په تیرو دوه کلونو کې د طالبانو د ځینو مشرانو او د پاکستان د مهمو چارواکو څرګندونو ته که نظر واچوو، د پاکستان او طالبانو ترمنځ زرګري ناندرې روانې دي. د دوی تر منځ اړیکې کله ښې او کله خرابې ښکاري. تر اوسه دا معلومه نه ده چې ایا د طالبانو د ټولو خواو سره د پاکستان اړیکې په ستراتیژيکه توګه په ریښتیا هم خرابې شوي او یا د دوی اختلاف تاکتیکي بڼه لري؟
له دې تر څنګه، په تیرو دوه کلونو کې پاکستان د جهادي ډلو پخوانیو مشرانو او د دوی د دویم نسل لوبغاړو سره چې د طالبانو په ضد سیاسي، مدني او یا مسلحانه فعالیت کوي، پخوانې اړیکې لا نورې هم تقویه کړي او د دغه حلقو ځینې کسان یې پاکستان ته په پټه او ښکاره بللي دی. د پاکستان استخباراتو، د دوی سره په ترکیه او دوبۍ کې هم مجلسونه درلودلې دي. دلته په دې بحث نه کوو چې همدې ډلو او افرادو به د جمهوریت په وخت کې چیغې وهلې چې طالبان پاکستانیان او اکثره پښتانه مشران یې د پاکستان سره د اړیکو په درلودلو تورنول، خو د جمهوریت د سقوط نه وروسته دا په ډاګه شوله چې هماغه کسانو چې په افغانستان کې د پاکستان په ضد ډیرې چیغې وهلې، هغوي د پاکستان اصلي پرزې وې چې د جمهوریت په داخل کې یې د جمهوریت په ضد او د پاکستان په ګټه فعالیت کاوه.
د داود خان د جمهوریت د دورې نه راپدیخوا، پاکستان همیشه کوښښ کړې چې په افغانستان کې بیلابیلې ډلې تقویه کړي. همداشان د دغه ډلو د کنترول لپاره یې د هرې ډلې لپاره بله متضاده ډله په دې خاطر تقویه کوله که یوه ډله د پاکستان د اهدافو او قوماندې نه سرغړونه وکړي، نو بله ډله باید په خپل لاس کې ولري تر څو د هغوي د سر غړونې مخه ونیسي. د بیلګې په توګه د مجاهدینو په منځ کې یې پاکستان ته نږدې او لرې ډلې او قوماندانان درلودل. دطالبانو په منځ کې هم خپل کسان او ګروپونه لري. د طالبانو په مخالفو ډلو او ګروپونو کې هم خپل کسان لري. پاکستان بیلابیلو ډلو ته دانه په دې خاطر ورکوي چې دوی کنترول او د اړتیا په صورت کې ترې استفاده وکړي. دا چې د همدغه ډلو څومره مشران او وفاداره غړي پاکستان ووژل، بندیان او بې عزته کړل، خو بیا هم دا ډلې او د دوی مشران د تیر تاریخ نه د عبرت درس نه اخلي او اوس هم د پاکستان نوکرې ته په اډه کې ولاړ دي.
مهم سوال دا دی چې ایا پاکستان اوس هم د افغانستان په مسله کې د پخوا په شان پریکنډه رول لری که نه؟
د سوړ جنګ په دوران کې د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان اړیکې په ستراتیژيکي توګه ښې وې ځکه غرب غوښتل چې د شوروي اتحاد په وړاندې یو کلک کمربند واچوي تر څو د پخواني شوروي اتحاد د نفوذ مخه په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې ونیسي. د شوروي اتحاد په جنوب او جنوب غرب کې ترکیه، ایران، پاکستان اوعراق تر منځ د سینتو تړون جوړ کړ چې انګلستان د دغه ټړون غړی و، خو د امریکا متحده ایالات یې همکاره غړۍ وه. د چین سره هم هغه وخت د امریکا د متحده ایالاتو روابط د پینګ پانګ د دیپلوماسې په ذریعه ښه شوي و تر څو د شوروي اتحاد مخه ونیسي.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل او نفوذ په وړاندې چې کله د مجاهدنیو ډلې تقویه شولې، چین، غربي هیوادونو د امریکا د متحده ایالاتو په مشرې او همداشان مهم عربي هیوادونه لکه سعودي عربستان او مصر، د مجاهدینو د ډلو تر شا ودریدل او د شوروي اتحاد په وړاندې یې د ماشي عملیات (Operation Mosquito) پیل کړل. ماشی چې چیچل وکړي بیا یې ځای نه معلومیږي او الوزي، نو ځکه یې ګوریلایي جنګونو ته د ماشي د عملیاتو نوم ورکړې و.
