په ظاهر ډول عاید د هرډول اشیاوو او اوخدماتو د حاصلولوڅخه عبارت دی خو په اقتصادي لحاظ په معلومه موده کي د کارپه مقابل کې لاس ته راغلي اشياء اوخدمات عايد بلل کيږي، ملي عاید د یو هیواد لپاره ځانګړی ارزښت لري، هر څومره چې په یو هیواد کې ملي عاید زیات وي په هماغه اندازه پکې اقتصادي فعالیتونه پرمخ درومي ، همدا شان د یو هیواد ټولیز اقتصادي وضعیت هم ملي عاید ته په کتو سره ارزیابي کیدی شي، دلته پوښتنه پیدا کیږي چې ملي عاید څه ته وايي، د ملي عاید د ساختار زېرمې کومې دي او همدا شان ملي عاید راټولول د یو هیواد لپاره څومره ارزښت لري. د ملي اقتصادپه کچه د يوکال په جريان کي د نهايي شوو کاليو او خدماتو مجموعې پولي ارزښت د یو هیواد د ملي عايدڅخه عبارت دی او یا ديوکال په جريان کي په يو هيواد کي د توليدي عواملو پواسطه د لاسته راغلي عايد مجموعه د ملي عايد څخه عبارت ده پدي معنی چې په یو هیواد کي د ځمکې ،کار،پانګې او ادارې عايدات ( اجاره ، مزد، سود او ګټه ) چي په مجموعي ډول يی حاصلوي د نوموړي هیواد دملي عايد سره برابره ده. د ملي عايد تعين کوونکي عناصر د هغه عنا صرو څخه عبارت دي چي د ملي عايد د کموالي او زياتوالي سببب کيږي او د یادونې وړ ده چې د هيڅ يو هيواد ملي عايد همېشه په يو حالت کي نه وي بلکه نوساني وي په هغه کي کموالي او زيا توالی راځي او هغه عوامل چي دکموالي او زيا توالي سبب کيږي ورته د ملي عاید ساختاري زیرمې یا سرچینې هم ویلای شو چې په لاندې ډول ترې بحث کوو.
- کورنيو او بهرنيو پانګه اچونکو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول: د یو هیواد نظام او دولت تل هڅه کوي چې د پانګې اچونې لپاره د شرایطو یا وضعیت په نظر کې نیولو سره ګامونه واخلي یعنې که چيرته ديو هيواد حکومت وشي کولاي چي کورنيو او بهرنيو پا نګه اچونکو ته لازم سهو لتونه او اسا نتياوي برابرې کړي داکار د نوموړي هيواد د پانګې اچونې په جذب کي ګټور واقع کيدی شي چي په پایله کې د زياتې پانګه اچونې په نتيجه کي د کار ساحه پراخه او هيڅ تو ليدي عامل يا وسيله وزګاره نه پا تي کيږي او د ملي عايد اندازه زيا تيږي . دا کار په ټولیز ډول د حکومتونو د لمړیتوبونو څخه ګڼل کیږي او د ملي عاید اندازه ورسره د هرې زاویې څخه زیاتیږي.
- طبعي زیرمې یا منابع : طبعي زیرمې یعنې هغه چې طبیعت کې په طبیعي شکل سره وي او ځینو هیوادونو کې یې مقدار زیات او ځینو کې کم وي،د طبعي زېرمو څخه مطلب ټول هغه څه دي جي الله دبشر د ښيګڼې او ګټې لپاره په وړيا ډول سره په طبعيت کي تخلیق کړي لکه ځنګل ،اوبه ، هوا، سيندونه او نور .هر هغه هيواد چه دطبعي زېرمو له کبله غني او شتمن وي په هما غه نسبت سره ملي عايد يې هم زيات وي او دخلکو دژوند د سطحې په لوړوالي کي فوق العاده رول لوبوي بر عکس که ديو هيواد طبعي زېرمې کمې وي نو ملي عايد هم ټيټ او د وګړو د ژوند کچه يي ټيټه وي البته ديادونې وړده چي يواځې د طبعي زېرمو شتون او وجود پرته داستخراج څخه هيڅ رول نشي لوبولی، استخراج يي هم په فني طريقې سره او په داسي ډول د نوموړو کارول چې ټول خلک تري مستفید شي د بېلګې په توګه که د سعودي عربستان يا دخليج ځېنې نور هيوادونه وګورو نو ويلاي شو چه نوموړو هيوادنو کي طبعي زېرمې د ډيرو پخوا زمانو را هيسې وجود درلود خو چي استخراج يي په نه ؤ شوی هلته دخلکو ژوند په ډيره ټيټه کچه کې قرار درلوده، حتي خلکو دژوند لومړنيو اړتیاوو پوره کولو ته هم لاس رسی نه درلوده ، خو د تېلو د استخراج په پيل سره د سعودي عربستان په ملي عاید کي تغيرات را ښکاره او د خلکو دژوند کچه یې ورځ تر بلي پکې مخ په ښه کيدو شوه، نن سبا که وګورو سعودي او عمومي ډول ټول عرب هیوادونه لوړ ملي عواید لري. زمونږ ګران هيواد افغانستان هم دڅه نا څه طبعي زېرمو درلودنکی دی او په ځانګړي ډول د مسو پرېمانه زېرمو په لرلو سره، که دنو موړي طبعي زېرمو دويستلو لپاره صحيح پلان جوړ کړاي شي د دې امکان ليدل کيږي چه دهغي پذريعه د افغانستان ملي عايد مخ په لوړېدو روان شي اګر چې اوسمهال هم د طبعي زېرمو څخه د ګټې اخستلو کار روان دی خو دا سکتور باید لا نور هم غښتلی شي تر څو ملي عاید هم لوړ شي او داخلي خلکو ته پکې زیاته د کار زمینه هم برابره شي.
