زما ژوند، شاعري او لیکوالي

ذبیح الله شفق

202
زما ژوند، شاعري او لیکوالي د مشهور شاعر او لیکوال ښاغلي عبدالباري جهاني د ژوند، حالاتو او خاطرو څخه جوړ اثر دئ چي اصلاً ئې او ټو بیوګرافي بللای سو. دا اثر په ۳۱۰ مخونو کي را ټول او په ۲۰۱۹م کي صداقت خپرندویه ټولني چاپ او تر لوستونکو رسولی.
لکه څنګه چي اوټو بیوګرافي د یو شخص له طرفه خپل ژوند، تجربو او حالاتو بیانولو ته ویل کېږي، همداسي دا اثر له لویه سره د او ټو بیوګرافۍ پر اصولو تم او را څرخي. په دې کتاب کي لیکوال خپلي ژوند پېښي او له سیاسي حالاتو او اشخاصو سره خپل روابط څېړي. جهاني صاحب د خپلي او ټو بیوګرافۍ پر مهال په مستقیم او غیري مستقیم ډول یو وار ډېر مخته تللی او بیرته شاه ته را غلی او علت ئې هم د ده خپله خبره ده چي وایي:
” کوښښ به کوم چي څه مي کړي، اورېدلي او یا لیدلي دي هغه کټ مټ ولیکم. د ژوند حالات مي په منظم شکل نه دي بیان کړي؛ کله ډېر مخ ته تللی او بیرته شاته ګرځېدلی یم. دا کار مي هم قصدي کړی او دا سبک یو ډول دلچسپ راته ښکاره سوی دی. بل چي مي هر څه را په یاد سوي هغه مي لیکلي دي او ښایي دغه ډول لیکني هم ترتیب یو څه خراب کړی وي. او دریم علت یې دا دی چي غوښتل مي لیکنه مي د نورو کسانو له لیکنو سره یو څه توپیر ولري. “
د ښاغلي جهاني د نثر یوه ځانګړتیا زما په شخصي ګومان دا ده چي د حقیقت څخه مطلقاً مخ نه اړوي. ولو که په اوس مهاله او راتلونکي کي د ده صمیمي دوستان ځیني خوا بدي هم سي. او دغه علت دئ چي دی په افغان تاریخ لیکنه کي له نورو لیکوالو او تاریخ والو سره توپیر لري او ما په بار بار ویلي چي جهاني یو ریالیسټیک مُورخ دئ او تاریخي پېښي په بېخي بې طرفه او بل ډول څېړي چي سړی ئې د متن څخه واقعیتونه ښه قیاسولای سي. د جهاني او ټو بیوګرافي اثر د جهاني د ماشومتوب، قومي شجرې د کندهار د هغه وخت د وضعیت او حالاتو او دغه راز د ځینو اشخاصو سره د جهاني صاحب پر ښې ملګرتیا او حتا اغېزمنتیا تم دئ. په دې کتاب کي لیکوال پر خپلي شاعري او لیکوالي د ږغېدو سره سره ځیني په سترګو لیدل سوي او پېښ سوي واقعیتونه او خاطرې هم بیانوي چي اصلاً د لوستونکو لپاره یو ښه عبرت او د ژوند د هلو ځلو سره د مبارزې یو ښه هوډ هم کېدای سي.
