د کتاب د نړیوالي ورځي په مناسبت

ذبیح الله شفق

132
ارتر شوپنهاور ( ۱۷۸۸ –  ۱۸۶۰ ) پخپله یوه مقاله کي چي اصلاً د کتابونو د نه لوستلو په باب ده لیکي: ” کتابونه زهر دي .” د شوپنهاور دغه خبره په اویلو کي ماته هم ډېره جالبه او پارونکې وه. مګر دی تر یو حده نه بلکي تر ډېره حد صحي دئ. شوپنهاور وایي: ” کم لوستل وکړئ او ډېر فکر .” د ده په وینا هغه څوک چي ډېر کتابونه لولي، هغه اصلاً په بې فکره سر ګرمیو کي اخته وي. او ټوله ورځ له مختلف النوعه آثارو سره مخ او تمرکز ئې سره دوري هورې او پاشلی وي. د شوپنهاور د قاعدې پر اساس؛ که څوک غواړي چي عمیق او ژور لوستل وکړي نو لومړی باید داسي آثار انتخاب کړي چي د لویو لیکوالو د ګوتو محصول وي. نه د سطحي او عامو خلکو و واه واه ته د خوشحاله کېدونکو اشخاصو. دی مخکي پر دې خبره ډېر شله دئ چي یو کتاب د لوستلو څخه وروسته باید فوراً دوهم ځل ولوستل سي، ځکه په دوهم ځل لوستلو لوستونکی تر لومړي ځل لوستلو ښه آخذ کولای سي. او دا خبره د روسي لیکوال لیو تولستوی د دې وینا سره هم کټ مټ مطابقت لګوي چي وایي: ” کوم کتاب چي په دوه ځلو لوستلو نه ارزي، هغه اصلاً په یو ځل لوستلو هم نه ارزي. ” د شوپنهاور د مقالې مهمي برخي په ټوله کي پر عمیق، ښو او ژورو لوستلو را څرخي چي تر ټولو مهم ټکی ئې: ” کم لوستل وکړئ او ډېر فکر . ” دئ. دا قاعده ما پخوا برعکس عملي کوله یعني ډېر لوستل به مي کول او لږ فکر. خو له څه مودې راهیسي چي مي د کافر شوپنهاور د دې قاعدې و عملي کولو ته ملا تړلې نو د کتاب او لوستلو په نړۍ کي ځان تر پخوا څه ناڅه نه، بلکي ډېر تغیر احساسوم. د شوپنهاور د دې مقالې هدف لوستونکو، بلخصوص ځوان قشر ته دا دئ چي لږ لوستل وکړي، سم ئې وکړي او ډېر فکر پر وکړي. هر ډول کتابونه ونه وایي او لوی متفکران او لیکوال پسي را ونیسي او تعقیب ئې کړي. بیا نو د نوښت او بدلون زېری د لیکوالۍ په بازار کي ډېر ژر پر دوی کېدونکی دئ. ځکه، دوی مطالعه له فکر سره کوي بې فکره نه؛ او فکر چي چېري هم ډېريږي او تولدېږي هلته نو بیا نوښت پر حرکت او زېږیدو راځي. هغه د کنفوسیوس خبره: ” بې له فکر کولو مطالعه بې ګټي او بې له مطالعې فکر کول خطر ناک دي. “
نن سبا د لوستلو او مطالعې نمایشي بازار له ډېره بده مرغه په میډيا کي ښه په پېخر ګرم دئ. یو خو مارکېټي آثار دونه ډېر سوه ته به وایي چي افغانان اوس بېخي په دوږخ کي ژوند کوي او د کارینګي او او شرما آثار به افغانانو ته سکون ور وبخښي؟ له بلي خوا ځوان نسل دونه نمایشي سو چي په هفته کي به ئې شپږه اوه کتابه لوستي؛ او فېسبوک به ئې له خپلو انځورونو سره په اخیستی وي. او د هر کتاب سره به ئې لیکل سوې جمله په داسي شکل وي چي: ” فلانی کتاب مي ولوست، ډېر ښه کتاب وو. پر فلاني لیکوال دې خدای ورحمېږي، مطالعه هیڅ وخت مه پرېږدئ. ستاسي ورور فلانکی. ” اوس که داغه ځوان و پوښتې چي له دغه اثر څخه دي څه زده کړو؟ د لیکوال سبک او نثر څنګه وو؟ د کتاب محتوا پر څه را څرخېده؟ د نیوکي په نظر  برابر څه په مخه درلو؟ نو خوله به ئې وازه پاته او جواب به ئې منفي وي. خلاصه دا چي خپلو انځورونو، او دې ته به ډېر خوشحاله وي چي د کتاب سره ئې انځور پوسټ کړی او خلک به خاص هغه د غېږي والا لایک پر ور پېرزو کړي. زه څو ځوانان پېژنم چي د بېلا بېلو کتابونو انځورونه په هفته کي حتماً دوه یا یو وار سره کښته و پورته کوي. مګر تر پایه مي په تاند یا هم بله ویبپاڼه کي پر یوه کتاب د ده تفصیلي تبصره ونه لیده چي د کتاب پر محتوا یا ئې پر منفي ټکو ږغېدلی وي. اخیر ستونزه څه ده؟ اصلاً هرڅه نمایشي او محدود سوي ښکاري. د متفکرو او په یوڅه د پوه افرادو د سکوت وخت دئ. پرېږده چي سطحي آثار، مسایل او اشخاص سره کښته او پورته سي. ځکه څوک سته چي د شوپهاور پر دې خبري غوږ  ونیسي چي وایي: ” څومره به ښه وای، که چېري د کتابونو تر څنګ د هغو د لوستلو وخت هم اخیستل کېدلای. “
د کتاب نړیواله ورځ مو مبارک!
” د ټولو غوره کتابونو لوست د تېرو پېړيو له نايابه ذهنونو سره خبري کول دي. ”
 ايمانويل کانت
یادونه: د ” کتابونه زهر دي ” چي اصلي هدف ئې د خرابو کتابو څخه دئ. د مقالې مهم ټکي په اصل کي د ” الواک – Alwaak ” یوټوب چینل څخه ما په استناد په اړولي او نا منظم ډول را خیستي، چي د خپلو کرښو په اضافولو سره ئې اصلاً یو څو ګډ وډ الفاظ بللای سو. او په دې برخه کي زه د خپل خواریکښ او مطالعه صاحبه ملګري عبدالله بشرمل منندوی یم. چي د شوپنهاور د قاعدې پر اساس جوړه ویډیو ئې (چي الواک یوټوب چینل ترتیب کړ وه.) را ته واستوله او هم ئې د یادي قاعدې و عملي کولو ته وهڅولم.
په احترام
۲۰۲۵/۴/۲۲ – سه شنبه.
https://dawatmedia24.com/?p=174562

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.