چې څه کری، هغه به ریبې (شپږمه برخه)

شاه ولي ارین

259

 

احمد شاه مسعود د ثور د اتمې نیټې اصلي لوبغاړی

درنو لوستونکو او په هېواد او ولس مینو هېوادوالو، کله، کله تاريخ عجیبې نوې پیښې وزیږوي چې د تېرو تراژېدي پیښو او د هغه وخت د جنایت کاراونو کړه وړه تر سیوری لاندې راولي او د ولس له ذهنه لری شي، نو ځکه خپل مسؤلیت مې وګڼه چې یو ځل بیا دغه تورې څېرې او کړنې یې د هېوادوالو او په خاص ډول ځوان نسل ته ورپه ګوته کړم، تر څو بیا د دوی او د دوی د لارو اولادونو باندې یې باور ونه کړي.او په ښه توګه یې وپیژني.

د احمد شاه مسعود پلار، نیکونه په اصل کې د تاجکستان هیواد د کولاب اوسیدونکي و، چې بیا د افغانستان پروان ولایت پنجشیر ته را کوچیدلي وو، احمد شاه مسعود په پنجشیر ولسوالۍ کې چې اوس ولایت دی په ۱۳۵۴ عیسوي کال کې زیږیدلی دی، د دې له پاره چې یې پلار د دولتي دندو له امله کله یو ولایت او کله بل ولایت کې دنده اخیستی وه ویې نشو کولاي په منظم ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

منځنۍ زده کړې یې د استقلال په لیسه کې چې په دغه وخت کې د فرانسوې ښوونکو او چارواکو له خوا اداره کیده تر سره کړي.

احمد شاه مسعود همدلته د زده کړو په وخت کې د لمړی ځل له پاره د فرانسوې استخباراتو په لومه کې لویږي او د لوړو زده کړو له پاره د کابل پلتخنیک پوهنتون انجینري پوهنځۍ ته ور پیژندل کیږي.

د ځینو شواهدو له مخې احمد شاه مسعود په استقلال لیسه کې کله چې یې زده کړې کولې د فرانسوې استخباراتو سره د اړیکو وروسته هغوي د انګلستان( ۱-۶ام) ته معرفي کړ، دغې شبکې وروسته د هغه هیواد د تجارتي تلویزون زاړه چلونکي «سنډیګال» ته دنده ورکړه چې پنجشیر ته ولاړ شي، چې هلته یو ځوان قوماندان چې دوم ټیټو دی وویني.او پر هغه باندې د تلویزیون له پاره یو فلم ډک کړي.

د همدې سنډیګال په مرسته د احمد شاه مسعود ورور احمد ولی د انګریزي ژبې د زده کړو له پاره لندن ته لیګل کیږي. کله چې دغه جوړ شوی یو ساعته فلم وروسته امریکایانو ته وسپارل شو له ځینو انګیرنو سره، سره ډاګیزه شوه چې «سې آی اي» هم په پټه ورسره معامله پیل کړه.

د انګلستان د استخباراتوسره د مسعود اړیکې له یوې ګډې تاریخي سرچینې څخه الهام اخلي، هغه دا چې انګریزانو داسې فکر کاوه او حقیقت هم همدا دی، چې د افغان انګلیس په دریو سختو جګړو کې د انګریزانو د ماتې اصلي وجه د پښتنو جګړه ایزه مبارزه وه.

انګریزانو ته خپل تیر تاریخ داسې معلوم دی، لکه د پرون ورځې پیښې.

څرنګه چې د پښتنو سره د احمد شاه مسعود کینه او دښمني هم ټولو ته څرګنده ده، نو انګریزانو هم له دغه ګډ ټکي څخه په ګټه اخیستو غواړي په دې ډول له پښتنو څخه د خپلو تاریخي ماتو د غچ اخیستلو له پاره ګټه پورته کړي، نو ځکه انګریزانو هم لکه د روسانو په شان د مسعود د شخصیت په لوړولو کې فعاله ونډه واخیسته.

جنرال رحمت الله ساپي د مسعود پیژندنې له کتاب نه د مسعود په هکله داسې لیکي:

« په افغانستان کې چې د کمونستانو او شوروي ځواکونو پر ضد جهاد پیل شو ورسره سم د احمد شاه مسعود نوم را اوچت او خپور شو. په پاکستان کې د مسعود رنګین عکسونه پر دوکانونو، د مهاجرینو په کمپونو، ښاري ترانسپورت لکه رکشاه، تکسي موټرو، ښاري بسونو او لاریو باندې وزړول شوول.

چا شیر پنجشیر او چا هم عقاب پنجشیر یادوه. «بی بی سی» تر دې د مسعود له پاره ډنډورې ووهلی چې نړیوالو ته یې داسې و ښودله چې د مجاهدینو مانا مسعود او د پنجشیر مانا افغانستان دی. که مسعود نه وي، نو جهاد او مجاهدین نه شته، او که پنجشیر نه وي نو افغانستان نه شته. رحمت الله ساپي زیاتوی، ما په هغه مهال له «بی بی سی» سره په یوه مرکه کې ویلی و چې:

«زموږ هندوکش او سپین غر پوځي اکاډمی دی چې د مسعود په شان جنرال یې روزلی دی، احمد شاه مسعود افغان دي ، زموږ ورور دی، خو موږ د مسعود په شان په سلګونو قوماندانان لرو او پنجشیر هم په لوی افغانستان کې یوه غرنۍ ولسوالې ده چې د ټول افغانستان معنی نه ورکوی.

