لاسي صنایع، ډولونه یې او اهمیت ته یې کتنه(په افغانستان کې)
Handicrafts, its types and an overview to its importance in Afghanistan
سریزه:
په اوسني عصر کې چې کوم اقتصادي پرمختګونه ګورو او همدا شان د ژوند سهولتونه او اسانتیاوې په نظر راځي نو دا هر څه پخپله نه دي پیدا شوي، په دې ټولو کې د ژمنو، خواریکښو او تکړه انسانانو رول دی او د هغوی د هڅو برکت دی چې نن سبا مونږ او تاسو د عصري وسایلو او پرمختګونو سره ژوند کوو. همدارنګه لکه څنګه چې انسانان په استعداد، قد او رنګ کې مختلف دي همدا شان د نړئ هیوادونه هم د کاري مهارتونو، طبعي زیرمو او ظرفیتونو له زاویې نه مختلف دي، ځینې هیوادونه په یو برخه کې قوي تولیدي ظرفیت لري او ځینې نور مختلفو نورو برخو کې او ددې هر څه تر شا فلسفه دا ده چې الله جل شانه د انسانانو پشان د نړئ هیوادونه هم یو بل سره د اړتیاوو او مهارتونو له کبله تړلي او مرتبط کړي دي. د هر هيواد په ملې اقتصاد کې بيلا بيل سکتورونه شامل وي ، لکه کرهڼه ، صنعت ، سوداګري ، عامه خدمات (صحت ، ښوونه او روزنه ، ترانسپورت ، مخابرات او نور) ، چې د هيوادونو د ځانګړو خصوصياتو له مخي د هر سکتور دريځ په ملي اقتصاد کې توپير کوي د بېلګي په توګه د چاپان د هيواد اقتصاد عموماَ د صنعتي توليداتو په صادراتو پیاوړی شوی دی ، حال دا چې يو شمير خليجي هيوادونه د نفتو صادرونکې هیوادونه دي ، د استراليا په ملي اقتصاد کې د مالدارئ محصولات لکه وړئ ، غوښه ، پشمي منسوجات او داسي نور رول لري ، خو د مصر هيواد په ملي عوايدو کې توريزم یا ګرځندوی صنعت مهم بلل شوی دی خوشبختانه زمونږ د هیواد افغانستان نوم هم چې چرته یادیږي نو فورا ذهن ته د وچو میوو او همدا شان لاسي صنایعو خبره راځي او دا ځکه چې زمونږ په ګران هیواد کې د لاسي صنایعو په تولیدي برخه کې استعدادونه شته که د صنعت په تعریف راتاو شو نو ویلی شو چې صنعت دخامو او لومړنيو موادو د بڼې بدلون اوترلاسه كول دي چې د وګړو په كاركېدو او استفادې له پاره په هغوكې تغیر او صنعتي عمليه ترسره كېږي د بيلګې په توګه كه لرګي د خاموتوكيو په توګه وبولو ، كله چې تركاڼ له هغه څخه كړكۍ ، مېز او دروازې اويا نورڅه جوړوي ، نوهمدا د صنعت له پروسې څخه عبارت ده په دې توګه د منګي جوړول له خټوڅخه، د بوټانو ، څپليو،له ګنيو څخه د بورې او ګوړې جوړول ، له شړشم اوپومبه دانې څخه دغوړيو ايستل او نور ټول د صنايعوڅرګندې بېلګې دي .
