“په فرعي وچې کې د ځواک موازنه؛ له هند د پوځي برلاسي څخه تر پاکستان د اټومي بازدارندګۍ پورې
(د مهر خبري اژانس، د اسلامي جمهوریت ایران)
د هند او پاکستان ګډه پوله له ۳۳۰۰ کیلومتره زیاته ده. د «ګلوبال فایر پاور» له ارزونې سره سم، چې د هېوادونو د پوځي وړتیاوو رسمي ارزونکی مرجع بلل کېږي، د دواړو هېوادونو د ځواک، ضعف او دفاعي موازنې مهم ټکي دا دي:
د پوځي ځواک د درجه بندۍ له مخې، هند د نړۍ د پوځونو په منځ کې څلورم مقام لري، خو پاکستان دولسم مقام لري. د هند ټول نفوس، چې د دغه هېواد د ځواک یو مهم عنصر ګڼل کېږي، له ۱.۴ میلیارده زیات دی، حال دا چې د پاکستان نفوس شاوخوا ۲۵۲ میلیونه تنه دی. د هند کاري ځواک ۶۶۲ میلیونه تنه دی، خو د پاکستان کاري ځواک له ۱۰۸ میلیونو تنو زیات اټکل شوی دی.
په هند کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه فعال پوځیان شته، حال دا چې په پاکستان کې دا شمېر ۶۵۴ زره تنه دی. د احتیاطي ځواکونو له پلوه هم هند نږدې ۱.۱ میلیونه سرتېري لري، او پاکستان نږدې ۵۵۰ زره سرتېري لري.
د هند کلنی پوځي بودیجه له ۷۵ میلیاردو ډالرو زیاته ده، خو د پاکستان د کلنۍ پوځي بودیجې کچه له ۸ میلیاردو ډالرو کمه اټکل شوې ده. له دې سره، د هند د بهرنیو پورونو اندازه له ۳۷۱ میلیاردو ډالرو اوړي، په داسې حال کې چې د پاکستان بهرني پورونه له ۹۳ میلیاردو ډالرو کم دي.
که څه هم د هند نفوس له پاکستان څخه پنځه چنده زیات دی، خو د نفوس په تناسب د پاکستان د پوځیانو شمېر د هند په پرتله لوړ دی. هند د پاکستان پرتله له لس چنده زیات د خپلو پوځي تجهیزاتو، روزنې او نظامي صنعت پراختیا ته بودیجه ځانګړې کړې ده.
د هند مساحت د پاکستان د مساحت نږدې څلور چنده دی، سربېره پر دې، هند اوږده سمندري ساحلونه لري چې دغه هېواد ته په ځمکنۍ او سمندري کچه د متنوعو ترانزیتي لارو برلاسي ورکوي. هند د ستراتیژیکو طبیعي منابعو څښتن دی، خو دغه منابع یې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي، او همدا وضعیت د پاکستان لپاره هم صادق دی.
هند ۱۸۵۹ تجارتي کښتۍ لري، خو پاکستان یوازې ۶۰ تجارتي کښتۍ لري. همداراز، هند ۳۱۱ هوایي ډګرونه لري، حال دا چې پاکستان ۱۱۶ هوایي ډګرونه لري. د بندرونو له اړخه هند ۵۶ بندرونه لري، خو پاکستان یوازې ۳ بندرونه لري.
د هند او پاکستان نظامي ملګري
پاکستان د خپلو هوايي ځواکونو د پراختیا لپاره له چین او ترکیې سره پراخې اړیکې پیل کړې دي. اسلامآباد له چین څخه د «اف سي -۳۱» جنګي الوتکو د اخیستو هوکړه کړې ده او همداراز له ترکیې څخه د پنځم نسل «قاآن» جنګي الوتکې رانیولې دي. له بلې خوا هند د امریکا او اسرائیلو له پرمختللو وسلو ګټه اخلي او د خپلو کورنیو پوځي ظرفیتونو د پراختیا لپاره جدي هڅې کوي. هند د «تیجاز» په نوم بومي جنګي الوتکې، او همداراز آبدوزونه، زغروال تجهیزات، اوږد واټن ویشتونکي توغندي او پرمختللي دفاعي سیستمونه لري.
دهلي نو په تېرو کلونو کې له امریکا سره خپلې نظامي اړیکې پراخې کړې دي او امریکا یې خپل اصلي نظامي شریک ګڼلی دی. د هند او اسرائیلو ترمنځ هم پراخې همکارۍ د هند د توغندیزو، بېپیلوټه الوتکو او دفاعي سیستمونو په پرمختګ کې مهم رول لري.
