د ترکاڼ لور مندرۍ (د ماشومانو کیسه)

هاجره حرکت

157
د سين پر غاړه په یو سمسور کلي کې، يو ترکاڼ د نندارو په نوم خپلې ميرمن سره اوسيده، چې له ډيرو کلونو وروسته يې ميرمن نندارو، اوس ميندواره وه او دا ترکاڼ ډير خوشاله وو.
هر څه چې به نندارو ترینه وغوښتل ده به ورته راوړل.
يوه ورځ دې نندارو وريجې پخ کړې وې، سين پر غاړه ناسته وه، يو چونګې وريجې به يې خوړلې او يو چونګې به يې سین کې کبانو اته اچولې. يو کارغه را والوت او نندارو ته مخامخ د ونې پر څانګه کښيناست، نندارو ته يې وويل:
يو چونګې وريجې راکړه وږی يمه
دلـته راغـلـی لا هم تږی یــمــه
په تش نس پام وکړه ثواب لری
بخيلي مه کړه چې عذاب لری
نندارو کارغه کشې کړ او داسې يې ورته وويل:
ورځه ورځه کارغه مورداره
چــرګې بـچي تـښتـوي واړه
پــه لـوټـولو تـل اخـتـه يــې
په رنګ کې تور ته لکه شپه یې
کارغه سمدستې والوت له سترګو پناه شو او لږه شيبه وروسته له يو غټ انار سره راغی، د نندارو مخې ته د ونې پر څانګه کښيناست، داسې چې په خپله مښوکه به يې د انار څخه يوه دانه وخوړله او بله دانه به یې سین ته ګوزارله.
ميندواره ښځې نندارو، چې کارغه له انار سره ولیده، نو یې انار ته ډير زړه وشو، داسې چې خولې ته اوبه راغلې او کارغه ته يې وويل:
اي کارغه! ماته خو له انار څخه يو چنډه راکړه!
کارغه ورته ځواب ورکړ:
هيڅکله هم نه، تا چې راته یو چونګې وريجې رانه کړې.
نندارو چې کله کورته راغله، ترکاڼ لا له کار نه کورته نه و راغلی، دا ميندواره مور ناروغه شوه او تبې ونیوله. ماښام چې ترکاڼ کورته راغی، ګورې چې نندارو ناروغه ده. ترکاڼ ترينه پوښتنه وکړه:
اي! زما په ګرانې نندارو څه وشو؟
نندارو څو شیبې چوب وه، بیا يې د کارغه کيسه ورته وکړه او داسې ورته وویل:
انار پسې مې زړه وران دی، کارغه انار خوړ او ماته يې ترینه هيڅ هم رانه کړ.
ترکاڼ له کوره ووت، پر خپل قچر سپور شو او د کلی په ټولو بڼونو وګرځيده، چې انار په کې بيا مومی، خو په هيڅ کوم بڼ کې انار پاتې نه وو.
همداسې له کلي ووت او په وړاندې دښته کې، يو ستر بڼ چې شانداره ماڼۍ په کې ودانه وه ورغی.
هر ډول ميوه لرونکې ونې په کې ولاړې وې، ترکاڼ سمدستې د انارو یوې سترې ونې ته وخوت او د انارو په شکولو يې لاس پورې کړ.
خپل څادر یې له انارو ډک کړ، خو يو تر ټولو غټ انار یې ولیده، غوښتل يې هغه هم وشکوي، چې لاس یې ور اوږود کړ، انار په منځ دوه شو او لاندې د ديو پر سینه راولويده، چې د هغه سترګې پټې وې او ویده و، ديو نیغ پر خپل پالنګ کښيناست،پورته يې وکتل او داسې وغړمبیده:
 اي ته څوک يې، چې پرته زما له اجازې مې بڼ ته راغلی يې.
ادمـزاده خــوار او زار شــی
ته لوټمار به اوس پر لار شی
چـې پـه پـټـه شـوکـول کـړې
ته دا ټول په چل او ول کړي
وایــه چـــا یــې رابـلـلـــی
پـورتــه ونــې تــه خـتــلی
ترکاڼ ډير وويريده او ژر له ونې راښکته شو، ګورې چې يو تور رنګه غټ ديو پر پالنګ ناست دی، چې له قار او غصې نه ايشیږې.
ترکاڼ له خپل ژونده له لاس ومينځه او داسې ګڼل چې اوس به يې دا ديو وخوري.