د یادونې وړ ده چې زمونږ هیوادوال لا تراوسه د عصري صنعتي دستګاوو او پرمختللي وسایلو څخه بې برخې دي ولې بیا هم په ابتدایي صنعتي برخه کې خواریکښ دي، د صنعت د اهمیت په برخه کې چې صنعت څومره مهم دی که د نړئ اقتصادي تاریخچې ته نظر وکړو نو د مالدارو هیوادو پرمختیايي تجربه ښيي چې اقتصادي پرمختیا چې په صنعتي هیوادونو کې رامنځته کیږي هغه د صنعت سره تړل کیږي.نه یواځې لویدیځ هیوادونه بلکه کوم د پام وړ پرمختګ چې تایوان، مالیزیا، هانګ کانګ او کوریا هیوادونو کې په تیرو لسیزو کې شوی دی د دوی پرمختګ ته هم د صنعتي پرمختګ نوم ورکول شوی دی.ددې نه ښکاره مالومیږی چې نن سبا صنعتي سکتور د اقتصادي پرمختیا کیلي ګڼل کیږي. د اوسنئ معاصرې دورې اقتصادپوهان اوس پدې باور دي چې که پرمختیايي هیوادونه غواړي چې خپله پسماندګي او فقر ختم کړي نو هغوی باید صنعتي سکتور ته زیاته پاملرنه وکړی او د عصري صنعتي دستګاوو سره ځآن اشنا کړي او دا ځکه چې د صنعتي پرمختګ په نتیجه کې د استهلاکي اجناسو او پانګه ایزو اجناسو تولید زیاتیږي او همدا شان زیربنایی پروژې هم ورسره زیاتیږي، نو دا خبره په واضحه توګه کولای شو چې صنعتي پرمختګ په اصل کې د اقتصادي پرمختګ په هر اړخ باندې تاثیر غورځوي چې د افغانستان غوندې غریب هیوادونه ورته باید له حده زیاته توجه وکړي دا ځکه چې صنعت د هيواد دننه خام توکې پروسس کوي او په کار تمامو اقتصادي توکېو يي بدلوي ، چې د خلکو اړتياوي ورباندي پوره کېږي همدا شان چې صنعتي پرمختګ د اقتصادي پرمختګ لپاره د مقدمې شکل لري او ویلای شو چې د اقتصادي پرمختګ په خاطر صنعتي کیدل پیلول او ورته پاملرنه کول ډیر ضرور دي. د هغې ورځې د لیدو په هیله چې افغانستان د صنعت له پلوه په ځآن متکي، فقر ترې په بشپړه توګه ختم او همدا شان د هیواد په ټولو ولایتونو، ولسوالیو او لریو پرتو سیمو کې هم خلکو ته د ژوند تر ټولو ښه وسایل برابر شوي وي.
د موضوع د څېړلو موخه: د څېړنه د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت په حکم تر سره کیږي چې موخه یې دا ده چې په افغانستان کې د لاسي صنایعو په سکتور باندې نظر واچوو، ډولونه یې تشریح شي او همدارنګه په اقتصادي ارزښت یې خلک پوه شي.
د موضوع د څېړلو میتودولوژي: د موضوع معلومات په ثانوي معلوماتو باندې ولاړ دي او دا یوه تشریحي(Descriptive) څیړنه ده.
پخوانیو لیکنو ته منطقي کتنه!
د تېرو څیړونو په لړ کې وایو چې داخل د افغانستان کې د لاسي صنایعو په رابطه کوم معتبر تحقیق ندی شوی البته په نړیواله کچه څېړنې شوي دي چې دلته د یو څو څېړنو یادونه کوو.
برايس په ۱۹۶۰ م کال خپله څيړنه تر سره کړه ، نوموړي عالم وايې چې د يو هيواد رښتني او حقيقي پرمختګ صنعتي سکتور ودې او انکشاف پوري اړه لري ، يعني که يو هيواد غواړي چې اقتصادي پرمختګ وکړي نو هغه هيواد بايد لمړی د صنعت په سکتور کې پانګه اچونه وکړي ، هغه په خپلو تحقيقاتو کې وويل چې د غربت او فقر د لمنځه وړلو لپاره اساسي حل لاره د زراعت سکتور پرځاي صنعت سکتور ته انکشاف او پراختيا ورکول دي(برایس برتانوي عالم،مطالعات په ۱۹۶۰ میلادي کال کې،نړیوال چاپي مقاله،(volume 1 issue 4, October 2017(
ليمفټر په ۱۹۷۳ م کال کې د خپل تحقيقاتو په برخه کې چې د صنعت سکتور په برخه کې ترسره کړې وې وويل چې صنعت په ښکاره ډول له ټولنې او اقتصاد سره ټينګه رابطه لري ، ټولنه او اقتصاد بيا د يو هيواد په افتصادي پرمختګ کې عمده نقش لري ، بغير له صنعتي سکتوریزې ودې او انکشاف څخه هيواد پرمختګ نشي کولائ ، ځکه د صنعتي سکتور ودي او انکشاف سره خلکو ته د کار زمينه مساعديږي ، د خلکو د عايد سطحه لوړيږي او هيواد د نيکمرغئ خواته ځي چې ور سره هيواد هم په اقتصادي لحاظ غښتلي کېږي.Heidi limpert) امریکايي عالم،مطالعات ۱۹۷۳ میلادي کال)
ټايټ په ۱۹۷۰ م کال کې خپله څيړنه د صنعت سکتور په برخه کې ترسره کړه ، نوموړي عالم وايې : د يو هيواد بيکارئ د لمنځه وړلو لپاره اساسي د حل لاره د صنعتي سکتور په برخه کې پانګه اچونه کول دي ، ځکه چې د صنعت سکتور کې پانګه اچولو په صورت کې خلکو ته د کارزمينه مساعديږي ، د خلکو د عايد سطحه لوړيږي ، د خلکو د ژوند سطحه لوړيږي او هيواد د نيکمرغي خواته حرکت کوي.joseph Broz tito)، مطالعات په ۱۹۷۰ میلادي کال کې).