د ځمکني ځواک وضعیت
هند ۴۲۰۱ ټانکونه لري، خو پاکستان ۲۶۲۷ ټانکونه لري. د هند زغروال وسایط شاوخوا ۱۵۰ زره دي، خو د پاکستان دا شمېر ۱۸ زره ته رسېږي. د اتومات توپخانې شمېر په هند کې ۱۰۰ واحده دی، خو په پاکستان کې له ۶۶۲ زیاته ده. د هند متحرک توغندیز سیستمونه ۲۶۴ واحده دي، خو پاکستان نږدې ۶۰۰ سکو لري.
هند او پاکستان د ستراتیژیکو وسلو، لکه اټومي سرګلوله وړونکو بالستیک توغندیو، په برخه کې هم سیالي کوي. هند د «اګني» قارهپیمو توغندیو درلودونکی دی چې تر ۵۰۰۰ کیلومترو پورې واټن وهي، خو پاکستان د «شاهین» توغندیو لرونکی دی چې واټن یې له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ کیلومترو پورې رسېږي. د دواړو هېوادونو د اټومي سرګلولو شمېر له ۲۰۰ تر ۲۵۰ ترمنځ اټکل شوی دی.
کارپوهان وايي چې پاکستان خپل اټومي تسلیحات په چټکۍ سره زیات کړي دي، او ارزونې ښيي چې دا هېواد شاوخوا ۱۶۵ اټومي سرګلولې لري او هر کال د ۳۰ نویو سرګلولو د تولید ظرفیت لري. اسلامآباد د «هافت» په نوم اټومي سرګلوله وړونکي توغندي هم لري چې د درې سوه کیلومتره واټن لري، او د دغو توغندیو څلورم نسل تر ۷۵۰ کیلومترو واټن وهي.
دواړه هېوادونه بېلابېل اټومي ویشتونکې وسلې لري، لکه ستراتیژیک بمافکنونه، ځمکنۍ بالستیکي توغندي او له آبدوزونو توغېدونکي توغندي. پاکستان د اټومي وسلو کارول د هند د احتمالي نظامي ماجراجویۍ پر وړاندې د حیاتي بازدارندګۍ وسیله بولي.
د هوايي ځواک وضعیت
د هوايي ځواک له پلوه هند ۲۲۲۹ الوتکې لري، خو پاکستان ۱۳۹۹ الوتکې لري. د هند جنګي الوتکې ۵۱۳ دي، خو د پاکستان دا شمېر ۳۲۸ ته رسېږي. د بریدګرو جنګي الوتکو شمېر په هند کې ۱۳۰ او په پاکستان کې ۹۰ دی. د هند ترانسپورتي الوتکې ۲۷۰ دي، خو پاکستان ۶۴ ترانسپورتي الوتکې لري. هند ۸۹۹ هلیکوپتره لري، خو پاکستان ۳۷۳ لري. د بریدګرو هلیکوپترو شمېر په هند کې ۸۰ او په پاکستان کې ۵۷ دی.
هند ځینې الوتکې لکه «میراژ ۲۰۰۰ اچ»، «سو-۲۰» او «جګوار آی اس» د اټومي وسلو وړو وړتیا ته تعدیل کړې دي، خو د اټومي سرګلولو د لېږد اصلي تکیهیې په ځمکنیو بالستیکي توغندیو ده.
که څه هم د دواړو هېوادونو د هوايي او ځمکني تسلیحاتو شمېر نږدې دی، خو د تکنالوژۍ له پلوه هند برلاسی دی.
د بحري ځواک وضعیت
د اوږدو سمندري ساحلونو د توپیر له امله، د هند بحري ځواک د شمېر او کیفیت له پلوه پر پاکستان څرګند برلاسی لري. هند دوه الوتکې وړونکي بېړۍ لري، چې یوهیې بومي تولید شوې ده.
د هند د بحري تجهیزاتو شمېر ۲۹۳ واحده دی، خو د پاکستان دا شمېر ۱۲۱ واحده دی. هند ۱۸ آبدوزونه لري، خو پاکستان ۸ آبدوزونه لري. د جنګي کښتیو شمېره هم د هند په ګټه ده، چې ۱۴ کښتۍ لري، خو پاکستان ۹. هند ۱۳ ناوشکنونه لري، خو پاکستان هېڅ ناوشکن نه لري. په داسې حال کې چې پاکستان درې ماین پاکونکي کښتۍ لري او هند دا ډول کښتۍ نه لري.
له ايرانی مهر خبری آژانس نه پښتو ته ژباړه او نچوړ: #نصيراحمدڅپاند
“ګرانو لوستونکو، دا چې دا حساسه لېکنه ده او زه مسلکي ژباړن نه یم . که په ژباړه کې کومه تېروتنه یا کمبود وي، لطفاً زما معذرت ومنئ. تر خپلې وسه پوري تلاښښ کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.