ديو پوښتنه وکړه:
ته څنګه زما بڼ ته راغلې؟
ترکاڼ ځواب ورکړ:
له ډيرو کلونو وروسته زما میرمن ميندواره ده او د هغې انار ته زړه شوی، چې بل ځاې مې پیدا نه کړ، ځکه ستا بڼ ته راغلم. ديو ورته وويل:
ښه ډير ښه، ستا ميرمن چې ميندواره ده، که يې لور وزيږوله، زما به وی او که يې زوي، هغه به ستاسي وي.
ترکان چې ډير ويريدلې و، ژبه یې له ویرې په خوله کې نښتې وه، خو ديو ګواښ وکړ:
که دې میرمن لور وزيږوله هغه به زما وي، زوی مو خپل ځان سره وساتئ،چې راسره ژمنه وکړه او دا وعده به په ياد ساتې. که داسې نه وي، نو همدا اوس دې په هغه ټوره کوټه کې بندي کوم، چې ژوندې به پاتې نه شې.
 ترکاڼ لا نور هم وډار شو، سمدستې يې ومنل او د دیو له بڼ څخه ووت، سیده کور ته ولاړ.
ترکاڼ چې کله کورته راغی، ډيرانديښمن و، نندارو ترينه پوښتنه وکړه:
څه شوې سړيه؟!چې داسې خفه ښکاری.
ترکان نه غوښتل چې نندارو ته حال ووايې، خو هغې بيا بيا پوښتنه وکړه، نو یې له ديو سره خپله وعده ورته وويله، چې که يې لور وزيږوله، ديو ته به يې ورکوي او که زوی و، نو هغه به، د دوي وي.
نندارو څو شيبې چوپ شوه او په زړه کې انديښنه پريوته، له ځان سره یې وويل، چې ټول زما له لاسه وشو، که مې انار نه غوښتې داسې کانې به راباندې نه کيدلې، خو ترکاڼ ته يې ډاډ ورکړ:
 ځه هيڅ خبره به نه وي، موږ ته دي پاک خداي اولاد راکړي.
څه موده وروسته، نندارو ښکلې لور وزيږوله او مندرۍ نوم يې ورته کيښود. ورځې شپې تيريدې، ترکان او نندارو مدام له دیو سره کړي وعدې ته انديښمن وو او مندرۍ ته يې ټول هغه څه زده کول پيل کړ، چې دوي په خپل ژوند کې اړين ګڼل.
 لکه مور به يې پرې څرخه کوله او هم به يې د کميس غاړه پرې خامک کوله، پلار يې له ځان سره د ترکاڼۍ هټۍ ته بيوله او هلته يې ورته له لرګو څخه نانځکې جوړول زده کړل، داسې چې د ټول کلي پر جينکو به يې پلورلې.
مندرۍ ډيره بيداره او هوښياره جينۍ وه، د ټولو کارونو په زده کولو کې به يې زيار ويسته، چې ډير ژر په ټوله سیمه کې د ترکاڼ لور مندرۍ  په نوم خلکو وپيزندله او د لرګو نانځکې مینه وال لرل.
يوه ورځ د کلي له جينکو سره ځنګل ته تللې وه، چې يو سپين ږيرې سړی یې ناببره په لار کې راښکاره شو او مندرۍ ته يې وويل:
پلار ته دې ووايه چې په خپله وعده ولاړ یې که نه؟
مندرۍ چې کور ته راغله، د پلار او مور سره په کارونو کې داسې بوخته شوه، چې د سپين ږيرې پیغام يې له یاده ووت.
دوه درې ورځې وروسته بیا مندرۍ له جينکو سره د ځنګل په منځ کې وه او هغه ويرونکی سپپين ږيری، راښکاره شو، مندرۍ ته يې په شنه لخته پر لاسونو سخت ګوزارونه ورکړل.
 داسې چې مندرۍ لاسونه ټپې شو، نږدي و له درده وژاړي، خو د نورو جينکو تر مخ يې ځان کلک کړ، ډيره په غصه شوه او غوښتل يې چې، سپين ږیري ته سخت ځواب ورکړي، په دې شيبه کې د مور او پلار خبره په ياد شوه، چې ورته ويلي وو:
د مشرانو خلکو تل درناوی کوه. سپين ږيرې ورته وويل:
دا ځل به دې لاسونه ژوبل وې ، مور او پلار چې ستا پر لاسونو د لختو تغمې ووينې، بيا به پوه شي، چاسره چې ژمنه وکړې او هغه پر ځاي نه کړي، سزا به يې داسې درنه وې.
