د زخمي حافظې څاڅکی

مقتصد ستړی

120
دا د هندارې مخ ته ولاړ سړی څوک کېدلای شي؟ فکر کوم دی مې پخوا چېرته لیدلی و. چوپ، خو د سترګو له تله يې د يو عمر کيسه څاڅي.‌ زړه مې بې اختياره ورمات شو. دا څېره ما ته ډېره اشنا وه، لکه د يو خوب ورکه شوې ټوټه چې ناڅاپه سترګو ته راشي.
د هندارې شاته يو بل ژوند غوړېدلی و؛ د کابل انځور. هغه کابل چې د خړو غونډیو او غرونو په غېږه کې پروت دی. د لمر وړانګې په غځیدو دي. بازارونه ورو ورو ژوند ته راپاڅېدل. د پل خشتي زړو کاڼو ساه اخيسته، د کجورو بوی د هوا په څپو کې خپور و‌.
د‌ هندارې مخ ته ولاړ سړی، لکه د همدې ښار يوه ژوندۍ شوې خاطره. په سترګو کې يي د جګړو ګرمې لوخړې، د مينې زړې کيسې، د امېدونو سوړ شمال او د ړنګو خوبونو خړ انځورونه.
په هنداره يي لاس تېر کړ. ښار شاته ورو ورو ژوندی کېده. د اسمايي غونډۍ د خړو ډبرو تر شا، د ګلونو ګېډۍ، شنې ونې، د وزير اکبرخان سرې کوڅې او د شهر نو د بازارونو زړې نښې ټول د سړي مخې ته راڅرګند شول.
سړي يوه نرمه، خو درنه موسکا وکړه. يوه داسې موسکا چې د بابر بڼ د زړو ونو د ساړه سيوري غوندې آرامه وه.
ده، لکه د زړې سندرې غوندې، ورو وويل:
“ته هم د دې ښار يوه ټوټه یې… ته هم د دې زخمي حافظې يو څاڅکی.”
د کابل پسرلی، د ژمي ساړه، د دوبي تاوده بادونه او لکه د مني پاڼې تويې شوې زړې هيلې يې د حافظې له ورکو راويښې شوې. لاس يې ور اوږد کړ، لکه چې غواړي دا شفافه هنداره ماته کړي، په خپل ورک شوي ځان پسې، په خپل ښار پسې یا په خپل تېر عمر پسې؟
سړی ورو ورو، لکه د باد سا، د هندارې له بلې غاړې د خپل تېر، د خپل درد او خپل امېد سره ور ور ورکېده.
خو کابل، له خپلو ټولو ټپونو، د کوچني ماشوم د خندا او ژړا، د زلمي د قلم، د يوې نجلۍ د کتاب اړولو او د زاړه پل خشتي د خاموشه حضور سره، د تل په څېر ژوندی پاتې و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.