کړنوییونه، نوموییونه او

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

175

کړنوییونه، نوموییونه او…

کړنوییونه، نوموییونه او همداسې خویوییونه او نور

زه ولې دا  وییونه داسې ور سره  لیکم؟:

دې پوښتنې ته مې داسې لنډ څه لیکلي وو، خو د داسې خبرو یو غوره ځواب باید ورکړ شوی وي.

دا چې په دې یا هغه ژبه کښې دا شته، دا داسې روښانه ځواب نه دی او دا چې دا په پښتو ژبه کښې زه کاروم، نو دا مې باید دنده وي، چې دا ولې؟ یې روښانه کړم.

ژبه له وییونو څخه جوړه ده او دا بیا ډلې لري، چې هغه کړنې، نومونه او خویونه … دي. نو یو وی، چې یادوې دا به یو وی وي، ته خو باید دا لومړی يو وی ولیکې او بیا د غو د ډلې نوم ورسره ولیکي. دا د ښه پوهېدنې، لنډې لیکنې او روښانه-ونې لپاره خو دا  ټول نه شې یادولی او د هغې ډلې نوم اخستلی شې، چې د نوموییونو، خویوییونو او که … په ډله کښې دی او که څنګه؟

د داسې څه سره به یو وخت مخامخ کېږو، که دا وس وي او که وروسته. دا نوموییونه او خویووییونه نابلد دي، خو پوهوړ.

د الماني ژبې ژبلار کښې هم همداسې بللکیږي، چې بر ما باندې یې هرو مرو اغیز شته او ژبلاریز سم اغیز.

دا پورته لیکنه مې په خپل م ک کښې خوره کړه، خو د شپې یا ښه یې د سهار له څلورنیمو بجو څخه وروسته مې چې د سهار لمونځ مې وکړ، نو دې ته مې فکر شو، چې دا لږ باید نوره هم روښانه شي. باید دا وښوولی شو، چې داسې ټولیزکول پوهنیز اړیین دي

— که موږ ولیکو چې کړل، دا خو په یو څه بوختیدل یا کړل شو او نوم هم یو څه دي یو څه په نخښه کوي، خوی هم.  هر یوه ته به ځانله ګوته ونیسو او دا  خبره به یا دا راپیدا پوښتنه به ځواب کړو.

که ولرو، خوړل، تلل، ستایېل، او نور نو دا د وییونو په یوه ډله کښې سره یوځای خوندي دي، چې دا کړنه یا کړل دي، نو دا خو باید څه ونوموو یا ښه یې څنګه ډلیېز کړو؟

له دې امله دا باید یو څه  یا یوې دلې کښې سره یوځای وي، چې دا کړل- یا کړنوییونه باید وي یا دي.

نو له دې امله کړنوییونه، بوختیاوییونه او همداسې مهالوییونه.

— نومونه او نور د نومونو ځای نیوي: که ولرو، غرڅنۍ، کشمالی کاکا، هغه، دا زه، او نور، نو دا هم یوځای یوه ډله کښې خوندي دي او دا ډله نومونه، نومځاینیوي او نور دي، نو کړی شو، چې دا نوموییونه وبولو او دا یې ژبلاریزه پوهنیزه او سمه لیکنه ده. نو که ووایو کشمال کاکا نوم دی، خو دا نور هم همداسې نومونه دي، چې هر یو خو نه شو اخستلی، نو دا د نومونو دله ده.

دا  ډله نو باید نوموییونه وبولو یا بللیی شو.

— خوی، خو نو همداسې  یو نوم دی. ( خوي نو ولې نوم د؟ دا ځکه چې خی د تولو خویونو لپاره نوم دی، چې دا خویونه( له ډېرګڼ څخه یې هم څرګندیږي په دې کښې خوندي دي).

که ولرو، سپین، ټیت، جګ، ښکلی، زرغون، بدغونی، جنګي…. نو دا یو څه دي، چې په ډله کښې سره ګډ دي، ځکه چې دا هر یو یې خوي په ګوته کوي، نو دا کړی شو یا باید خویوییونه وبولو او دا خويووینه دي.

یادونه: ستایېننوم؟ همدا سې یې غندننوم هم باید وي.

د موږ پښتوپوهان دا خويوییونه ستایېننومونه بولې. موږ پورته کښې ولیدل، چې ستایېل  او همداسې مخامخ غندل یې کړنوییونه دۍ او نه ستایېننوم یا غندننوم. ستایېن نوم او همداسې غندننوم نه شته، خو د ستایېلو او غندلو سره یو څه یا د یو څه خویوییونه ستایېل- یا غندلکیږي او بله دنده نه شي لرودی.

نو ستایېل، ستایېنه او غندل، غندنه شته.

یوه غوره یادونه: موږ دا د نوموییونو کلمي سره نومځاینیوي هم ګډ بولو یا فکر کوو، خو پوښتنه؟

موږ نو دا نومځاینیوي  سره دا د ويي یا -وییونه کلمه ولې نه شو راوړلی؟

دا ځکه چې دا نومځاینیوی پخپله  یو ټولیز نوم دی، ځکه چې نومځاینیوي  ډ ډېرګڼ لپاره دی او له دې امله چې  نو بیا یو ټولیز نوم دی.

راځۍ چې خبرې او اندونه سره ګډ کړو، دا د هر څه وده ده. دلته باید رقابت نه دلته باید د ژبې ژبلاریز لیکل غوره څه وي.

دا شننه مې وکړه، ځکه چې د ما د یوه و ما ته ګران غزیز،  وراره او ژبپوه عصمت شینواری لخوا و منځ  ته راواچول شوه، چې زه ګوندې ولې دا کړنوییونه …. لیکم.

راته جوړ دې وۍ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.