که يې ژر پر ځاي نه کړي،لا به سخته سزا ورپسې وې.
مندرۍ په بیړه د کور پر لور روانه شوه، چې کله پر دروازه ننوته، مور يې ژر خواته نږدې کړه، خو د مندرۍ پر لاسونو یې سرې تغمې يې وليدلې او ژر يې پوښتنه وکړه:
لورې دا ولې، په څه شي داسی ټپې شوې يې.
مندرۍ ځواب ورکړ:
هلته يو سپین ږيري بوډا راغی او په شنو لختو يې، زما پر لاسونو ناببره ګوزارونه وکړل،ويل يې چې پلار ته دې ووايه! کومه وعده چې دې کړې وه، هغه هيره نه کړي، که نه وې درنه سزا لرې.
مور يې حيرانه شوه او د هغه دیو سره یې وعده په ياد شوه، خو لور ته یې وويل:
دا ظالم بوډا څومره بد انسان دی، ده کولې شو، په ارامۍ سره تاته دا خبره وکړې. مندرۍ کړه:
زه هم ملامته يم مورې، چې تيره اونۍ راته وويل او زما له یاده ووتل.
مور يې ډيره خواشینې وه او د مندرۍ پلار له د خپل ترکاڼۍ له کاره، کورته نه و راغلې. ماښام خړه خوريده، چې ترکاڼ کورته راغی، سمدستې نندارو ورته ټول حال بيان کړ اوترکاڼ خپلې ميرمن ته کړه:
دا به هماغه دیو وې، چې له ما څخه يې په جبر او ډارولو سره وعده واخیسته. شپه يې په همدې خبرو او سوچونو سره تیره کړه، چې له لور سره به څه کوي او له دیو څخه خپله لور چيرې پټه کړې.
دوي لا پرې خبرې کولې چې سسا په شنه سهار کې ناببره يو ستر او ويرونکې دیو راښکاره شو. ترکاڼ او نندارو دواړه ډير وويريدل، چې له ديو څخه کوم خوا وتښتې. لورمندرۍ لا ويده وه، خو پلار او مور يې په زاريو ديو ته وويل:
زموږ لور خو ډيره نازولې او ورسره کاري جینۍ ده، هغه زموږ سره په هر کار کي مرسته کوي. بښنه راته وکړه، ځکه پرته له هغې به دواړه ورپسې مړه شو. خو ديو په خپله غوښتنه کلک ولاړ و، تر څو چې  نندارو ورته وويل:
که هغه ستا دا ډارونکې څيره وګورې، نو له ډاره به يې زړه ودريږې. هماغه و چې کله مندرۍ له خوبه پاڅيده، مور او پلار سره يې سبا ناری وکړ، په همدې شيبه کې ورته ديو له ځانه ښايسته ګل جوړ کړ، مندرۍ د ګل په لیدلو ډيره خوشاله شوه او هغه يې په لاس کې واخيست، هماغه وو چې ديو دا جينۍ له ځان سره ويوړه، د مندرۍ سترګې پټې شوې او چې بيا يې پرانیستې په يوه ښکلۍ ماڼۍ کې ناسته وه.
ديو ته يې په ډار سره وکتل، هغه ورته وويل:
ته وروسته له دې له ما سره اوسیږي او دلته به ډيره خوشاله يې، يو کال وروسته کله چې پنځلس کلنه شې، زه او ته به واده وکړو،. بيا يې ورته ډول ډول ميوې او خوراکې توکې راوړل، چې واخله وخوره، خو مندرۍ چې اوس څوارلس کلنه وه، هيڅ يې نه ویل او په سوچ کې وه، چې اوس به څرنګه د ديو له منګولو ځان ژغورې.
مندرۍ له پلار او مور زده کړې وو، چې هر ويرونکي حالت ته وارخطا نه شي، بلکې لومړی سوچ او بيا يې پر وړاندې عمل وکړي.
  له هماغه لومړۍ ورځ يې د ديو کارونو ته کتل، چې هر خوا به تلو راتلو، خو ځان يې ډير غمجن نه ښوده، بلکې کوښښ يې کوو، چې ديو فکر وکړې دا خفه نه ده.