تاسی ته ښائی چې د مجاهدینو نورو قوماندانانو او د افغانستان نورو سیمو ته هم پاملرنه وکړی، د انګریزانو اوفرانسویانو مرستې یوازې مسعود ته روانې وي.»

د بي بي سي د يو افغان وياند په وينا چې نه غواړي نوم يي ياد شي د انگلستان د استخباراتو او مسعود د اړيکو په باب داسې څرگندونې کوي:

« په هغو شپو ورځو کي چې د افغان ولس او روسانو تر منځ ښه گرمه جگړه روانه وه د «بي بي سي» راډيو نړيوال سرويس ته د انگلستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا يو مکتوب راغي چې بي بي سي بايد د مسعود د شخصيت په تبارز کې ونډه واخلي. د يادونې وړ ده چې د بي بي سي راډيو د خپلې خپلواکۍ او أزادۍ تر څنگ د بهرنۍ پاليسی په برخه کي د بهرنيو چارو د وزارت د پاليسی تابع ده او دا وزارت بيا په خپل وار د خپل هيواد له استخباراتي سرچينو څخه الهام اخلي. د بهرنيو چارو وزارت په مکتوب کي لارښوونه شوې وه چې په يو نه يو ډول بايد د افغانستان په هر گوټ کې د روسانو پر ضد د جگړې رابطه د مسعود سره وصل شي. او د لارښوونې له پاره يي ان بيلگې هم راوړې وې ، مثلاْ په لغمان کي د روسانو پر ضد سخته جگړه روانه ده، د دې جگړې خبر بايد داسي راوړل شي:

«نن په لغمان کې د روسانو پر ضد سخته جگړه روانه ده چې په نتيجه کي روسانو ته سخته مرگ ژوبله اوښتې ده ،په دې جگړه کې د لغمان ولايت گڼ شمير کلي او کورونه وران شوي دي، د يادونې وړ ده چې د لغمان ولايت پنجشير ته ورڅيرمه پروت دی، چې د افغانستان د جهاد د نامتو قومندان احمدشاه مسعود مرکز دی، روسانو تر اوسه پورې څو ځله پر پنجشير حملې کړي خو د هغه پر نيولو ندي بريالي شوي.»

يا به هم په کونړ کې کې جگړه و، نو دهغه ربط به هم له پنجشير سره تړل کيده. داسې چې:

«نن د کونړ په ولايت کې د مجاهدينو لخوا د روسانو پر يو قطار بريد وشو او د روسانو زيات ټانکونه او زغروالې واسطې وسوځول شوې کونړ له پنجشير نه( څو) کيلو متره لرې پروت دی، کوم چه د افغانستان د جهاد نامتو قوماندان احمدشاه مسعود هلته اوسيږي او تر اوسه يي روسانو ته څو ځله ماته ورکړې ده.»

په 1371لمریز کال د کابل له نیولو وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال حمید گل د نظار شوری له مشر احمد شاه مسعود سره د څارگریزو اسنادو په اړه غږېږي، د دې پـېښو جریان د پاکستانۍ ورځپاڼې «فرنټییر» په 1992ز د مۍ په دوه ویشتمه نیټه راخېستی چې جنرال حمید گل د خاد شبکی استخباراتي اسنادو ترلاسه کولو لپاره کابل ته سفرونه کړي.

په اړونده ورځپاڼه کې راغلي چې «حمیدگل د پاکستان په اړه د خاد مدارک راټولوي.» دا ورځپاڼه وروسته کاږي چې احمد شاه مسعود اړوند اسناد حمیدگل ته ور وسپارل.

د یادولو وړ ده چې احمد شاه مسعود د دفاع وزارت دفتر د کې جي بي او خاد په دفتر کې د همدې موخې له پاره ځای پر ځای کړ.»

د افغانستان په معاصر تاريخ کې که يوازې دوه درې څېرې هم داسې وي چې زموږ د وياړلي وطن د تاريخ پاڼې پرې شرمېدلی شي، بې له شکه چې يوه دغسې څېره د احمد شاه مسعود ده.هغه هیڅکله له روسانو سره جګړه نه ده کړي، د هغوی پروتوکولی اجنټ و. دغه د درواغو ملي اتل چې په تېره کې یې ګوډ خر هم نه درلود اوس یې ورونه احمدضیا، احمد ولی او ځوی یې د ۱،۱میلیار ډالرو خاوندان. دي. دغه د کانونو غله په دوبی او اروپائی هیوادو کې بانکي سرمائي او د قیمتي ډبرو مارکیټونه او نمایشګاوي لري.

نوربیا

چې څه کری، هغه به ریبې (پنځمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.