مجاهدینو ته په لومړي سر کې د مصر نه روسي کلاشینکوفونه او راکټ لینچرې ورکول کیدلې ځکه غرب نه غوښتل چې خپله سلا په دغه جنګ کې استعمال او د کابل حکومت او شورویانو ته د افغانستان په جنګ کې د مداخلې ثبوت په لاس ورکړي. غربیانو داسې وانمود کوله چې مجاهدینو اکثره دا سلاوې په جنګ کې د کابل د حکومت او شوروي اتحاد د پوځیانو نه نیولې دي. غربي میډیا به هم ویلې چې مجاهدین د غنمیت په سلاو جګړه کوي.
د پاکستان حکومت یوه برخه د دغه سلاو نه د ځآن لپاره بیلوله ترڅو خپل پولیس او پوځ پرې مسلح کړي او په بدل کې یې د هغوي زاړه ټوپکونه لکه سر پوښ (303) او امریکني غیر اتومات لس ډزي ټوپکونه مجاهدینو ته ورکول. وروسته چین هم چینایي کلاشینکوفونه، اتومات لس ډزي او سکر بیست مزایل مجاهدینو ته ورکول. په اخره کې ستنګر او بلو پایپ مزایل هم مجاهدینو ته ورکړل شول. څومره چې شوروي اتحاد د پرمخ تللو سلاګانو لکه ګن شپیپ هلیکوپترونو، سکاډ او لونا مزایلو، کلاکوف او نوره پرمخ تللې وسله په تدریجي توګه زیاتوله، هماغسي مجاهدینو ته هم د پرمخ تللو سلاګانو اکمال زیاتیده تر څو په افغانستان کې د جنګ تعادل او دوام وساتي. غرب په دې پوهیده چې په اوږدمهال کې د افغانستان جنګ پخواني شوروي اتحاد ته په لوړه بیه تمامیږي او د ماتې سره مخامخ کیږي.
دا چې پاکستان همیشه دوه مخې سیاست لوبولې یا Double Game پالیسي مخې ته وړه، چې هم یې د غرب، چین او عربو مرستې تر لاسه کولې خو له بله اړخه پاکستان افراطي ډلې هم تقویه کولې او بیا یې دا ډلې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره په سیمه او نړۍ کې استعمالولې تر څو د هرې خوا نه امتیاز واخلي. پاکستان باالاخره د نړۍ د تروریزم په ځاله بدل شو او د بیلابیلو ملکونو د افراطي ډلو مرکزونه په پاکستان کې و. د پاکستان د دغه پالیسې له امله، د غرب په شمول، عرب او چین هم په خپل ځان بې اعتماده کړ او د پاکستان ستراتیژيک ملګرتوب نه اکثره هیوادونه په شا شول.
کله چې امریکا په ۲۰۰۱ز کال کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، هغه وخت پاکستان بیا هم دوه مخې سیاست پيل کړ. له یوه اړخه یې د امریکا او ناتو سره ملګرتوب او همکاري کوله، خو له بله اړخه پاکستان بیا د طالبانو حمایت هم کاوه چې امریکایي لیکوال، Steve Coll په خپل کتاب، Directorate S کې پوره رڼا اچولې ده. پاکستان امریکا او ناتو قواو ته هوایي هډې په خدمت کې ورکړې وې او هم یې د کراچې له لارې د ناتو د اکمالاتو لپاره زمینه مساعده کړې وه. پدیتوګه، پاکستان په میلیاردونو ډالره تر لاسه کړل.
د وخت په تیریدو سره د امریکا روابط د پاکستان سره د ستراتیژيک ملګرتوب نه په راکړه ورکړه، Transaction Relationship بدل شو. د راکړې ورکړې روابط لکه مزدورۍ ده چې د پيسو په بدل کې د امریکا لپاره یو کار تر سره کاوه او هغوي به ورته یو څه پیسې ورکولې. پاکستان لکه د پخوا په شان د امریکا ستراتیژيک پارټنر یا ملګری پاتې نشو چې د افغانستان د جوړیدو او ورانیدو د هرې پروژې نه په ملیاردونو ډالره تر لاسه کړي.
د مزدورې په ګټه پاکستان نشي کولاې خپل اقتصاد او پوځ د پخوا په شان تقویه او نور مصارف پرې کړي. همدا علت دی چې د پاکستان قرض د ۲۰۲۴ز کال د جون په میاشت کې ۲۴۵ میلیارده ډالرو ته ورسید[1] او د پاکستان ریزرف تقریبا درې میلیارده ډالرو ته راټیټ شو حال دا چې د پاکستان نفوس د افغانستان شپږ چنده دی خو د افغانستان ریزرف اوه میلیارده ډالره و. د پاکستان دا قرض هره میاشت زیاتیږي ځکه د دوی مصارف ډیریږي او عاید کمیږي.