جهاني صاحب خپل ژوند د ماشومتوب او د کندهار د میرویس لیسې له زده کړیالۍ څخه را واخله بیا د پوهنتون تر وخت او خپلو علمي هلو ځلو پوري بیانوي. او بیا د ځینو اشخاصو سره د خپلو ښو روابطو او اغېز خبري کوي. او د هر شخص سره د پېژندګلوۍ او خاطرو لپاره پر جلا جلا عنوانو تم کېږي، چي د هر شخص سره د هغه د نامه تر عنوان لاندي ئې د هغه سره د خپلو اړیکو، پېژنګلوۍ او د ښو صفاتو یادوري کړې، چي د ځینو نومان به د یادولو وړ وي:
محمد صدیق روهي، میر غلام محمد غبار، نور محمد تره کی، ګل پاچا الفت، محمد انور نومیالی، ډاکټر بهاء الدین مجروح او اجمل خټک. دا اشخاص چي د جهاني پر ژوند ئې ښه اغېز درلودلی او دی هم په ښه احترام ورته قایل دئ. په مسلسل ډول په او ټو بیوګرافي کي راغلي او وړاندي سوي. چي په تېرو څو لسیزو کي ئې د هیواد په سیاست او ادب کي یو نه یو رول حتماً لوبولی. له دې څخه وروسته د لیکوال د ژوند بدي ورځي شروع کېږي. د ثور کودتا صورت نیسي، بیا افغانستان ته سره روسان را بهېږي، بیا نو د جهاني د مهاجرت او پرېسۍ شپې او ورځي شروع کېږي او دی له خپلو دوستانو او خپلوانو څخه سر ټکوي او د شوروي پوځونو سره د روان جهاد مشران دونه په لیکلي ډول ټکوي چي سړی د لیکوال د ډېري ناهیلۍ اټکل ځیني کولای سي. د کتاب په مخته پاڼو کي جهاني صاحب د خپلي ژورنالیستۍ او امریکا ږغ راډیو سره د کار کولو پر جریان تم کېږي. او بیا د خون خوارو مجاهدو پر خپلمنځي اختلافاتو او تنظیمي جګنونو ږغېږي او د افغانستان یوه تر ټولو وحشتناکه او سخته دوره ئې بولي. را روسته د طالبانو د نظام څرک څرګندېږي او جهاني صاحب کندهار ته ځي، د هیواد اوضاع له نژدې څېړي او د خپل دې مهم سفر په ترڅ کي د طالبانو د لوی مشر مولوي محمد عمر سره د خپل ملاقات جریان وایي. او وروسته د کرزي حکومت، د ملي سرود موضوع او خپل سیاسي دریځ بیانوي. او په پای کي پر خپلي ترخې او نه هېریدونکي خاطرې سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ د وزرات د کاري جریان کیسې او د ډاکټر غني د آدارې له اوج څخه پورته فساد د زړه د بړاس سره یو ځای لوستونکو ته وایي.
په عمومي ډول د انسانانو ژوند له لویه سره د خاطراتو او مختلف النوعو پړاوو څخه ډک دئ. موږ یوازي د خپل ژوند د تجربو څخه ډېر څه نسو زده کولای، ځکه خو په دې برخه کي اړ یوو چي د نورو اشخاصو په خاص ډول بیا د اغېزناکو انسانانو ژوند لیکونه او خاطرې سره وا وړو را واړو چي زموږ سره د ژوند د مسیر په سمولو او د لوړو او ژورو سره د مقابلې د توان په را کولو کي له برابره مرغه یوڅه مرسته کولای سي. د ” زما ژوند، شاعري او لیکوالي ” د اثر یوه ځانګړتیا دا ده چي د لیکوال د ژوند پېښو سره سره پکښي د افغانستان ځیني هغه رښتوني واقعیتونه بیان سوي چي لوستونکي بلخصوص ځوان قشر ډېر څه ځیني زده کولای سي. د جهاني صاحب په او ټو بیوګرافي کي د خلقي او کمونیسټي ایډیالوژیو د ناسمو عواقبو او د خلقیانو او کمونیسټانو د وحشتونو او ورسره په څنګ کي د لوی ابر قدرت شوروي ناتاري یرغل او د اسلام په نوم د یو څو غلامي اشرارو او اخوانو د بربدیت او ظلمونو؛ او د جهادي جنګونو د وحشتونو د پیلامې څخه