې مرستې تر لاسه کړې، نوموړي د میاشتې شل زره ډالره د امریکا د استخباراتو له لورې تنخوا تر لاسه کوله.
په ۱۳۷۱ لمریز کال، د نجیب الله د حاکمیت له سقوط وروسته حکمتیار کابل ته ولاړ، خو دا چې د پېښور له هوکړې وروسته برهان الدین رباني له شپږ میاشتې ټاکل شوي وخت وروسته څوکۍ پرې نه ښوده، د حزب اسلامي په ګډون له دولت سره د ځینو جهادي ډلو لانجه د ماشې تر کشولو پورې ورسېده، حکمتیار د کابل په جنوب چهار اسیاب سیمه کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل او له هغه ځایه یې د برهان الدین رباني په مشرۍ د دولت پر ضد جګړه پیل کړه، چې د دغې جګړې له امله د کابل ښار او وګړو ته خورا زیات د سر او مال تاوانونه ور واوښتل. د کابل ښار په کنډواله بدل شو او د ښپیتو زره په شاوخوا کې د کابل اوسیدونکي ووژل شوول.
د ۱۳۷۴ کال په وروستیو میاشتو کې، کله چې طالبانو د افغانستان ډېرې برخې ونیولي، حکمتیار د برهان الدین رباني په مشرۍ دولت کې د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان چمتو کړ، خو مشرۍ یې ډېر دوام ونه کړ، طالبان راغلل او حکمتیار ایران ته پناه یووړه.
د شوروی اتحاد د سره پوځ د یرغل وروسته د حکمتیار د اسلامي ګوند غړو تر بل هر اسلامي تنظیم نه خورا ډیر مقاومت تر سره کړي او سره له دې چې د احمد شاه مسعود له لورې د شورویانو سره د پروتوکولونو له امله چې د اسلامي حزب سخت رقیب و او د دوي د اوسیدو کره راپورونه به یې شورویانو ته ورکول اسلامي ګوند زښت زیات تلفات ولیدل.
حکمتیار او ګوند یې تر ټولو اسلامي تنظیمونو سخت دریځ ګوند و چې د مقاومت په وخت کې یې خورا ډیر بې ګناه انسانان، روڼ اندې، معلمان او استادان وژلي چې اکثریت یې پښتانه وو.
حکمتیار که څه هم له طالبانو سره مخالف و، خو پر افغانستان د امریکا د برید په لومړیو ورځو کې یې د امریکا دا ګام “تېری” وباله او ویې ویل که امریکايي ځواکونه افغانستان ته ننوځي، نو دی به یې پر وړاندې وجنګېږي، چې همداسې یې هم و کړل.
د طالبانو له سقوط وروسته تر ډیره د ګلبدین حکمتیار د اوسېدو د ځای ځایګي څرک نه لګیده، امریکا د حکمتیار پر سر پنځه ویشت میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې وه.
اسلامي حزب د نورو جهادي تنظیمونو په پرتله ټینګ ګوندي جوړښت درلود، خو په وروستیو کې پر ځینو څانګو ووېشل شو.
حکمتیار به تل تاکید کاوه تر څو چې یو بهرني هم په هېواد کې شتون ولری، دی به خپل جهاد ته دوام ورکوي، اما د امریکا ډالرو چې دی پخوا هم پرې اموخته و د امریکایانو غلامي ته یې غاړه کیښوده خپل هوډ او غرور یې مات کړ، تیټ سر کابل ته راغي
ګلبدین حکمتیار یو له هغو جهادي مشرانو نه دی، چې د امریکائي یرغل وروسته د ځمکو په غصب، چور چپاوول د قصرونو او بلډینګونو په جوړولو کې وروسته پاتې شوې دي، خو انګیرنه داسې ده که چیرې دی هم لکه د نورو چورګرو شانته په وخت د امریکائي یرغل سره یو ځای کابل ته راغلي واي، نو دی به د چور، غصب او شهرک جوړونکو په لمړي قطار کې ځای درلود، ځکه دی له ټولو ماهر غل او انجینر دي.
حکمتیار د ژوند ته همدا ورستیو پورې د ای اس ای د غلامي نه لاس وانخیست او تل یې د هېواد ملی ګټې د پنجاب د ای اس ای د ګټو له پاره قرباني کړي دي.
په دې وروستیو کې د حکمتیار لمسي د غیرت بهېر ځوی، عبدالله بهېر چې په استرلیا کې یې لوړې زده کړې تر سره کړي د خپل نیکه له جنایتونو نه پرده پورته کړه، هو هغه نور افغان ماشومان او نجونې زده کړو ته نه پریښوول پر مخونو یې تیزاب ورشیندل خو خپله اولادونو او نوڼو یې په بهرنیو هېوادو کې د ډاکتري او انجینري زده کړی تر سره کولي حقیقت خو همدا دی، چې دغه افغان او هېواد دښمن حکمتیار هغه څه کرلی دې چې اوس یې له شرم او حیا نه د ریبلو مخ نه لري.
نور بیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.