د ژوند له خاطرو نه

محمد اکبر کرګر

165

له استاد محمد دين ژواك سره زما پيژندگلوي او له هغه زده كړه هم ماته يو برخليك جوړوونكي ياد دی . استاد عجيبي ځانگړني درلودي . ډېر فقير مزاجه انسان او خو له پښتني غرور نه ډك شخصيت . هره اونې كې به چې كله دهغه كورته ورتلم ارومرويي دچايو اومړۍ سلا كوله .چاې خو ارومرو وې چې پسرلي يا ريدې به راوړي . پر ما هم دخپلو زامنو په څېر مهربانه وو . دلته داستاد ژواك دمهرباني او پيرزويني په باب يادوني اړيني بولم .

كله چې زه د كابل دابن سينا منځني ښوونځي چې وروسته عالي ليسه شوه شامل شوم نو هلته ديو مهربانه استاد غلام سخې زرمتي سره چې زموږ داجتماعياتو ښوونكي و اشنا شوم . استاد ډير ښه لكچر وركاوه او ددې په خوا كې يې يې لارښوونه كوله چې دليسي كتابتون ته ولاړ شم ، خپله دكتابتون مسوول هم و چی دځينو كتابونو سره اشنا شم . هلته په كتابتون كي د پښتونخوا دمشهورو ليكوالو اثار چې دمخه را وړل شوي وو. لكه دميرمهدي شاه پاچا ، اجمل خټك ، قلندر مومند اونورو مشهورو ليكوالو اثار داستاني او شعري اثار دلوستلو له پاره ترلاسه كيدل . ماهم هلته پيل وكړ لا په نهم ټولگي كې وم ، چې يوه ورځ مې شوق وكړ چې يوه مقاله وليكم اوپه هيواد اخبار كې يې چاپ كړم مقاله مې وليكله او هيواد اخبار ته مي يو ړه ډاډه نه وم چې چاپ شي . خو يوه ورځ مي اخبار چې ښوونځي ته هم راته يو چا راته وويل چې ستا په نامه مقاله ده ، زه دمقالي په ليدو هيجاني شوم. هغه كال په نهم ټولگي كي وم ماته بيخي نوي اوحيرانوونكي خبره وه .
دښوونځي په دوره كې ان په نهم يا لسم ټولگي كې ووم چې هره پنجشنبه به چې كله ټولگي رخصت كيده زه به هم ښار ته او بيا زمان خان كلا ته دورور كورته ورتللم . هغه به هره اونۍ ماته لس افغاني راكولي په هماغه پيسو به مې د پلازا هوټل ته مخامخ يوه ، دپښتون كتاب پلورنځي په نوم كتاب پلورنځي وو. هلته هم هره اونۍ له پيښور نه دغنچي مجله ،لار ،رهبر اونورې مجلي اواثار راتلل چې څه مي اخيستی شول اخيستل به مې . همدا راز مې يو زيات شمير كتابونه لكه دا زه پاگل وم ،دغيرت چيغه ،دسرو تعويذ (رشيدل علي دهقان ) دبودئ ټال ،ماموني ، او نور واثار اخيستل ، اولوستل مي . همداراز مې دابن سينا دليسي له كتابتون نه هم زيات شمير اثار دلوستلو له پاره ترلاسه اوبيرته مې سپارل . .
يو ه ورځ مې يوه ليكنه ترتيب كړه اودپښتټولني دزيري اخبار ته ورغلم . داخبار مدير ارواښاد استاد محمد دين ژواك صيب وو، چې وروسته زما استاد اوكورته به يې ورتللم .هغه كوچنې ليكنه واخيسته . زما په مخ كې يې چې څو شيبي ناست ووم ولوسته . د دفتر بل ملگري ته يې وركړه چې لږ څه ايديت يې كړي اوداخبار له پاره يې چمتو كړي . استاد راته په فلسفي انداز مشوره پيل كړه زما دكار او دليكني په باب يې يو څه وويل . دايي هم وويل چې هر وخت يې ليكه اوراوړه يې . په بله ورځ چې ورغلم د رابندراناتهه ټاگور يو كتاب يې راكړ ويل ېي چې له دې ځيني ټوټي په پښتو ژباړه دا هم را وړه ، زه په دې ترتيب دټاگور له اثارو سره هم اشنا شوم . بيا مي خپل كار ورسره پيل كړ په اونې كې يو وار يا دوه اونيو كې يو وار دفتر ته ورتللم،. يوه ورځ مې ترې غوښتنه وكړه چې زه له ادبياتو اوفلسفي سره مينه لرم ماته دكتابونو دلوستلو يوه لارښوونه اومشوره راكړه . هغه وويل خير چې داسې ده نو د پنجشنبي په ورځي مازديگر كې زما كور كارته پروان ته راشه . هلته به خبري وكړو .
وروسته به زه له ابن سينا ليسې نه د سخي كارتې دغره اوغونډي له لاري پلي تللم په غره به اوښتلم اودهغه كور ته به ورتللم استاد يوڅه وخت نوي فلسفه چی دفرانسوي ژرژ پوليت سر اثر وو لكچر را كړ . بيا يي دعربي ژبي داوزانو اوايساگوجي منطق اونور مسايل راته تشريح كول اودا كار به هره پنجشنبه يا دوه اونيو كې يو وار تر سره كيده . د ادبې مكتوبونو په باب يې هم توضيحات را كول چې ما به په خپله كتابچه كې ليكل .په منظمه توگه به يې كور ته ورتللم . په دې ترتيب كرار كرار له ماركسيستي فلسفي سره هم اشنا شوم اوادبيات خو څه كوي چې هغه جلا دونيا وه هره ورځ چې به ورغلم نو دا پوښتنه يې كوله چې په دې اونۍ كې دې څه مطالعه كړي دي ؟ ما به هم خپل رپوټ وركاوه . هغه به دنورو اثارو په هغه مهال دگوركي داستانونه دجك لندن اونورو لوستل باب وو ، اودهغه په خوا كې ما دپښتونخوا د ادبي اثارو مطالعه لكه داجمل خټك زه پاگل وم ، دغيرت چيغه . دقلندر مومند گجري دسيد رسول رسا ناولونه ټول ولوستل ، په هر وار به يې زه هڅولم . يوه ورځ چې زه په پوهنتون كې ووم . د داكتر شجاعي مرحوم په نوښت په گويته انستيتوت كي دكيسه لوستلو غونډه وه چې زه يې هم وبللم . استاد شجاعي مرحوم ټينگار وكړ چې ارو مرو دي دوه كيسي ولوله . ما نه غوښتل دا ځكه چې ما يې ځان وړ نه باله . خو په غونډه كې دگډون اولوستلو وروسته استاد ژواك په غيږ كي ونيولم او مباركي يې راكړه ډير يې وهڅولم دا يې هم راته وويل ما له لومړي ورځي دا درك كړي وه چې ته …. اوس ډاډه شوم چې خپله لار دي پيدا كړه او ليكلو ته دې دوام وركړه .
داستاد ژواك روح دې ښاد وي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.