پي.ټي.ايم. د قام جاسوسان قام ته وروپېژندل
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
د پاکستان په پارليماني سياست کي د مولانا فضل الرحمان رول مکارانه هم تاجرانه پاته سوی دی۔۔۔
مولانا چي کله هم د سټبلشمنټ په خلاف بيانيه خپله کړې ده د خپلو ګټو په شاليد کې دا بيانيه خپله کړې ده او چي سودا بازي يې کړې ده نو يې يوټرن اخستلو کي هم خجالت احساس کړی نه دی۔۔۔
د افغانستان په بربادولو کي چي څومره وحشي او غېرانساني چلند د جماعت اسلامي دی تر هغه څو چنده ناولی او وحشي رول د جمعيت علما ف تر نن دوام لري۔۔۔
واحد پښتون ملا دی چي د خپل ملت يا قام خبره نکوي د امت مسلمه او کشمير لپاره همېش ليونتوب کوي ۔۔۔
د اردو ژبي مترقي ليکوال او سياسي تاريخ څېړونکی عبدالله ملک په خپل کتاب”تاريخ افغانستان جديد اور قديم“ کي داسي ليکي۔۔۔
”د امان الله خان خلاف چي د مقر کومو درو ملايانو د کفر فتوه ورکړه په هغو کي يو د مفتي محمود پلار(د فضل الرحمان نيکه) هم شامل وو“
وروسته انګرېز د مقر څخه راوستلو په ډېره اسماعيل خان کې اوسنی جاګير د انعام په ډول ورته وسپارولو نو ځکه د مولانا رول کله هم صادقانه کېدلی نسي تر قام او وطن به د امت مسلمه غېر حقيقت پسندانه شعارو باندي د مدرسې يتيمان خواران غولوي او د امام انقلاب په القاباتو به زړه لوبوي۔۔۔
مولانا د لومړۍ ورځي پښتون ژغورني غورځنګ ته تر رياستي عينکو کتلي دي،د منظور پښتون سره د ليدلو په وخت يې هم په رمز کي وويل ”زما دعا به تاسو سره وي“دا چي وخت د دعا نه و د دوا و۔۔۔۔
مولانا ډاريږي چي پي.ټي.ايم.د اسمبلۍ چوکۍ به ورڅخه قبضه کړي حال دا چي پي.ټي.ايم.غېر پارليماني تحريک دی او حقيقت کي پي.ټي.ايم.د چوکۍ نه د پښتون د نسل کشۍ وير کوي او د پښتون وطن د وسايلو د قبضه ګرۍ ژړا کوي۔۔۔
مولانا چي د سټبلشمنټ يا زورورو واکمنو سره ورانه سي او سټبلشمنټ په دباو کي راولي نو وايي:
”پي.ټي.ايم.خو ستاسو د ظلمونو په نتيجه کي جوړ سو“
او چي کله معاملات ورسره درست کړي نو بيا وايي:
”پي.ټي.ايم.غوندي قام پرست،انتهاپسند او دهشتګرد تنظيم به ازاده مبارزه کوي پر مذهبي ډلو به بنديځ وي“
څه مطلب؟
هم دا چي زورورو ورځی ورباندي د پي.ټي.ايم.په پلمه د پښتنو يوه نوې خونريزي او نسل کشي روانه کړی؟
د تحريک لبيک پشان دي پر پي.ټي.ايم.هم بنديځ ولګول سي؟
پي.ټي.ايم.د تحريک لبيک سره موازنه کول انتهايي شعوري خطرناک عمل دی۔۔۔
مولانا دي د پي.ټي.ايم.په مبارزه کي تر اوسه ثابت کړي چي بدترين دښمن دې هم په کاڼي وشتی وي؟
برعکس بې شمېره ځوانان،سپين ژيري،ماشومان او ښځي ووژل سول يا تر اوسه ورک دي او بې شمېره بې کورو دي مولانا صاحب يوه ورځ خواخوږي د دې خپل قام سره اظهار کړه؟
پي.ټي.ايم.نه دهشتګرد دی نه انتهاپسند دی،پي.ټي.ايم. د ټول قام د هيلو ترجمان تحريک دی او د قام جاسوسان يې قام ته په جرات سره وروپېژندل.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.