وچه ډوډۍ

نور محمد لاهو

148

وچه ډوډۍ
‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ــــــــــــــــــــــــــ

یو کارغه
د یوې نانوايي د شړیدلي بام پر څنډه ناست دی
او
وږې سترګې یې د ډوډۍ تازه تازه عطرونه څاري
یوه مهاجر ماشوم
له لیرې
ورته د خپل پلاستیکي ټوپک ماشه نیولی
اوپه خیال کې پرې ډزې کوي
او ګولۍ د کوڅې په تشو دیوالونو
د وینو په ځای شعر شیندي
ـ + + + +
کړکۍ رپیږي
کړکۍ له یخه نه له شرمه ریږدي
چې د هغې زړې بوډۍ اوښکو ته ګوري
چې له تش دیګي سره پسنیږي
او وايی : خدایه پیاز هم نه شته

ــــــ خو ته
په لوکسو قهوه خانو کې
په ترخه پیاله کې د ژوند مانا لټوې
او د عشق هنر او آزادي په باب ویناوې کوې
خو کاشکې ته پوهیدای
چې موږ ته د آزادۍ مانا
یوازې یوه وچه ډوډۍ ده
او یوه شپه چې پکې ډزې نه وي
ـ ـ + + + + +
ای عشقه
ای محبوبه
چې ویښتان دې تر سیاسته سپیڅلي او پاسته دي
او سترګو کې دې څو زره کلن تاریخ لوستل کیږي
د ښار غږونه اورې ؟ :
! ډودۍ
! ډوډۍ
ډوډۍ !
او د ټوپک د هغو ګولیو آواز هم درسیږي
چې دننه په سینو کې مو تودې تودې رپیږي
او لا هم سړې شوې نه د ي ؟

کاشکې راشې او زما شعرونه واورې
دلته استعارې یوازې هنري لوښي او لوبې نه دي
دلته د پیازو بوی د دیګي آواز
او د میندو چیغې
سره یو ځای اوسېږي
راشه چې سره کینو،
او دا وار
د یو بل د وینو په ځای
پر مړه ګیډه
دوډۍ وخورو
یوه ټوټه وچه ډوډۍ چې د ټولو شریک درد دی
او دا حقیقت
لکه څادر د هرچا په اوږو پروت دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.