د ادبياتو يوه پوه ويلي دي: ( که غواړئ، چې د خپلو خبرو مفهوم چا ته په ښه توګه ورسوئ، نو په کيسه ايز ډول يې وواياست).
د هغه دا خبره د انساني فطرت د مزاج سره جوړښت لري، ځکه نو کله چې لومړی د دوو يا ډېرو کسانو تر منځ ذهني هماهنګي پيدا شي، نو د غوږ نيولو يا اورېدولو احساس په خوشحالۍ او تلوسې سره دې ته تيارېږي، چې مفاهمه د لا اورېدو او پوهېدو وړ شي. له ذهني هماهنګۍ نه موخه دا ده، چې انساني طبیعت د کيسې اورېدو سره مينه لري او تر نورو لارو ورته دا اغېزمنه او د خوښې وړ ده او کيسه کولای شي، چې د خبرو کر ته وتره جوړه کړي.
له دې خبرو نه موخه دا نه ده، چې ګنې موږ دې د يوه کوچني مطلب د افادې لپاره يوه چا ته اوږد داستان پيل کړو او يا دې هم د دې هڅه وکړو، چې يوه اوږده موضوع دې په یو څو کرښو کې راونغاړو. د کيسو د ارايې د وخت پېژندل مهارت غواړي او د همدغه مهارت پر مخ وړل د داستاني ادب چاپېريال دی، چې اډانې يې موږ او تاسې د کيسه ګۍ، لنډې کيسې، رومان، ډرامې، سيريال او ناول په نامه پېژنو.
پر يادو ادبي کيسه ايزو چوکاټونو باندې ګڼ شمېر کتابونه ليکل شوي، خو زما، چې له دغې ليکنې کومه موخه ده، هغه ناول دی.
له نېکه مرغه له څو کلونو راهیسې زموږ د هېواد ګڼو ليکوالو په دې برخه کې د ډاډ وړ ګامونه اخيستي او تر اوسه ګڼ شمېر ناولونه چاپ شوي دي. که د دغو ناولونو د منځپانګې ترتيب ته وکتل شي، نو د نظر خاوندانو ته دا جوتېدای شي، چې له تخنيکي پلوه لا تر اوسه موږ پر دغه لار دومره ډاډمن روان نه يو، خو سره له دې د هر چا يادې ادبي او هنري هڅې ته بايد په ښه سترګه وکتل شي. زموږ ليکوالان ګرم په دې نه دي، څومره، چې ټولنه پرمختللې او هوسا وي، نو هومره يې ادبيات هم افاقي وي. په داسې يوې محدودې او ورانې ټولنې کې چې موږ په کې اوسېږو، دومره کار کول هم يو غنيمت دی.
د دغو ناولونو په لړ کې يو هم، چې دا اوس اوس ليکل شوی دی، ( ګوندې بيا ښې ورځې راشي) نومېږي، چې زما د ګران دوست پوهاند محمد بشير دوديال صيب ناول دی. دوديال صیب زده کړې په اقتصاد کې کړي، خو ډېري خلک داسې فکر کوي، چې ګنې نوموړي ادبیات لوستي دي. خلک هم ګرم نه دي، دوديال صیب د اقتصادي موضوعګانو په پرتله خلک د ادبياتو له مخې ډېر پېژني او هغه دا ځکه چې ګڼ شمېر اثار يې د پښتو ادب په ژانرونو کې ليکلي. د طنز او کيسو ټولګې يې چاپ شوي او دا دی اوس يې خپل درېیم ناول هم وليکه.
( ګوندې بيا ښې ورځې راشي) ناول په آنلاین بڼه (افغان جرمن انلاین) خپور کړی دی، خو په کاغذي (هارد) بڼه لا نه دی خپور شوی. هیله ده په دې بڼه هم د هېوادوالو لاس ته ورشي.