هر لوستونکی هم ډېر څه زده کولای او هم ئې پسي سنجولای سي. دغه راز پکښي د جهاني صاحب د شعر د دنیا په علت او د ده په تحقیقي هلو ځلو او ژورنالیستي کارونو او ستړیاوو لوستونکي پوهېدلی سي چي اصلاً هیواد او پښتو ادب ته د ده پر بې شمېره او بې امتیازو خدموتونو دلالت کوي. د دې اثر ژبه ډېره روانه او د مضامینو ذکر ئې څه ناڅه نا منظم او دلیل ئې خپله د جهاني صاحب خپله خبره ده. لومړی پر قومي شجرې تم سوی، وروسته پر ماشومتوب او بیا د ځینو پېښو د ذکر پر مهال ډېر مخته او کله کله حتا پر ځینو سیاسي پېښو دونه تم سوی چي خپل رول او ژوند ئې بېخي له یاده وتلی. ښه مثال ئې د کتاب د وروستۍ برخي مضامین په تېره بیا ” د مجاهدینو حکومت او تراژیدي ” او ورته نور دي. البته په ضمن کي د دې مسایلو څېړل او راوړل خپله کتاب او لوستونکو ته کومه صدمه نه رسوي. ځکه د لیکوال د ژوند سره  مستقیمه اړیکه لري. په او ټو بیوګرافۍ کي د ځینو سیاسي حالاتو، پېښو او اشخاصو د ذکر سره سره لیکوال پر خپلي شاعري او لیکوالي هم ښه پراخه ږغېدلی، لکه څنګه چي ئې د کتاب نوم ” زما ژوند، شاعري او لیکوالي ” ټاکلی او لوستونکی د ده د شاعري او نثر د طرزي سیسټم سره ښه پوهېدلای سي. جهاني صاحب د خپل نثري سیسټم د طرز په باب چي دی ئې له نورو بېخي بېل بولي داسي لیکي:
” لکه څرنګه چي مي شعر له تقریبا څلوېښو کالو راهیسي، زما له طبیعت، فکر او شخصیت سره سم خپل رنګ اخیستی او سبک مي معلوم دی دغه راز مي په نثر کي هم د شکل او مضمون له مخي خپله لاره نیولې ده. په تحقیقاتي نثر کي مي، چي زیاتره تاریخي څېړني دي، له نورو لیکوالانو څخه توپیر دا دی چي زه وایم لوستونکو ته باید حقایق وویل سي. حقیقت که هر څومره تریخ وي موږ یې تر قیامته نه سو پټولای. نو که یو قوم سل کاله وروسته په حقیقت خبریږي ولي یې نن خبر نه کړو. د سلطان محمود، د سوما د افسانې، د لنډیو د ماهیت، د پنځه زره کلنو تاریخي خوبونو او هري بلي تاریخي او اجتماعي موضوع په اړه زما نظر دا دی چي له هري لیکني څخه اصلي مطلب باید د واقعیتونو روښانول وي. حتی که د واقعیتونو ویل، د زمان په یوه خاصه مقطع کي، قام ته تاوان هم ورسوي، زه وایم پرېږده چي دا تاوان ورته ورسېږي. پرېږده چي قوم په واقعیتونو د روښانېدلو له امله حتی دښمنان را پوري وخاندې. خو واقعیت، زما په عقیده، د روښنایي او پټول یې د تیارې حیثیت لري. پرېږده چي قوم په روښنایي کي، په روڼو سترګو، هرڅه وویني. خپل دوست او دښمن وویني او خپله لاره، د پردیو په ډېوه نه بلکه په خپل څراغ او خپلو سترګو پیدا کړي. زما نثر، له لومړۍ ځوانۍ تر اوسه پوري دغه لاره نیولې ده. ښه دی که بد، زما نثر دی. “
جهاني صاحب پخپل ” زما ژوند، شاعري او لیکوالي ” اثر کي ځوانانو ته ځانګړې توصیه لري، دی وایي:
وخت تر سرو زرو بهتره دئ. ځکه سره زر قیمت لري، او وخت هیڅ قیمت نلري. د ژوند هره ثانیه باید بېځایه مصرف نسي.
پر کتاب به تبصریزه لیکنه د لوی تولستوی په دې کرښو پسي پای ته ورسوو:
” په دنیا کي هیڅ داسي لذت نسته، چي د مطالعې له لذت سره یو برابر سي. “
۲۰۲۵/۴/۱۷ – پنجشنبه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.