برهان الدین رباني
پروفیسور برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ عیسوي کال کې د افغانستان په بدخشان ولايت کې زیږیدلي دی .
وروسته له دې چې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په بدخشان کې پای ته ورسولې نو بيا کابل ته ولاړ او هلته يې د ابو حنيفه په دارالعلوم شرعي کې خپلې زده کړې پر مخ بيولي. وروسته له دې چې نوموړی له همدغه دارالعلوم نه بری تر لاسه کړ نو وروسته یې بیا د اسلامي قوانينو او شرعياتو فاکولتې ته لاره وموندله.
په کابل پوهنتون کې د څلورو کلونو زدکړو وروسته بيا په ۱۹۶۳ زکال کې په هماغه پوهنتون کې یې د استاد په توگه دنده تر سره کوله. د دې له پاره چې خپله اسلامي زده کړو ته دوام ورکړي، مصر ته ولاړ او هلته یې د الاهزر په پوهنتون کې په زده کړو پيل وکړ او د همدغه پوهنتون نه يې په اسلامي علومو او اسلامي فلسفه کې د ماسټرۍ په کچه دیپلوم ترلاسه کړ.
برهان الدين رباني په ۱۹۶۸ عیسوي کال کې بېرته افغانستان ته راستون شو، چې بيا يې د جميعت اسلامي افغانستان گوند له پاره په سياسي فعاليتونو پيل وکړ. هغه په پوهنتون کې د محصيلينو په جلب او جذبولو سره د جمعیت اسلامي یوه پنځلس کسییزه ډله جوړه کړه، چې په افغانستان کې د جمعیت اسلامي د بنسټګرغلام محمد نیازي له لورې رباني. د همدغه فعاليت له امله د دغې ډلې د مشر په توګه و ټاکل شو.
کله چې په ۱۹۷۴ عیسوي کال کې افغان پوليس د کابل پوهنتون ته د ده د نيولو په تکل راغلل، نو برهان الدين رباني د خپلو پلويانو له خوا پټ شو او پوليس و نه توانېدل چې هغه ونيسي او په همدې توگه هغه پاکستان ته وتښتېد. د جمعیت تنظیم د داود خان د حاکمیت پر ضد هم وسله راپورته کړه، په بدخشان، پنجشېر، پروان او ننګرهار کې چرکي حملې تر سره کړي ، چې د دولت له لورې څه ونیول شول یو شمېر یې ووژل شول او یو شمېر یې پاکستان ته په تیښته بریالي شول. هلته یې د ای اس ای غلامي ته لبیک وویل او په پېښور کې یې د خپل گوند یو مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د گوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې یې د نورو تنظیمي ډلو تر څنگ د روسانو د یرغل وروسته د هغه وخت د حکومت په وړاندې د سی ای ای او د ای اس ای په مرسته او هدایت د مقاومت اعلان وکړ.
د ثور د اتمې او د تنظیمي غوبل مشر برهان الدین ربانی له ۱۹۹۲ نه تر ۱۹۹۵ عیسوي کال پورې د افغانستان په کورنيو جگړو کې ښکېل و، او د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانگې له خوا چې وايي، همده افغانستان کې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې گناه ولسونو هر راز غیر بشري تېري تر سره کړل تورن دي. همدارنگه دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټولو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دي.
د ملگروملتونو د نړېوالو حقوقي څانگو له خوا په ښاغلي رباني باندې د هغه د حکومت په وخت کې په عامه وگړو باندې د هر ډول تېريو د مخ نه نيولو نيوکه روانه ده او همدا رنگه د ده ډلو په حکومتي واک باندې خپلسري وېش اچولو او په منځ کې د نه جوړجاړي له امله د خلکو د شتمنيو په ويجاړولو، د خلکو په ناروا وژنو او د کابل ښار د ټولنيزو ښاري ودانيود ورانې تورونه پرې لگېدلي او متهم دي.
په راوروسته کې د ملگرو ملتونو د سوله ييز پلان د شنډولو له پاره د مسعود- رباني او يو شمېر کمونستي او ستمي کړيو توطيه د افغانستان د داسې بربادۍ سبب شول، چې ټول افغانان يې له نږدې څخه شاهدان وو او ﻻ دي.
د هغه او ملگرو له برکته يې ټول افغانستان په کنډوالو بدل شو او يوازې په کابل کې د شپیته زرو په شاو خوا کې بې گناه افغانان ووژل شول. نوموړی په افغانستان کې د قومي او ژبنۍ تفرقې او کرکې مؤسس او قهرمان دی او له همدې امله يې ټول افغانان دهیواد د ملي خائن په توگه پېژني، لاندې انځورونه خبرې کوي.
رباني د پاکستان د ای اس ای د هدایت سره سم د افغانستان ځواکمنه اردو ړنګه او ټول نظامي مدرن او عصری وسایل د نظامی الوتکو په شمول پاکستان ته تحفه کړل. ده هم په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د افغان نجنو او هلکانو پر مخ تیزابونه شندل او خپلو اولادونو یې په بهر کې لوړو تحصیلاتو ته دوام ورکاوه. لاندې انځورونه د ده د حاکمیت ښې بېلګې دي.
برهان الدین ربانی پخوا استاد تېر شوی و عادي ژوند یې درلود د امریکایانو د غلامي وروسته دا دی اوس یې اولادونه د ۱،۲میلیاردو ډالرو، او به بهر کې د مجللو هوټلونو او په نړیوالو بانکونو کې د سرمایې خاوندان دي. لور یې په دوبۍ کې یوه له مشهورو هوټلدارارانو نه ده.
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.