د لنډیو اصلي منابع خلک دي
یولسمه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۲۱مهبرخه
دا چې د گوتو په سرو ځم
له کبره نه ځم، یار ته نښې جوړومه
غمونه شا ته کړه جانانه
غم چې دروړاندې شي ځواني خرابوینه
د بېوسۍ حد ته مې گوره
خالق راکړې ژبه گونگه گرځومه
په دې برخې کې مې بیا د گران دوست عزیز نایٔبي له خوا څورالېـږل شوې لنډۍ راخوندي کړې دي. نایٔبيصاحب د دې لنډیو په پیل کې لیکلي دی:
«څو لنډۍ – مالگینې، خوږې او ترخې»
چې زه یې دلته له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:
د نیمې شپې راتله دې ورک شه
زه تر سهاره څوکیداره ناسته ومه
مُلا کتاب دې اوبه یوسه
چې ته ورټوپ کړې، زه دې لور وتښتومه
کاغذ لیکلی ورنه واخله
د اوسنۍ زمانې یار دی ټگ به وینه
زما جانانه داسې مه کړه
دُعا سلام دې رالېـږه چې څوک راځینه
که یې دوزخ ته کشولم
له جنتي لالي به تاو کړمه لاسونه
یو خو مې هسې زړگی تنگ دی
ستا اړولی مخ مې ساه رالنډوینه
یاري د خوار پټي غله ده
کله چارک شي، کله وکړي خروارونه
ستا دې قسم وي بخته ویښ شه
څوک تر قیامته پورې نه کوي خوبونه
په ما دې ورځ سم د اختر کړه
چې دې په سترگو راته کېښودل لاسونه
دا چې د گوتو په سرو ځم
له کبره نه ځم، یار ته نښې جوړومه
یار د صفت محتاجه نه دی
په گلابونو عطر چا شیندلي دینه
غمونه شا ته کړه جانانه
غم چې دروړاندې شي ځواني خرابوینه
دا غریبي مې خوښه نه ده
په ورورولۍ کې سړی پاتې راولینه
چم کې سړه سېلۍ چلېـږي
ځوانان ورک شوي، پېغلې غلې ناستې دینه
د بېوسۍ حد ته مې گوره
خالق راکړې ژبه گونگه گرځومه
د زړگي زور مې ختم شوی
د ژوندون چارې لکه غر په اوږوو وړمه
اوښکې مې پرېـږده چې بهېـږي
نن مې غمونه پخواني یاد شوي دینه
چا د یارانو تپوس وکړ
ما وېل څوک مړه دي، څوک په لرې وطنونه
مړ مې د یار کوڅې ته یوسئ
چې نور زما په شانتې نه ازاروینه
ښېرې به ولې درته نه کړم
توره ټوپکه ورانوې اباد ملکونه
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.