ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا (۲۰مه برخه)

محمد داؤد مومند

137

د پوهاند صاحب داکټر حفیظ لله جبارخیل د علمی لیکنی تداوم:

وزیر محمد ګل مومند په هیواد کی د نفوسو میشت کیدلو او تنظیمولو ته داسی پروګرام پیل کړ، چی اقتصادی، تجارتی، زراعتی، امنیتی، سیاسی او فرهنګی اړخونه یی ټول وسنجول، زرګونه کاله مخکی چی آریایانو د خپلو پنځیدلو په  لړکی له بخدی څخه د غور، زمینداور، کسی غره او ګندارا، خوا او شا، ننۍ جلګی د نوی اقلیم او شنو او زرغونو سیمو لرونکی ځمکی ونیولی او هلته میشت شول، د هندوکش شمال ته یو شمیر سیمی له نفوسو څخه تشی پاتی وی، په زرګونوکلونو دا ځمکی چی د کار، کښت او کرنی لپاره وړ وی، همداسی شاړی او لامزروع پاتی وی، ځنګلونه یی لرل او خوکان په کی ګرځیدل، حال داچی د هیواد په ختیځ لورکی او د هندوکش جنوب ته د نفوسو زیاتوالی لیدل کیده.

وزیرمحمد ګل مومند له دغه سیمو د هندو کش شمال ته ، په ځانګړی توګه ، کندوز او بغلان ځینی بی وزله او بی ځمکو کورنۍ ولیږدولی، هلته یی د نوی کرنی، سوداګرۍ، تجارت، صنایعو او میشتو قومونو سره د تولنیزو اړیکو د ښی پیژندنی، معاشری او حتی خپلوۍ او ښادیو او غمونو کی د ګډون او همدردۍ زمینه برابره کړه.

محمد ګل مومند دی سیمو ته د تنظمیه مشر په توګه راغی او پر دغو سیمو کی یی، بی څارو اقتصادی پرمختګونو ته لاره خلاصه کړه، هغه متل دی چی وایی :(اګرمرګ میخواهی، قندوز برو) ، خو لوی محمد ګل مومند دا د مرګ سیمه پر یوی داسی شیرازی سیمی واړوله چی لږ وروسته یی د افغانستان د ګودام، نوم غوره کړ.

د لوی محمد ګل مومند یو بل غښتلی کار دا و، چی د یهودانو څخه یی چی د لوړ پوړی درباری مقاماتو سره تجارتی اړیکی درلودی او د هغوی له خوا حمایه کیدل، د قره قل او وریښمو د تجارت انحصار د لاسه وویست، ګویا د قره قل او د وریښمو تجارت، د عام ولس په برخه شو.

همدا راز محمد ګل مومند په مزارکی هغه یهودان چی د مسلمانانو ماشومان به یی اختطاف کول او د ښار نه بهر په کوم ځای کی، د زجر ورکولو نه وروسته وژل، چی دوی ورته د (محمدی) کولو نوم ایښی و، بالفعل ونیول او اعدام یی کړل.

د نفوسو لیږدولو هم زموږ په هیواد او هم نورو هیوادونو کی سابقه لری چی مثال یی په نورلسمه پیړی کی، استرالیا ته د کوچانو او د هغوی د اوښانو لیږدول دی، د هند د بمبی نه نورو سیمو ته د کار ځواک خپرولو، کانادا او آستالیا کی د نفوسو میشته کول، چی دا بیلګۍ ټولی د (دیموګرافی) د علم له مخی، امکاناتو اود هیوادونو د کړن لاری پوری اړه نیسی، چی په دی توګه د نفوسو ښه ویشنه او د نفوسو ټولیدنه، دواړه اصلاح کیږی او نوی اقتصادی منابع د کارلاندی راځی اوسیمه په اقتصادی تحرک کی واقع کیږی.

