لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۳۲۲مه‌برخه

آصف بهاند

150

 

په اوسیلو څه نه‌جوړېـږي

په جرگه راشه چې خبره پاکه شینه

 

په دونیا دوه کارونه نه وای

د ژڼو مرگ، بل د تنکۍ پېغلو ودونه

 

ستا د ټگۍ تسبیح په لاس کې

زه په درکړې شکرانې پېښمانه یمه

 

پۀ ریالونو پسې ورکه

شپـږم اختر دی بې‌له‌تائې تېـرومه

 

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ برابرې شږې دي:

 

ستا د ټگۍ تسبیح په لاس کې

زه په درکړې شکرانې پېښمانه یمه

 

راشه دا نن مې دیدن وکه

سبا به سرې سترگې ولاړ یې نه‌به‌یمه

 

دې راروان اختر ته راشه

خلک دیرش نیسي، ما شپېته نیولې دینه

 

مرض مې گران، علاج اسان دی

په تش دیدن د یار رغېـږم، نه راځینه

 

په اوسیلو څه نه‌جوړېـږي

په جرگه راشه چې خبره پاکه شینه

 

نری نری باران وريـږي

پر ما دې اوري، پر جانان نیسم لاسونه

 

غم دې پر غم باندې زیاتېـږي

نوربە دې غم پۀ غم کې نۀ حسابومه

 

دومره به ستا په نامه کښېنم

چې پر اوربل مې غڼې واچوي تارونه

 

عمر دې بل وطن کې تېر کړ

کلي ته راشه چې رنگین شي ماښامونه

 

که تر اختره رضا نه شوې

زه به گنډلې جامې اور ته واچومه

 

چې څه دې کړل هغه دې وکړل
نور مې څادر پر مخ را خور کړه خوب راځينه

 

پۀ ریالونو پسې ورکه

شپـږم اختر دی بې‌له‌تائې تېـرومه

 

سترگو کچکول مې بېلتون مات کړ

ستا د ديدن خـیر به په څه کې ټولومه

 

د دروازې د زنځیر غږه

مسافر یار رایادوې، تباه دې کړمه

 

د ورونو خور په کور زړه شي

چې مور یې مړه شي، بیا د لارو کوڅو شینه

 

که اسویلي مې رابهر کړل
په دې نږدې کلو به اور ولگومه

 

لیوني سپي رانه چاپېر شول

یاران پهٔ غټو ورته گوري، ما ترې خورینه

 

د کال څلور فصلونه تېر شول

نصيب مې نه شول ستا د سترگو ديدنونه

 

په پلار می بله جرگه وکه

که دریې نه‌کړم، په دا بل سهار به ځونه

 

ما خو دَ زړه ټوټه گڼلې

تا له مجبورې ورځې راکړل پېغورونه

 

پرسر دې شال، مخ دې مشال دی

څلورم کال دی چې میٔن درباندې یمه

 

په دونیا دوه کارونه نه وای

د ژڼو مرگ، بل د تنکۍ پېغلو ودونه

 

د پلار یې سترگو کې روپۍ دي

د لور د ژوند خبره سوچ ته نه‌ورځینه

 

مورې دله میـړه راوکه

د ننگیالیو ښځې کونډې ناستې دینه

 

ټولې‌همزولې مې واده شوې

وطن ته راشه، په نامه دې ناسته یمه

 

زما د ژوند مزې دې یوړې

سمسور دې نه شي ستا د عمر بهارونه

 

ته بې‌اوبو بهار بهار یې

زه لکه لوخه په دریاب کې وچه شوم

 

پیره‌بابا که ته یې واخلې

سړی، سړی نه دی، پرې‌بنده ناسته یمه

 

د چا چې زړه درسره نه‌وي

لاره یې پرېـږده چې په خپله مخه ځینه

 

د غمازانو د خندا شوم

نور د جانان په یارۍ نه‌تړم شرطونه

 

د بېلتانه سره مې جنګ دی

زما د ژوند لونگ یې شنه رېبلي دینه

 

موږ خوشحالي نه‌لرو خلکو

موږ ته مو خپل نصیب راکړي دي غمونه

 

په کوژدن شوې میٔن نه‌سې

ته به یې گورې، بل بې سره ډولۍ کې وړینه

 

د یار مې چاودې ـ چاودې شونډې

چې ورته گورم، خپلې شونډې وچیچمه

 

د مور ملوکې، سرې دې نوکې

په سورسالو کې دې خندا مزه‌کوینه

 

هغه‌شېبه چې را‌په‌یاد شې

کۀ خولۀ مې ډکه لۀ خندا وي، وژاړمه

نوربیا

د لنډیو اصلي منابع خلک دي/ ۱۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.