هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي (۴مه برخه)

بشیر دودیال

123

د اقتصاد د پوهنځیو ګرانو محصلانو پوښتنه کړی ده چې نور د ناامنی خطر له منځه تللی، د پرمختیا او اقتصادي ودې لپاره څه کول په کار دي؟ د ( آزادی رادیو) د تجارت په اړه پوښتنې کړې وې. په دې اړه څو ټکي رایاد شول:

هغه څه چې اوس موږ ته لومړیتوب لری دانکشافي/پرمختیایی پروژو( Development Project)  طرح او تطبیق کول، په صنعتی پانګې د تجارتي پانګې بدلول او د خدماتو ترڅنګ د اجناسو تولید ته پام اړول دي، دا ځکه زموږ بهرنۍ سوداګري بشپړه کسر سره مخامخ او دخدماتو سکتور مشبوع، خو مولد سکتورونه مو خوار پاتې دي. فعلي شرایطو کې سرحداتو کې ګاونډیو سره(سرحدی بازارونه جوړول) یا د بهرنیو له خوا دهېواد دننه د هغوی د استهلاکي تولیداتو لپاره نندارتون او غُرفی دایرول او ورسره پریمانه قراردادونه لاسلیکول باید لومړیتوب نه وي.  بلکې لومړیتوب د پرمختیایی ملی پروژو عملی کول دي.

دلته د انکشافي/پرمختیایی پروژو یادونه وشوه. غوره ده د نن بحث فقط همدې ډول پروژو اود دغو پروژو انکشافی  اهدافو ته ځانګړی(مختص) کړو، نو:

پرمختیایي اقتصادی پروژې کومې دي؟  دا هغه زیربنایی اقتصادي پروژې دي چې عموماً د عامه رفاه لپاره طرح کيږي. دغه ډول پروژو ته له عامه(public) نظره کتل کیږي،  نه د خصوصي سرمايګذارې له پلوه ! يعنې دا ډول پروژې ماکرو اهداف لري . دا منو چې ممکن یو شمیر انکشافی پروژې به لنډه موده(یو- دوو کلو) کی حاصل( output) ونه لري او زود ثمره به نه وي، نو صبرته اړتیا لري، خو پایله یې ډېره عالي وي. بل توپیر یې له عادي پروژو سره دا دی،چې دا عام المنفعه دي، حال دا چې عادي پروژې د خصوصي سکتور له خوا سرمايګذاري کيږي. عادي پروژه کې د خدماتو او اجناسو د عرضه کوونکو رجحان اعظمي مفاد ( نافعيت) وي، خو د مستهلک يا تقاضا کوونکي رجحان کيفيت وي، حال دا چې په انکشافي پروژه کې رجحان عمومي رفاه يا اجتماعي هوساينه (Social Welfare) ده. عامه پرمختايي پروژې داسې تعريفولاى شو:

عامه نکشافي پروژې هغه توليدي يا خدماتي واحدونه دي چې په يوه ځانګړې زماني مقطع کې ديوه يا څو هدفونو لپاره فعاليت کوي چې له يوې خوا منابعو( input) ته اړتيا لري، له بلې خوا يوه پايله( output) او مفيديت لري، د دغه ډول پروژو موخه د عامه ګټو لوړول او د خلکو هوساينه وي.

ضرور دا وه چې لومړی مو باید اقتصادی پروژه پېژندلې وای ، نو دلته به یی تعریف کړو:

اقتصادي پروژه هغه فعالیت یا د فعالیتونو مجموعه ده چی له یوې خوا عامل او له بلې خوا حاصل ولري. دا د ملی پرمختیایي پلانو اجزاوې وي.

په اقتصاد کې پروژه د ټاکلې مودې په ترڅ کې د داسې هڅو ترلاسه لاندې نيول دي، چې يو ځانګړى توليد ورڅخه ترلاسه يا يو خدمت ترسره شي.

د پروژې په هکله بیلابېل تعریفونه وړاندې شوي دي چې دلته یې لومړۍ لغوی مانا او بیا اصطلاحي تعریفات راوړو:

  • د Projectلغوی مانا پراخول ، ریښتینی کول ، د عمل ډګرته راوستل او تحقق ورکول دي چې د لاتیني ژبې له (Proiacere) څخه اخستل شوی په لاتین کی pre معنی مخکی او iacere د اچولو معنی ورکوي، چی ورو ورو د انګلیسی ژبی Project ته اوښتی او په دری او پښتو ژبه کی ورته (پروژه) وایی. پرجکتور چې یوه تخنیکی وسیله ده، هم له همدې څخه مشتق ده.

په اصطلاح کې:

  • پروژه په یوه ټاکلې دوره کې د ټاکلې بودجې په اساس هدف یا اهدافو ته د رسیدو په خاطر د منابعو تجمع ده.
  • پروژه په یوه ټاکلې دوره کې د داسې هڅو تر لاس لاندې نیول دي چې یو ځانګړی تولید یا خدمت ورڅخه په لاس راځي. د پرمختیایی پروژو موخه د پرمختیایی اهدافو تر لاسه کول دي. پرمختیایی اهداف  دا دي:
  • د اقتصادي ودې چټکوالى،
  • د محصولاتو او صنعتي ظرفيتونو لوړوالى،
  • اصلاحات ارضي( د نویو ځمکو کر ته چمتو کول او تر کښت لاندې راوستل، زهکشي، د خاورو اصلاح او اوبه خور سیستم جوړول)،
  • د خامو صنعتي موادو د توليد په منظور د زراعتي توليداتو زياتوالى،
  • د دولت د عوايدو او پانګونې په برخو کې زياتوالى او په خصوصي ساحو کې د مولدې سرمايه ګذاري او پس اندازونو تشويق،
  • د بېکارۍ رفع کول يا تقليل،
  • د مېشت کولو او په تدریج د ښارونو د پراختیا دبرنامو اجرا او د کلیوالی نفوس د کیفیت ښه کول،
  • د عامې روغتيا د خدماتو او مصارفو تامين ،د افرادو د مولديت د سطحې د اوچتوالي په منظور بشري وده او پياوړتيا،
  • د عايد لا ښه او زياته عادلانه توزېع(وېش)،
  • د مواصلاتو،مخابراتو ، ابياري او د انرژۍ په برخه کې د اقتصادي لا پراخۍ زېربنا ايجادول،
  • د مالي او پولي هماهنګو پالېسيو د تطبيق له لارې د اقتصادي نورمالو شرايطو تامين او د بيو استقرار،
  • د ملی مالی موسساتو ایجاد او پیاوړي کول،
  • د صادراتو د زياتوالي او د وارداتو د تعويض په واسطه د تادياتو د بيلانس پياوړتيا.

اوپه نهایت کې د اقتصادي استقلال او په خپل ځان د اتکا او اکتفا نسبي تامين.

(دا بحثونه دپوښتنو له مخې  دوام لري، موخه ورڅخه د ځوانانو نه مایوس کول او د دوی د پوښتنو ځوابول دي، وبه ګورو چې بل راتلونکی بحث به څه وي).

د نویو تعرفو وضع کول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.