لدی پرته دا د ملی یو والی او وحدت د تأمین دپاره هم یو ګټور اقدام او د هیواد د ځمکنی تمامیت یو لوی ضمانت و، ځکه چی لوی محمد ګل مومند ته د استقلال د ګټلو، د بچه سقو د حکمرانۍ ختمولو او د انګریزانو سره د دری ګونو جګړو په ترڅ کی د پښتنو درنده او غوڅه ونډه، تاریخی واقعیتونو دا ثابت کړی و، چی پښتانه د خپلواک او واحد افغانستان د ساتلو وړ دی، پښتانه په هیواد کی یواځنی ولس دی چی د بل ګاونډی هیواد سره هیڅ رنګه ژبنی او کلتوری او فرهنګی  او نژادی مشترکات نلری، لکه ازبکان، ترکمنان، او تاجګان چی یی د ګاوندی هیوادونو، ازبکستان، ترکمستان او تاجکستان سره یی لری، یا قزلباش او هزاره وطنوال چی د یوه اقلیتی شیعی مذهب د تأثیر لاندی د ایران سره مذهبی کلکی اړیکی لری او د هزارستان بغاری وهی.

نو، لوی محمد کل مومند، په داسی ژورتفکراو عمل سره، د هیواد د ځمکنی تمامیت د ټینګولو لپاره د خیمی د میخونو د ټک وهلو معنا درلوده، چی نتائج یی نن ورځ د یوه تاریخی واقعیت په بڼه په خپلو رڼو سترګو وینو.

همدارنګه د شلمی پیړۍ په درشل کی، وروسته تر۱۹۳۰ م جرمنی کی د نازیزم او ایتالیا کی د فاشیزم خطرله یوی خوا، جاپان، بلغاریا او هسپانیا تهدیدول، آن دا چی ایتالیا خوعملاْ حبشه ونیوله او بل خطر یی ختیځ ته د مرکزی اشیا هیوادونو ته متوجه و، چی لار یی پرآمو سیند باندی وه، نو د پښتنو موجودیت د همداسی خطرونو پروړاندی د سپر حیثیت غوره کاوه.

لوی محمد ګل مومند د وزارت د چارو سربیره، د اصلاحاتو راوستلو او د حالاتو د ښه کولو لپاره، کله کندهار، کله شمال او کله بیرته مرکزکی، اداری چارو باندی ګومارل شوی او د ځینو پلاو سره یی په بهرنیو سفرونو کی هم ګډون کړی دی، او هره دنده یی پر پوره سیاسی پاملرنی او بریالیتوب سرته رسولی ده.

د هغه وخت او شرایطو لویه ستونزه د سقو د زوی د وحشت او د مدنیت سیزونکی اغتشاش له امله د نظم او اداری شړیدل او په هیواد کی د هغی توری دوری له مینځه وړ آسانه کار نه و، ځکه چی د پوهاند دودیال او غبار او ټولو مورخینو د لیکنو په استناد، د سقو زوی د مدنیت نخښی نه وی پریښی، په سقوی دوره کی جاهلان، غله، او داړه ماران د حکمرانۍ په څوکیو ناست و، چی د پیسو په ټولولو، ځمکی، باغونه او د خلکوکورونه به یی لوټل، دولتی ودانۍ یی شخصی کورونه کړل، هر ځای چی به یی کوم سر لیدو، د هغه د پریکولو په فکر کی شول. نو د جهالت په دغی دوری کی، وزیر محمد ګل مومند د علم او فرهنګ لپاره د خدمت اړتیا لیدله، له همدی امله یی د ادبی انجمنونو جوړول او د مطبوعاتو د پرمختګ هڅو ته پاملنه وکړه، نو په دی توګه ګورو چی د لوی محمد ګل مومند ژوند او شخصیت څو اړخونه او بعدونه درلودل، او په هریوه کی یی خپله سیاسی پاملرنه او پوهه ثابته کړه، که دا پوځی ډګر و، که اداری، که د مدنی ټولنی د اساساتو ټینګولو کی، د اقتصادی بنسټ په رغونی کی، د حقوقی نظام غښتلی کولو کی او په اداره کی اصلاحاتو راوستلو کی، او تر ټولو مهمه داچی د ملت جوړونی په دغه ټولو برخو کی یی فعاله او شعوری برخه واخستله.

محمد ګل مومند د ملی هویت پیژندنی، د ملی شعورد ویښولو او د ملت جوړونی هغه کار چی ۵۰۰ کاله مخکی د وطنپالۍ، ملی ځان پیژندنی او ملت جوړونی، هغه بنسټ او مفکوره وه چی سوری شیرشاه او وروسته خوشحال بابا، را مینځته کړی وه، وروزله او پیاوړی کړه. خو توپیر دا و، چی پخوا د ملی مفکوری د پلی کولو دپاره، نور اړین توکی لکه ملی اقتصاد د ستنو شته والی، ملی ادب او کلتور، د ملی شعور او تفکر د ودی لازمه سطحه نه وه لوړه شوی، حال دا چی ملی ټولنه جوړول، روڼ تفکر، شعور، د ژوند لوړه سطحه، هوډ او نه ستړی کیدونکی هڅی غواړی. دا ډول کلک او مظبوط هوډ، او لوړه پوهه د محمد ګل بابا سره ملګری وه.

