په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغان سفارت سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د افغان کډوالو د مالونو د لوټېدو شکایتونه ور رسېدلي او دوی یې د پاکستان له حکومت سره څېړي.
د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد اوسېدونکی د (اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکی کډوال یوسف وايي له پاکستان د دوی د خپلوانو د کورنیو د ایستلو پر مهال د هغوی شتمنۍ چور شوې او ان په دې کار کې پاکستاني پولیس هم ښکېل دي.
«پولیس د خلکو کورونو ته ننوځي، هر څه چې په لاس ورشي، چور چپاول کوي یې»افغان کډوال – یوسف
یوسف زیاته کړه:
«زما ماماګان او د خاله زامن مې پولیسو ټول بیولي او هلته په یوه خونه کې پراته دي، مالونه یې پاتې شول تر ۱۵۰ پورې مېښې یې درلودې، ټولې پنجابیانو ترې یوړې، دوی یې د اټک زندان ته بیولي دي، په لس پنځلس کورنیو کې مو ټول نیول شوي، دوی زموږ ټولې شمتنۍ، نغدې پیسې او سره زر چور کوي»
له اسلام اباده رایستل شوی افغان کډوال بختیار خان چې دا مهال د پاکستان د خیرپښنتونخوا ایالت پېښور ښار کې اوسېږي، هم ورته ادعا مطرح کوي.
ده ازادي راډیو ته وویل:
«زموږ کور د اسلام اباد په جي ۱۳ سیمه کې وو، کور او هر څه مو چې درلودل، رانه چور شول ځکه ډېر په زور زبردستۍ یې راووېستو، دومره عمر مو چې کومه خواري کړې وه او کومې پیسې مو چې وې هغه ټولې مو له لاسه لاړې او اوس یې څوک بېرته نه راکوي، ډېر شیان مو بیا ضبط هم شول.»
دا ادعاوې یوازې په پاکستان کې مېشت افغانان نه بلکه، له دغه هېواده ایستل شوي یو شمیر کډوال چې دا مهال په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو پنډغالو کې اوسېږي هم مطرح کوي.
له دې ډلې له پاکستانه تازه اېستل شوي افغان کډوال چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
«موږ بیرون وو چې ګیر یې کړو، په ډېر سخت زورزیاتي او ظلم یې راووېستو، کور هر څه مو پاتې شول، زموږ هلته د مېوې دوکان و، هغه دوکان هم چور شو، موږ چې له هغه ځای راوتلي یو بس خلک پرې ورغلي، بیا مې هلته یو چا ته زنګ وواهه، راته یې وویل چې ځوانه دوکان دې چور شوی دی.»
دوی د خپلو دغو ادعاوو په اړه کوم اسناد وړاندې نه کړل او ازادي راډیو هم په خپلواک ډول دا ادعاوې نه شی تایدولی.
په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې په دې وروستیو کې لاس په لاس کېږي چې پکې د پاکستان په ځینو ښارونو کې عام خلک په دوکانونو او هټیو کې مالونه چور کوي.
لا نه ده جوته چې دا دوکانونه په رښتیا د افغان کډوالو دي که څنګه.
خو په پاکستان کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان په سفارت کې یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه دوی ته د کډوالو شکایتونه رسېدلي او دوی یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارتونو، د استخباراتو ریاست او پاکستان حکومت سره د ګډې رامنځته شوې کمیټې له ادرسه څېړي.
بلخوا په پاکستان کې د کډوالو د حقونو د ملاتړو بنسټونه یو شمیر غړي او فعالان هم دا ادعاوې تاییدوي.
د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی او سیاستوال افراسیاب خټک چې د افغان کډوالو مسایل له نږدې څاري او په کې ښکېل دی، ازادي راډیو ته وویل:
«دوی (پاکستان) یوازې کډوال نه باسي، بلکې داسې عکسونه (شواهد) شته چې مثلاً دلته، پنجاب کې د یو کډوال دکان چور شوی دی، دوی سره چې کوم چلند کېږي تاسو به وایئ دا مهاجرت کول کوم جرم دی، اصل کې په نړیوالو قوانیونو کې خو کډوالي جرم نه دی خو دوی دلته خلک، ښځې او ماشومان نیسي او سره بېل کړي کړي دي.»
د افغان کډوالو د دې ادعاوو په اړه د پاکستان حکومت هم تر اوسه څه نه دي ویلي او نه هم په دغه هیواد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) د دفتر ویاند قیصر خان افریدي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړې.
خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې، د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په حواله چې شنبه کابل ته تللی وو راغلي چې، افغان کډوالو سره به نا مناسب چلند ونشي او په دې برخه کې به جدي ګامونه پورته شي.
د هغه په حواله دا هم راغلي چې د کډوالو جایدادونه او پانګې د دوی خپلې دي او هیڅوک یې د لېږد مخه نشي نیولی او ژمنه یې وکړه چې د پاکستان امنیتي ارګانونه په دې برخه کې د هر ډول خپلسرو کړنو مخه ونیسي.
ملامحمد حسن اخوند ویلي له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو
د یادونې ده چې پاکستان د مارچ له ۳۱ راهیسې د بې اسنادو او (اې سي سي) افغان تابعیت کارتونو لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او ورځ بلې ته یې چټکوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) د شمېرو له مخې، د اپریل په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۸۴،۸۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې شمیر ۱۹،۶۰۰ یې په زور ایستل شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.