غزل

اجمل ښکلی

156

ستا نظريه ولې و نه ګڼمه ګله سودا؟
چې دې وطن ته هر تاجر راوړې خپله سودا

موږ په خالي خالي سينه کې لټوله مينه
موږ له خالي خالي دوکان څخه کوله سودا

څومره خبرې به له ځانه سره بېرته يوسو
زموږ په اوښکو کې هېچا و نه ليدله سودا

کلونه وشول چې د بوی غوندې پرېشانه يمه
له هغه ګلبدنه نه لرمه بله سودا

داسې يو وخت و، چې ښکالو ستا د نظر به نه وه
زما په ذهن کې به ټوله ورځې وله سودا

چا د اميد په ډول، چا هم د موسکا لباس کې
زما د زړه بازار ته هر سړي راوړله سودا

په هر څه خپور دی اوس رنګ ستا د اخري ملاقات
ماښام د لمر په ډوبېدو باندې مې شوله سودا

افسوس چې دلته اخيستونکي د رڼا نه وو څوک
اجمله! موږ د زړه صندوق کې وساتله سودا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.