د همدې کبله پاکستان په اوسني وخت کې د سخت امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونځو سره مخامخ دی او پاکستان د ډیرو کلونو راپدیخوا نور د هند رقیب هیواد نه دی او نه هند پاکستان ته د خپل رقیب په سترګه ګوري خو هند صرف غواړي چې پاکستان د شر نه ځآن لرې او پاکستان په افغانستان کې مصروفه وساتي.
پاکستان د پخوا په شان د افراطي ډلو د مخنیوي په نوم پروژې اوس په امریکا، چین او عربو باندې نشي خرڅولاې او دا لاندې دلایل لري.
افراطي ډلې اوس په پاکستان باندې د پخوا په شان متکي نه دي او خپل روابط یې په سیمه کې جوړ کړیدي. د بیلګې په توګه د مجاهدینو او طالبانو د حمایت په دور کې طالبانو او مجاهدینو د دنیا سره او دنیا هم د دوی سره اړیکې نه درلودې نو هر څه د پاکستان په وساطت تر سره کیدل. د جنرال ضیاالحق یو شرط امریکا ته همدا و چې مجاهدینو ته به د امریکا مرستې یوازې د پاکستان د لارې تر سره کیږي او مستقیمه مرسته به نه کوي ځکه دوی بیا کنترول د لاسه ورکوي.
په ۲۰۰۱زکال کې هم د دنیا او سیمې هیوادونو د طالبانو سره د اړیکو یوازنۍ چینل د پاکستان له لارې و خو کله چې د طالبانو سیاسي دفتر په قطر کې پرانیستل شو، امریکا، عربو او هم نورو هیوادونو لکه روسیې او چین هم د طالبانو سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې او اوس د طالبانو استخباراتي شبکې د ډیرو استخباراتي شبکو سره مسقتیمې اړیکې لري او د پاکستان نفوذ د دوی په منځ کې د پخوا نه ډیر کم شویدی. دا په دې معنی نه ده چې پاکستان اوس هم د طالبانو په منځ کې خپل نفر او ګروپونه نه لري خو مطلق کنترول په طالبانو د پخوا په شان نه لري.
اوس پاکستان کوښښ کوي چې د طالبانو ځینو مخالفینو سره چې په ملي ارزښتونو باور نه لري، د ډیورند فرضي کرښه ورسره مني، او د لر پښتنو حمایت نه کوي، اړیکې نیسي او هغه تقویه کوي ترڅو پاکستان وکړې شي چې په راتلونکې کې هم د افغانستان په مسایلو کې دخیل او کنترول ولري.
البته د پاکستان دغه زړه پالیسي چې افغانان سره په قومونو، سمتونو او ژبنیو اړیکو وویشي او بیا خپل کنترول وساتي، په لاندې دلایلو د ناکامې سره به مخامخ کیږي؛
اول: پاکستان په دنیا او سیمه کې د پخوا په شان ستراتیژيک ملګري نه لري چې د پاکستان پروژې په لوړه بیه واخلي تر څو پاکستان وکړې شي چې خپل پوځ او اقتصاد پرې تقویه کړي.
دویم: افراطي ډلې او ګروپونه د طالبانو په شمول یوازې د پاکستان د چینلونو له لارې خپل فعالیت نه کوي او د دوی روابط په نړۍ او سیمه کې پراخه شویدي.
درېیم: پاکستان د داخلي امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونځو سره مخامخ دی او فکر نه کوم چې امریکا او یا بل هیواد د پاکستان د بقا لپاره پانګونه وکړي ځکه پخوانۍ ستراتیژیکه همکاري د دوی سره نشته دی. د پاکستان امنیتي وضعیت په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ورځ تر بلې خرابیږي او د پاکستان نه د بیلتون غوښتنې مبارزه پیاوړې کیږي. د امنیت او سیاسي بې ثباتې سره اقتصادي وضعیت د پاکستان ورځ تر بلې خرابیږي او پاکستان تولیدي اقتصاد فلجیږي. په سیاسي لحاظ، پاکستان د پخوا په شان قوي سیاسي مشران نه لري او د عمران خان او پي ټي ایم مشران بندي کول، د سیاسي بې ثباتې یوه مهمه نښه ده.
څلورم: د پاکستان پوځ د پخوا په شان یو مقدس ارګان په پاکستان کې نه دی. د پاکستان د پوځ مشران په غټه کچه فساد کې دخیل دي او جنرالان یې اوس لوی سرمایه داران دي. د پوځ ښکته طبقه د پاکستان د پوځ د مشرانو دا فساد ګوري او هغوي لکه د پخوا په شان خپلو جنرالانو هر امر چې څنګه لازم وي، نه عملي کوي او ښکته طبقه هم په فساد کې د مشرانو سره دخیله ده.