د ملی ټولنی د جوړولو غوښتنه، دا وه چی قومونه د ملی ګټو د تحفظ دپاره یو موټی او د ژوند د ټولو چارو سره ګډی اړیکی ولری، څرنګه چی لوی پښتون مومند بابا د همدی موخی دپاره زمینه برابره کړه، ځکه چی ملی ټولنه هغه ده، چی اوسیدونکی یی د قومی، ژبنی او اخلاقی توپیرونو سره سره ، ځانونه د تولنی او ټول هیواد غړی وبولی، خپل ګډ تاریخی هویت وساتی، جغرافیوی شتون ته وفادار وی او ملی هیوادنیو ارزښتونو ته ژمن او متعهد پاتی شی.

لوی محمد ګل مومند د ټولنی په ټولنیز شتون کی، موندلی وه چی بیلابیل قومونه، لوی او واړه توکمونه باید یو بل سره نژدی اړیکی ولری او په ګاونډیتوب کی سره ژوند وکړی، لکه چی ترکمن، پښتون، ازبک، تاجک، او هزاره یی سره یی په اړیکو کی نژدی وساتل، دا د ملت سره دده ارت او پراخ نظر، بی تعصبه چلنداو مینی ښکاره بیلګه وه.

خو په دی روستیو کی په ملی افتخاراتو او ارز ښتونو ملندی، د پردو بلوسیدو او قومی تعصباتو ته د لمن وهلو ترڅنګ، د محمد ګل مومند معاندینو، سیاسی وده وکړه او د غرض خاوندانو د وزیر بابا په شخصیت کی، یواځی دده په دغه اقدام سره چی قومونونه یی سره نژدی کړی دی، نیوکی کوی، حال دا چی نوموړی د وګړو د اسکان، د اقتصادی فعالیتونو لپاره د کارد ځواک تنظیم او د ملی یو والی لپاره اداری اقدامات، کاملا د ملی اړتیا له مخی تر سره کړی و، نو اوس یو ځل بیا د ملی ځان پیژندنی، د ملی شعور د پیاوړتیا او د ملی ارزښتونو د ځلولو(برجسته کولو) لپاره، یو بل محمد ګل مومند ته اړتیا لیدل کیږی.

د اداری جوړښت د پیاوړتیا او د قومونو د نژدی کولو دپاره د یو بل هوډ من او قاطع مشرته اړتیا ده، نن هم هاغه ترسره کیږی چی بچه سقو تر سره کړی و.

که وزیرمحمد ګل مومند دیوه ځای خلک، بل ځای کی نه وای آباد کړی، نو نن به افغانستان په جغرافیوی توګه په څو څو ټوټو کی پروت و، او نه به چا د یو افغانستان خبره کولای شوه. دا سمه ده چی د وزیر بابا دا کار، پښتنو ته ډیره مالی او معنوی ګټه ورسوله، خو نن چی د دی ترشا کوم حقایق څرګند شوی، هغه د افغانسان له تجزیه کیدو نه ژغورل دی.

محمد ګل مومند د پښتنو راتلونکی په خپل دقیق نظر، مخکی له مخکی له نظره تیر کړی و، همدا راز یی پښتانه د ښاری ژوند د لارو لټون ته وهڅول، اقتصادی لاری یی ورته پر ګوتو کړی، او پښتنو کی یی د ملی شعورروزلو په وسیله او د یرغلګرو او ښکیلاک ګرو په مقابل کی یی د ډال په توګه ودرول، پښتانه یی د راتلونکی څو لسیزو له ویجاړیو خبرکړل، که دا سیاسی عمل دوام او تداوم موندلای وای، نن به افغانستان، د دشمنانو پرلمسون او لاس وهنی، دی حالت ته، نه وای رسیدلای.

د پوهاند صاحب داکټر حفیظ الله جبارخیل، لیکنه دوام لری.

مکثی بر، سیاست فرهنگی و زبانی دولت ایران درافغانستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.