ملی مرکه — د يو موټي، سرلوړي او آزاد افغانستان لپاره ولسي خوځښت!
محوري پیغام: دا یوازې خبرې نه دي— بلکې د پرهرونو د درملنې، د باور د بیا رغونې، او د یوه روښانه او عادلانه راتلونکي لپاره د ولس له زړه نه راوتلی غږ دی.
« د افغانانو غږ، د متحد افغانستان لپاره!»
درنو خبریالانو او د وطن خواخوږو بچيانو!
په دې برخلیک ټاکونکي او تاریخي پړاو کې، ملی مرکه د افغانانو د ويښتيابه غږ او هیلې په توګه رسماً پيلېږي. په لندن کې تر مشورتي ناستو وروسته، د ملي مرکې ولسي بهير لومړی په برلین، برمینګهم، ټورنټو او نیویارک کې د مېشتو افغانانو تر منځ پيلېږي او ډېر ژر به د نړۍ ګوټ ګوټ او د وطن له کليو تر ښارونو، له دښتو تر غرونو، له ختیځه تر لوېدیځه، له شماله تر جنوبه غځېږي او د هر افغان زړه ته به رسېږي.
د ملی مرکې ځانګړتیاوې:
- افغاني مشري او مالکیت: دا خوځښت د افغانانو له خوا او د افغانانو لپاره دی. هېڅ پردی او بهرنی زموږ برخليک نه شي ليکلی.
- ټولګډونی او ولسي: دا یوه ملي خیمه ده چې هیڅوک ترې بهر نه پاتې کېږي او هېڅ غږ له پامه نه غورځي.
- د هر غږ اورېدل: له غم ځپلو ميندو تر هيله مندو ځوانانو، له ديني عالمانو تر قومي مشرانو، له پوهانو تر کارګرانو او بزګرانو— ټول په دې بهير کې ونډه لري.
زموږ موخې څه دي؟ د یو ملي، ناپېيلي او ولسي پلټفورم جوړول چې د افغانانو غږونه، هيلې، اندېښنې او وړاندیزونه پکې واورېدل شي ـــ او دا هر څه د سولې، عدالت او ملي یووالي لپاره په عملي حل لارو بدل کړي .
بلنه: تاسو درنو خبریالانو ته په ډېر درنښت بلنه درکوو، چې په دې آنلاين کنفرانس کې له موږ سره ګډون وکړئ؛ له دې ملي بهير سره ملتيا وکړئ او د نړۍ او هیواد ګوټ ګوټ ته د ملت د غږ په رسولو کې خپل رسنيز رسالت ادا کړئ.
د ملي محور رسنيزه کمیټه
- د کنفرانس ورځ: يکشنبه، د ۱۴۰۴کال د حمل ۳۱مه (د اپریل ۲۰ مه)
- وخت:
کابل – ۱۹:۳۰ | برلین – ۱۷:۰۰ | لندن – ۱۶:۰۰ | واشنګټن/ ټورنټو – ۱۱:۰۰
د غونډې لینک ( زوم): https://us02web.zoom.us/j/88562476860?pwd=ZaSMf8DKuplcVaImLZtHZ8K2WeoACk.1
د اړیکو شمېرې: +49 176 63812184/ +44 7770 380480
برېښنالیک: info@afghannationaldialogue.org
« راځئ چې یو موټی شو او د افغانستان راتلونکی په ګډه ولیکو!»
«دا خاوره زموږ ده – او راتلونکی یې هم باید زموږ د هوډ، تدبير او زړورتیا په مټ جوړ شي!»
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.