پنځم: د ټولنیزو رسنیو او د پاکستان د پوځ سره د سیاسي ډلو د مخالفت له امله د پاکستان ولس او سیاسیون اوس ټول پوهیږي چې د پاکستان پوځ د غلطو پالیسیو له امله، پاکستان د ژور کړکیچ او بحران سره مخامخ دی. څومره چې اقتصاد ورځ تر بلې خرابیږي، هماغومره د پوځ نه د پاکستان د ولس کرکه زیاتیږي. همدا علت دی چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر په تازه څرګندونو کې په دې خبره ډیر تاکید کړې چې د پاکستان د وجودي فلسقې په اساس باید د پاکستان نسلونو ته د پاکستان د موجودیت فلسفه وپیژندل شي که نه د پاکستان بقا د خطر سره مخامخ ده. لکه شرقي پاکستان، بنګله دیش چې د پاکستان نه د پوځ او سیاسیونو د غلطو پالیسیو له امله جلا شو، همداسې د دې ویره شته چې بلوچستان او خیبر پښتنونخوا هم د پاکستان نه یوه ورځ جدا شي. په همدې خاطر، پاکستان اوس د طالبانو په عوض د طالبانو د هغه مخالفینو سره چې د افغانستان د هویت او د افغانستان د تمامیت مخالف دي، اړیکې ټینګې کړیدي تر څو په افغانستان کې داسي قوي حکومت رامنځته نشي چې بیا د پاکستان د بقا لپاره خطر وي.
شپږم: د افغانانو هغه ډلو او ځینو په نامه سیاسي څیرو باندې چې پاکستان اوس سرمایه ګذاري کوي، هغوي د پخوا په شان په افغانستان کې نفوذ نه لري او د دغه ډلو مشران اکثره چاق شوي او د جنګ قوه نه لري. د پاکستان دا هلې خلې هم د اوبو د زګ په شان هلې ځلې دي. همدا علت دی چې کله د پاکستان خاص استازی کابل ته او کله ترکیې ته منډې وهي. کله ځینې مشهوره فاسدې څیرې اسلام اباد ته دعوت کوي او د هغوي سره عکسونه وکاږي چې وښایي پاکستان د طالبانو مخالفین تقویه کوي. پاکستان د ځینو په نامه افغان سیاسیونو سره اړیکې پخوا په پټه ساتلې خو اوس علني د دوی سره عکسونه اخلي خو دا عکسونه اخستیل څه ګټه نه لري.
د پورته دلایلو په اساس، پاکستان د افغانستان په مسایلو کې د پخوا په څیر رغنده او مهم رول نه لري. دا ښه خبره ده چې د افغانانو ځینو په نامه سیاسي څیرې چې د پاکستان نه دانه خوري، ورځ تر بلې رسوا کیږي او د هغوي خپل نفوذ د افغانانو په منځ کې له لاسه ورکوي. په افغانستان کې هر مثبت او یا منفي بدلون چې راځي، د پاکستان نقش او نفوذ به د پخوا په پرتله ډیر کمرنګې وي. البته دا مهمه ده چې هغه افغانان چې ملي روحیه لري، سره متحد شي او خپله مبارزه په داخل او بهر کې منسجمه کړي. د عکس العملي سیاست نه تیر شي او په ستراتیژیکه توګه د یو بل سره کار او یو بل حمایه کړي. که انسجام نه وي، په پراګنده توګه مبارزه به د افغانستان وضعیت نور هم د خرابې خوا ته یوسي.
یوازنې لار چې په کراتو کراتو مو تکرار کړې، هغه د اساسي قانون په چوکاټ کې د یو بل منل او د قانوني، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته کیدل دي. دا نظام که هر څومره ژر رامنځته شي، دا د افغانستان او د ټولو افغانانو په خیر ده. د افغانستان د انزوا حالت چې دنیا یې په رسمیت نه پیژني، بانکي سیستم فلج وي او هره ورځ په سل ګونو افغانان د هیواد نه وځي، دا حالت د افغانستان او افغانانو په ګټه نه دی. د نفې او انحصار سیاست نه پخوا کار وکړې او نه اوس کار ورکوي. کله چې ولس ته مراجعه وشي، ولس پخپله ښه پریکړه کولې شي او هغه کسان چې د ملي ارزښتونو په ضد دي، هغوي پخپله د صحنې نه لرې کیږي.
شاه محمود میاخېل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سياسي چارو مسوول
[1] https://www.wionews.com/world/pakistan-debt-crosses-254-billion-as-of-june-2024-754643
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.