- مصنوعي زېرمې: دمصنو عي زېرمو څخه موخه د انسان خپل کوشش او هڅه ده چې د هغې پواسطه ګټه ترلاسه کولی شي لکه نهرونه ، بندونه ، سړکونه او داسي نور، په کوم هيواد کي چې دغه وسايل زيات اودکميت او کيفيت په لحاظ ښه وي دهغه هيواد ملي عايد هم ورسره ښه وي ځکه نهرونه او بندونه نېغ په نېغه د اوبه خور په سيستم او په کرنې با ندي مثبتې اغېزې لرلی شي او همدارنګه دبندونو څخه دبريښنا په تو ليدولو سره د يو هيواد د صنعتي کيدلو پروسه غښتلې کيږي او په پايله کي ديو هيواد ملي عايد زيا تيږي. څومره چې د مصنوعي زېرمو څخه زیاته ګټه واخستل شي په هماغه اندازه اقتصادي پرمختیا هم زیاتیږي.
- پوه، مسلکي او فني شخصیتونه : بشري پانګه هم د ملي عاید لوړوالي کې زیات رول لري که په يو هيواد کي پوه او فني شخصیتونه په زيات تعداد سره موجود وي او مهارت يې زيات وي نو د طبعي زېرمو څخه ښه ګټه اخستنه صورت نيسي چې د طبعي زېرمو څخه د ګټورې ګټې اخستنې په پایله کې ملي عايد زيا تيږي او په ټولیزه توګه یې ګټه ټول ملت ته رسیږي.
- پانګه ایز یا سرمایوي اجناس : که په یو هيواد کې پانګه ایز اجنا س په زياته اندازه وجود ولري د نوموړي هيواد د ملي عايد د زياتيدو سبب ګرځي يا داسي هم ويلی شو که چيرته يو هيواد چي د مصرفي اجنا سو د واردولو په ځاي پانګه ایز اجناس وارد کړي لکه ماشين الات او تجهيزات وغېره نو د ددې په پایله کي هم نوموړی هيواد صنعتي کيږي او په راتلونکي کې د نوموړي هيواد ملي عايد د پخوا په پرتله ډيرزياتيږي . د پانګه ایزو اجناسو سکتور هم په ملي عاید زیاتوالي کې زیات رول لري.
- دکارګرانو تعداداوکارکولو توانایي: کاري ځواک د یو هیواد په اقتصاد کې زیات رول لري.که د يو هيواد کارګره قوه د تعداد له لحا ظه ډېره وي نو نوموړي کارګران د کار په کولو سره عايد ترلاسه کوي همدارنګه د نوموړي هيواد کارګران په نورو هيوادنو کي مزدوري کو ي چي خپل مزد خپل هيواد ته را ليږي او خپلې کورنۍ د بهر څخه تمویلوي چې پدې سره هم ملي عايد زياتيږي. اکثریت وخت هیوادونه په دې برخه کې د شتمنو هیوادونوسره په قانوني ډول د کارګرانو د لېږد قراردادونه کوي، هغوی قانوناَ هلته ځي، کار کوي او د هغه ځآی څخه داخل د هیواد کې خپلو کورنیو ته پیسې رالېږي. هند او ځینې نور هیوادونه په دې باره کې اوسنیو وختونو کې ډېر مخکښ دي.
- سيا سي وضعیت او حالات : ديو هيواد سيا سي حالات د نوموړي هيواد د ملي عايد د اندازې په ټاکلو کي مهم رول لري ، که د يو هيواد سيا سي حالات ښه وي نو علاوه دکورنيو پانګه اچونکو او سوداګرو څخه بهرني پانګه اچو ونکي او سوداګر هم په نوموړي هيواد کي پانګه اچونې ته زړه ښه کوي چي پدې سره له يوې خوا خلکو ته دکار کولو زمينه برابريږي، نوي فن او تکنالوژئ سره دنو موړي هيواد وګړي اشنا کيږي له بلې خوا د حکومت عواید هم د مالیې په اخستلو سره اضافه کيږي چې دا ټول په ملي عايد باندي مثبت اغېز کوي برعکس که د يو هيواد سياسي حالت ښه نه وي او امنيتي وضعیت يي هم ګډوډ وي ،نو هیڅ ډول بهرني او داخلي پانګه وال د خپل ځان او خپلې پانګي اچونې په اړه د خوندیتوب احساس نه کوي او باالاخره مجبوريږي چه خپلې پا نګې په نورو هيوادونو کي په کار واچوي او پدې سره د هيواد د ملي عاید اندازه هم راټيټيږي . په لنډ ډول ویلی شو چې که چېرته د ملي عاید د ساختار پورتنیو ټکو ته پاملرنه وشي نو هرومرو د پرمختګ څپې او پرمختیا په هیواد کې رامنځته کیږي.
اخځلیکونه:
- https://www.economicsonline.co.uk/managing_the_economy/national_income.html/
- https://activelyshare.com/national-income-definition
- https://www.economicsdiscussion.net/national-income/components-national-income/top-17-components-of-national-income/18793
- https://www.bing.com/search?q=National+income+elements&form
ملي پولي واحد او په افغانستان کې د افغاني بانکنوټونو د چاپ تاریخچې ته لنډه کتنه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.