څو شپې يې په همدې سوچونو کې تيرې کړې او يو سهار وختي دیو راغی، مندرۍ ته يې وويل:
زه تر سبا پورې په سفر ځم او دوه ورځې په کور کې نه يم او ته کولې شې، په ماڼۍ کې هر خوا وګرځي، خو يوازې د دغه کوټې دروازه به نه پرانيزې.
هماغه و چې ديو له ماڼې ووت، مندرۍ په ماڼۍ کې هر خوا وګرځيده، تر څو د هماغې کوټې دروازې ته ورغله، چې ديو به هر کله قلف ساتله، په کرار يې د کوټې دروازې خواته قدم کيښود،داسې زيګروي او فريادونه یې غوږ ته ورسیدل، لکه له ژورې څاه نه چې راپورته کيږې.
 سمدستې يې د کوټې دروازې، قلف په کنجې يا کيلي پرانيسته، چې ګورې ډير کسان په ځنځيرونو کې تړلي پراته دي.
 دغه تړل شوي کسانو په پرانیستلو يې پيل وکړ، دولس کسان و، هره يوه چې به يې پرانيسته، هغې به د خپلو تړل شویو لاسونو او پښو له ټپونو سرټکوو،
مندرۍ ټولو ته وويل:
دا ولې تاسې په داسې حال کې ياست؟
ټولو په يو غږ وویل:
دا ډير ظالم دیو دی،موږ يې له ډيرې مودې راهیسې دلته په بند کې اچولې يوو، اوس بايد د ديو منځه وړلو له پاره يو پلان جوړ کړو، که نه وي بيا راپسې کورته راځي او وژنې مو.
دوي ټولو په دې خبرې وکړې،چې ديو خو ډير زورور او قوي دی، کومه لار به ښه وي، په پاي کې دا غوره وګڼله چې په ګډه د ديو ماڼۍ په دروازه کې داسې يوه ژوره کنده وباسې، چې ډير اور په کې بل کړي او د ديو له کوره تر ټولو غټ ديګ راوړي، له تيلو یې ډک پرې کيږدې،چې ديو راشي او په کې ولویږې نو به وسوزي او دوې به یې له غمه خلاص شی.
تر دې ګړۍ مندرۍ د دوي خبرو ته غوږ وه، په پاې کې ورته وويل:
دا ښه خبره ده، چې ژوره کنده وباسو، خو د دروازې په ځاي به، د ماڼۍ مخ ته د هغه چمن خواته کنده وباسو او پر سر به یې نرې خاوره واچوو، زه چې د ترکاڼ لور يم او له لرګو څخه مې نانځکې جوړې کړي، ستاسې په مرسته به د خپل ځان په اندازه نانځکه جوړه کړم، شال به يې پر سر واچوم، چې ديو فکر وکړي، زه يم، د دغه ژورې څاه پر سر چې په ستر ديګ کې به تيل ايشيږې، دا نانځکه ودروم.
د دغه بندي شويو کسانو له منځه يو تن د پادشاه او د هغه د وزير زوي هم وو. هغوي ټولو په کار پيل وکړ، مندرۍ ته يې د نانځکۍ له پاره لرګي راوړل او هم  يې د ديو له کوره تیشه او رنده راواخیسته، چې په يوه نيمه ورځ کې، مندرۍ نانځکه جوړه او په ټاکلې ځاي کې ودروله.
د ديو د راتګ وخت معلوم و،ټول پوهيدل چې اوس ديو رارسیږي. مندرۍ په خپل لاس د جوړې شوې نانځکې پر سر خپل شال غوړولې و، ديو چې پر دروازه راننوت سمدستې د نانځکې په لور روان شو او ډير خوشاله و، چې مندرۍ ورته شال پر سر ولاړه ده.
داسې يې پرې غږکړ:
دا دی زه راغلم مندرۍ! همدا خبره يې په خوله کې پاتې شوه او ديو ژورې څاه ته ولويد، سر يې د ديګ په منځ کې ننوت چې تيل په کي اييشيدل او په دې ډول مندرۍ نه يوازې ځان بلکې ټول بنديان وژغورل.
د پادشاه زوي یا شهزاده د مندرۍ سخت مینه وال و او چې پادشاه خبر شو، زوي يې چې دا دومره موده ورک و، د يو ترکاڼ لور وژغوره، نو يې د ترکاڼ کور ته په ډيرې خوشالۍ جرګه وليږله، چې بيا شهزاده د ترکاڼ لور مندرۍ سره واده وکړ.
پاي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.