زورگویی او قلدری
(د یوه ګران دوست د پوښتنې په ځواب کې)
د زورګویۍ او قلدرۍ لغتونه یو له بله سره ډیر نږدې دی، خو بیا هم ځینې تفاوتونه لري.
زورگویی:
په (قاموس کبیر افغانستان) کې لیکي چې د زورګويي (/zor.goo.yee/) د لغت ترکیب دری دی چې لغوي معنا یې په پښتو ځورول، زور چلول، جبر کول یا څوک په زور یوه کار ته اړایستل دي.
په عام مفهوم کې، “زورگویی” داسې عمل ته ویل کېږي چې یو څوک په زور، ویره، یا تهدید سره پر بل چا خپله اراده یا غوښتنه تحمیلوي. دا اصطلاح هم په فردي اړیکو کې کارېږي او هم په سیاسي، ټولنیز یا اداري چوکاټ کې ترې کار اخیستل کیږي.
په سیاست کې زورګويي یا سیاسي زورواکي یوه ډېره مهمه او پېچلې پدیده ده، چې د قدرت د ناسم استعمال، سیاسي انحصار، وېرې خپرولو، او د مخالفت د غږونو غلی کولو سره تړاو لري. دا عمل له ولسواکو ارزښتونو سره په ټکر کې وي او ډېر وخت د استبداد، دکتاتورۍ یا خپلسرې واکمنۍ نښې وي. زورواکان د خلکو غږ غلی کوي، ویره خپروي، یا انتقاد کوونکي بندیانوي. باید یادونه وکړم چې په سیاست کې زورګویي مختلف ډولونه لري چې دلته یې د توضیح اړتیا نشته. خو زورګويي که په هر شکل وی پایلې یې د ټولنې په تاوان وي، ځکه چې ټولنیز وېش، قومي شخړې او د خلکو تر منځ بېباوري رامنځته کوي. د فردي او ټولنیز ابتکار، فکري آزادۍ او سیاسی ګډون په لاره کې خنډونه را پیدا کوي، د دولت مشروعیت زیانمنوی او د داخلی کشمکشونو او ان انقلاب له پاره شرایط برابروي.
قلدری څه معنا لري؟
په قاموس کبیر افغانستان کې راغلی چې د قُلدُر (/qul.dur/) لغت ترکي منشأ لري چې د زورمند، زورگو، مستبد او خپل سری معنا ورکوي. قلدري د زور، قهر او جبرچلولو، ځورولو، بې دلیله برلاسي غوښتلو، یا د بل چا حق تر پښو لاندې کولو ته ویل کیږي. دا لغت معمولاً منفي معنا لري. قلدری په ټولنه کې هم ناوړه اغېزې لري، ټولنه له انصاف او برابري محرومېږي؛ د اختلاف، کرکې او تاوتریخوالي سبب کېږي.
په سیاسي اصطلاح کې، قلدري یوه داسې کړنه یا چلند ته ویل کېږي چې یو واکمن، حکومت، یا سیاسي ځواک د زور، وېرې، یا نامشروع وسایلو له لارې خپل سیاسي واک پر خلکو یا پر نورو سیاسي سیالانو تحمیلوي. سیاسي قلدري هم د سیاسي زورګويۍ په شان ډیر ډولونه لري.
قلدری او زورگویی دواړه ډیرې سره ورته معناوې لری، خو توپیر یې په دې کې دی چې قلدري معمولاً د شخصي زورښودنې له پاره کاريږي او زورګویي بیا د حکومت او یا یوه سیاسي بنسټ د سیاسي، ټولنیز یا سیستماتیک زور د کارولو په وخت کې استعمالیږي.
20.04.2025
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.