سازمانونه د ستونزو د حل، نوښت ته د لارې هوارولو، او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړېږي. ښايي تاسې هم د یوه مدیر په توګه دا تجربه لرلې وي، چې یوه ستونزه راولاړه شي، خو مناسبه یا نوې حللاره پیدا نه کړی شئ. په دا ډول حالتونو کې، د فکري طوفان میتود یوه ډېره ګټوره لاره ده.
فکري طوفان هغه طریقه ده چې خلک سره راټولي، خپلې نظریې او وړاندیزونه له یو بل سره شریکوي، او دا لړۍ تر هغه دوام پیدا کوي، څو یوه اغېزمنه حللاره ترې پیدا شي. دا طریقه د «هر سر یو عقل لري» د متل عملي بېلګه ده.
فکري طوفان څه مانا لري؟
د فکري طوفان میتود یا تخنیک (Brainstorming) لومړی ځل د الکس آزبورن (Alex Osborn) په نامه یو امریکایي تبلیغاتي مدیر معرفي کړ. له هغه وروسته دا طریقه لا پراخه او پرمختللې شوه، تر دې چې اوس د ستونزو د حل یوه مشهوره او اغېزمنه لاره ګڼل کېږي.
په مدیریت کې فکري طوفان د هغو تخنیکونو له ډلې دی، چې له کارکوونکو سره په ګډه د ستونزو د حل لپاره ترې استفاده کېږي. په دې بهیر کې د ډلې غړي پرته له کوم قضاوت یا نیوکې خپل نظریات وړاندې کوي، او دا نظریات ژر ژر ثبتېږي. څومره چې نظریات زیات او خلاقانه وي، هغومره د حل لپاره غوره انتخابونه رامنځته کېږي.
د فکري طوفان موخې او ګټې
۱. د کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ روحیه پیاوړې کوي
۲. د ټیم غړي هڅوي چې خپلې نظریې له ډار پرته شریکې کړي
۳. خلاقیت، نوښت او ابتکار ته وده ورکوي
۴. د ستونزو د حل مهارتونه پراخوي
۵. غوره حللارې له ګډونوالو سره په ګډه پیدا کوي
۶. د کارکوونکو د ارزښت احساس او رضایت لوړوي
۷. نوې، ځانګړې او عملي نظریې رامنځته کوي
د فکري طوفان د غونډې شرایط
- غوره ده چې ګډونوال له ۶ تر ۱۲ کسانو پورې وي، سربېره پر مدیر او یوه منشي چې نظریات د غونډو په کتاب کې ثبت کړي.
- که ګډونوال ډېر وي، نظریات به زیات وي، خو تنظیم او تحلیل به ستونزمن شي.
- که ګډونوال کم وي، نظریات به هم لږ وي او خلاقیت به محدود شي.
- باید داسې کسان ګډون وکړي چې مختلف تخصصونه ولري، تر څو مسئله له بېلابېلو زاویو وکتل شي.
- هر ډول نظریات باید واورېدل شی، ځکه نظرونو کې توپیر خلاقانه فکر ته لار هواروي.
د فکري طوفان مهم اصول
۱. هیڅ نظر باید ونه رد یا نقد شي: هدف د نظریو راټولول دي، نه ارزونه.
۲. ټول نظریات باید ثبت شي، حتی که ساده یا ناپییل ښکاري: ځکه یو نظر ممکن د بل نظر زیربنا وي.
۳. هدف د نظریاتو زیاتوالی دی، نه فوراً د کیفیت ارزونه: وروسته ارزونه کولی شو.
۴. هیڅوک باید د نظر “مالک” ونه ګڼل شي: نظرونه د ټول ټیم ګډ ملکیت دي، نومونه مه ورسره لیکئ.
معکوس فکري طوفان څه شی دی؟
معکوس فکري طوفان د فکري طوفان یوه بله بڼه ده. په کې د حللارې پر ځای دا پوښتل کېږي چې ستونزه څنګه لا پسې خرابولی شو؟ بیا دا نظریات ارزونه کېږي او له هماغه منفي لارو، مثبتې حللارې جوړېږي.
بیلګه:
ستونزه: څنګه د زده کړې کیفیت لوړ کړو؟
معکوس پوښتنه: څنګه د زده کړې کیفیت کمولی شو؟
مثلاً:
- له ارزانه وسایلو کار واخیستل شي
- د زده کوونکو نظرونه له پامه وغورځول شي
- ویډیوګانې له کمو وسایلو سره ثبت شي…
وروسته دا نظریات بېرته ارزول کېږي، او اصلي حللارې ترې راوتلی شي.
د فکري طوفان د تطبیق ساحې
فکري طوفان یوازې د مدیریت لپاره نه دی، بلکې د مختلفو برخو ستونزو ته هم حلونه وړاندې کولی شي، لکه:
- د نویو محصولاتو رامنځته کول
- د تولیدي پروسو اصلاح
- د بازارموندنې او خرڅلاو زیاتوالی
- د کیفیت لوړونه
- د سازماني ستراتیژۍ ټاکل
- د کارکوونکو د منابعو ښه اداره
- د کارکوونکو هڅونه
- د مشتریانو د رضایت زیاتونه
وروستۍ خبره
فکري طوفان یوه اغېزمنه، ګډه او ساده طریقه ده، چې نه یوازې د ستونزو حل ته لار برابروي، بلکې د کارکوونکو ترمنځ همکاري، نوښت او ارزښت ته هم وده ورکوي.
د فکري طوفان د غونډې فارمټ (چوکاټ)
۱–د غونډې بنسټیز معلومات:
شماره | موضوع | |
1 | د غونډې نوم | |
2 | د غونډې هدف | |
3 | نیټه | |
4 | وخت | |
5 | ځای | |
6 | ګډونوال | |
7 | د غونډې مشر / تسهیلونکی | |
8 | منشي (د نظریاتو ثبت کوونکی) |
۲– د غونډې اجنډا:
شماره | اجنډا کې شاملې موضوعګانې |
1 | د خرڅلاو زیاتوالی، |
2 | د مراجعینو شکایتونه |
3 | د کارکوونکو انګېزه |
4 | نوې پروژه |
5 | نوښت |
۳- د غوندې وخت او ځای:
د غونډی وخت | د غونډې ځای | نيټه |
۴-د غونډې ګډونوال:
شماره | نوم | دنده | څانګه |
1 | |||
2 | |||
3 | |||
4 | |||
5 |
۵-د غونډې هدف / ستونزی:
مثال: څنګه کولای شو د مشتریانو شکایتونه کم کړو؟
۶-د فکري طوفان قواعد:
- قضاوت نه کېږي.
- هر نظر مهم دی.
- ازاد فکر وکړئ – حتی عجیب نظریات هم ښه دي.
- د نورو نظریو پراخونه وکړئ.
- شمېر مهم نه دی، تنوع مهمه ده.
۷-د نظریو ثبت جدول:
شماره | د نظروړاندې کوونکو نظرونه |
۸-غوره شوې نظریې (د تطبیق وړ):
غوره نظر | د غوره نظر د غوره کېدو دلیل |
۹-د راتلونکو اقداماتو پلان(Action Plan)
|
||||||||||||||
—————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————-
۱۰-یادښتونه او وړاندیزونه:
—————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————————-
———————————————————————————————————————-
سرچینه: www.dekami.com ایراني سایټ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.