ښه دا ده، چې بشپړه کيسه يې و نه کړم او يوازې په سرسري توګه يې موضوع له ګرانو لوستونکو سره شريکه کړم.
د ناول کيسه، د شهيد داود خان له وروستي کاله پيلېږي. د کيسې کرکټرونه د پوهنتون محصلين دي، چې هر يو يې ګڼې هيلې او خپلې ستونزې لري، چې د زده کړو د پاي په کلونو کې يې په هېواد کې د غويي د اوومې نېټې کودتاه کېږي. له کودتاه سره د کابل د هغه وخت څېره او حالات بدلېږي، انقلابي شرايط او ناامني د پوهنتون يو شمېر خواږه ملګري يو له بله بېلوي او ځينې يې د راز راز تراژيديو سره مخ کېږي. په ناول کې يوه اندازه مرموزه مينه هم شته، خو ما چې کله ناول ولوست، نو لاندې ښېګڼې مې په کې وليدې:
د ناول ژبه خوږه او روانه ده، ځينې جملې يې خورا تصويري او ژوندۍ دي، چې د لوستونکي سترګو ته صحنې واضحه ښکاره کوي. کليوالي ژوند په کې په ډېره ښه بڼه انځور شوی دی او ليکوال داسې جزئياتو ته پام کړی، چې زموږ په ټولنه کې د ورکېدو په حال کې دي، خو هغه یې له سره راژوندي کړي دي. د کرکټرونو د وينا او انداز توپير په کې جوت دی، خو تر ټولو ډېره د قدر وړ خبره په کې دا ده، چې ښاغلي دوديال صیب د څو لسیزو سياسي او ټولنيز حالات په پوره رښتينولۍ او امانتدارۍ سره لوستونکو ته وړاندې کړي دي.
د یاد ناول ځينې برخې دومره دردمنې دي، چې په لوستو يې د لوستونکي په سترګو کې اوښکې پيدا کېږي. پر دې سربېره، په ناول کې ځای ځای په قلم جوړ شوي انځورونه هم شته، چې لوستونکي ته يو عجيب تاثر ورکوي.
د ناول له ټولې منځپانګې دا جوتېږي، چې ښاغلي دوديال صیب د ناول ليکلو دا خواري د خپل هغه همېشني درد له مخې کړې، چې د هغه په وينه کې پرته او پر هر افغان، په تېره بيا پر ځوان کهول يې زړه دردېږي او موخه يې دا ده، چې هغوی مطالعې او لوست ته راوبولي.
سربېره پردې په ناول کې ځينې سياسي اصطلاحات او د هغه وخت نړيوال سياست هم په داستاني بڼه وړاندې شوی دی. زه د دوديال صیب د ناول په ليکلو له دې امله خوښ يم، چې لوستونکو، په تېره هغو ځوانانو ته به داسې حقايق څرګند شي، چې هغوی لا تر اوسه ترې خبر نه دي او يا هم سم پوهول شوي نه دي. زموږ په خلکو، په تېره په سياستوالو کې يوه ستره تېروتنه دا وه، چې خپلو اولادونو، خپلوانو او دوستانو ته يې حقايق ويلي نه دي، په دې توګه پر هغوی يې دروغ منلي او پر خپلو نادودو يې خاورې اچولي دي.
د دوديال صیب دا تاريخي ناول د افغانستان د څو لسيزو د تاريخ يوه رڼه هينداره ده . زه يې يوازې په پښتو ادب کې زياتونه نه، بلکې د يوه تاريخي اصل په توګه ستاينه کوم.
ګران دوديال صیب ته يې د ليکلو مبارکي وايم او په دې هيله يم، چې زر تر زره چاپ او په دې آيينه کې پښتانه د تېرو څلوېښتو کلونو دردونه په ځلاندو انځورونو کې په رښتينې بڼه وويني.
خدای دې همداسې وکړي.
حفيظ الله تراب
بورن هايم ــ جرمني
د اپرېل اتلسمه ۲۰۲۵
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.