(د حکمت، ازمیښت او محبت فلسفه)
دا یوه عادي او ستومانه ورځ وه، چې هوډ مې وکړ له ښار، د سیاستوالو له غږونو، له مصنوعي نصیحتونو، اوږدو تشو خبرو او د ځان پوه ښکارونکو خلکو له ډک چاپېریال څخه ځان لېرې کړم.
زه نه د قدرت د نندارو شوقی وم، نه د عقل د دعویدارانو پیرو،
زه یوازې د یو لنډ حقیقت په لټه کې وم،
حتی که د یوې شېبې لپاره هم وای.
په یوه خاموشه کرونده کې، د یوې زاړه ونې تر سیوري لاندې، یو خر ولاړ و،
پښه یې د ونې تنه پورې تړل شوې وه.
ور روان شوم،
په سترګو کې یې داسې غلی پیغام و، چې نه لیدل کېده، خو زړونو ته ئي لاره موندله.
زه ورته نژدې شوم،
پر یوه ډبره کښېناستم،
او ومې ویل:
“ای حيوانه ! خلک پر تا خاندي او وایي ته بېعقله یې. آیا دا رښتیا ده؟”
هغه اوږده شېبه يې ماته وکتل،
بیا یې ورو سر وخوځاوه، لکه چې له خندا ډکه خوږ ه خاموشي یې راباندې وکړه،
او ویې ویل:
“زه هېڅکله د پوهې دعوه نه لرم،
خو هيڅکله دروغ مې نه دي ویلي،
نه مې چا ته خیانت کړی، او نه مې د بل حق غصب کړی.
ته ووايه: ناداني دا ده چې څوک رښتینی پاتې شي؟
که دا چې دوه مخه ژوند غوره کړي او دروغین صورتونه جوړ کړي؟”
ومې ویل:
“خو خلک وایي ته ګټه نه لرې،
یوازې د بار وړي لپاره یې.”
په ژورې چوپتیا کې یې وویل:
“زه لږ خبرې کوم، خو درانده بارونه زغملی شم.
هغوی ډېرې خبرې کوي، خو د بار زغمل نه شي کولی.”
ورنه مې وپوښتل:
“نه ستړی کېږې؟
له دې خاموشۍ، له دې اوږدې ازموینې؟”
ویې ویل:
“ستړیا د ژوند یوه فطري برخه ده،
خو هغه څوک نه ماتوې چې حقیقت ومني.
ازمیښت هغه نه ماتوي چې دا صبر سره قبلوي،
بلکې هغه کسان ماتوي چې د دروغو ماسکونه پرمخ ږدي.
ما د چوپتیا، دروند کار او زغم فلسفه منلې ده،
خو نه مې خیانت کړی، نه مې حرص کړی،
او همدا ماته د روح ارامي راکوي.”
وپوښتلم:
“ته د ژوند په اړه څه اند لرې؟”
ویې ویل:
“ژوند اسانه نه دی،
خو دا سختي انسان ته دا اجازه نه ورکوي چې درنده شي.
زه یو ساده خر یم،
نه مې څوک فریب کړي،
نه مې له چا کرکه کړې،
نه مې د مقام او شهرت سیالۍ ته ورودانګلي.”
د هغه خبرو زړۀ باندې راکوز اثر وکړ،
او زما ذهن ته څو څېرې راغلې:
یو دیني شخص، چې له مناعت او عاجزۍ خبرې کوي، خو انتقاد نه شي زغملی،
یو سیاستوال، چې د خلکو په نامه غږېږي، خو همدوی لوټوي،
یو ځوان، چې پر خره خاندي، خو خپله له خپل ځان ناخبره دی.
ورنه مې وپوښتل:
“ایا تا کله له چا سره مینه کړې ده؟”
په نرمې مسکا یې وویل:
“هو، ډېر محبت مې کړی،
له دې ځمکې سره چې پرې ګرځم،
له هغو انسانانو سره چې سره له سختیو، له ما سره مهرباني کوي،
له هغو زړونو سره چې د نسب پوښتنه نه کوي، خو له مینې ډک دي.
محبت دا نه دی چې شعرونه پرې وویل شي،
بلکې دا دی چې وفاداره پاتې شې،
که هر څو هېر هم شې،
نرمه ژبه وکاروې،
که هر څومره خلک دې درک نه کړي.”
ورنه مې وپوښتل:
“ایا هېله دې لرله چې بل څه وای، نه خر؟”
ویې ویل:
“که اختیار راسره وای،
بیا هم همدا ساده، خاموش او رښتینی خر پاتې کېدل به مې غوره و.
زه د خلکو د کږو نظرونو ته ارزښت نه ورکوم،
دوی یوازې بڼه ویني،
نه نیت.
د دوی جنګونه نه خوښوم،
چې له یوې کلمې پیلېږي، خو تر وینې تویېدو رسیږي.
زه خپل ذات نه پټووم،
نه خپله ژبه بدلوم، نه خپل دریځ.
څوک چې ما رښتینی وپېژني، هغه پوهېږي زه څوک یم.”
ما نور څه نه لرل چې ووایم. چوپ شوم.
خو هغه بیا ماته وکتل او ویې ویل:
“تل دا په یاد ولره،
له ما مه پوښته چې ولې خر پیدا شوی یم،
له خپل ځان وپوښته:
ولې ته انسان پاتې نه شوې؟”
ولاړ شوم، خو مخکې له دې چې لاړ شم، ویې ویل:
“ته د حقیقت په لټه کې یې،
او ډېر وخت،
حقیقت له هغه ځایه پیدا کېږي چې انسان یې هېڅکله ګومان نهشي کولی.
په یوه ډبره کې،
د یوه فقیر په موسکا کې،
یا، د یوه خره په وجود کې.”
ور ته مې ورو ورو وکتل،
په درناوي مې سر ټیټ کړ،
او روان شوم.
خو له ځان سره مې دا احساس یووړ،
چې زه له یوه خره سره نه وم مخ شوی،
بلکې له یوه بیدار وجدان سره،
چې هغه څه یې را زده کړل،
چې شاید په ټول ژوند کې مې نه وای زده کړي.
https://dawatmedia24.com/?p=174615
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.