تېرو لیکنو او څېړنو ته په کتو دې پایلې ته رسیږوچې د صنعتي سکتور وده او انکشاف څخه پرته هيوادونه هيڅکله هم پرمختګ نشي کولی ، ځکه صنعتي سکتور دی چې ټولنې ته د کار زمينه برابروي ، د ټولنې د افرادو د عايد سطحه لوړيږي ، ټولنې ته توليدات وړاندي کوي او دا د صنعت سکتور دی چې پرمختللي هيوادنو ته يې نن په نړئ کې پرمختګ ورکړی دی
صنعت څه ته وايي:
صنعت په لغت کې جوړولو ته وايې ، چې د عربي ژبې له (صنع) څخه اخيستل شوي ده ، يعني د يوشي جوړول او په لاس باندي د يو شي بڼې ته بدلون ورکول په اصطلاح کې صنعت د انسانانو د استفادي او اړتياوو د پوره کولو په موخه د اشياوو او موادو د استحصال او د بڼي بدلون. په اقتصادي ادبياتو (اصطلاح) کې له خامو موادو يا نيم کاره توکو څخه د يو ضروري جنس پروسس يا د اقتصادي جنس يا خدمت توليد ته صنعت وايې یا صنعت د وګړو د استفادې په خاطر د خامو او لومړنيو موادو د شکل بدلون دی ، چې د استفادي د وړتيا په خاطر په دغو لومړنيو موادو باندي د صنعت عمليه ترسره او شکل يې تغير کوي لکه همدا اوسمهال کونړ کې د لرلګیو څخه مېزونه، کړکئ، چپرکټونه، چوکئ ،دروازي او نور د ژوند د اړتیا وړ شیان جوړیږي ، د ننګرهار په شمول په اکثره نورو ولایتونو کې د بوټانو جوړول ، له خټو څخه د منګي ، مټي ، ګټو او نورو شيانو جوړول او همداسې نور چې مونږ او تاسو یې روزمره ژوند کې ګورو صنعت دی.
– د صنايعوډولونه :
د صنعتي سکتور اساسي موخه دا ده چې څنګه انساني نړئ ته د ژوند ښه وسایل چمتو شي او د نړئ د انسانانو ژند باسهولته شي. صنایع هم بیلابیل ډولونه لري لکه د خوراکي توکو صنایع ، د كاغذ صنايع ، د درملوصنايع ، ، د اوسپنې اوتخنيكي چاروصنايع اوداسې نور.همدا شان د بشري ځواك د لګېدو ، ميخانيكيت ، د انرژۍ د سون اود توكيو د لګښت ، ارزښت ، حجم اودروندوالي له مخې صنايع په دوه برخو وېشل كېږي : دروند صنعت او اوسپك صنعت .
درانده صنايع لكه د كانونو ايستل ، د اوسپنې وېلې كول ، د فولادو توليد اونوردي . سپك صنايع لكه خوراكي توكي ، اوبدل ، د مېوې سمون او نوردي . دغه وېشنه ډېرلرغونتوب نه لري . همدارنګه صنايع د تكنالوژۍ له مخې هم سره بېلولاى شو، نو ځكه يوه بله وېشنه چې اوږده تارېخي سابقه لري بايد تشرېح كړو. په دغه وېشنه كې د ټكنالوژۍ ډول ، د توليد اندازه ، د كارګراوصنعتګر رول، د توليد د چلند بېلګې ، پېچلتيا اونورمسائل رول لري چې په دې ډول ده .
۱ – ماشيني ( عصري ) صنايع
۲ – لاسي صنايع
۱ – ماشيني صنايع : د اتلسمې ميلادي پېړۍ په پيل كې په اروپا كې د لومړي ځل له پاره په انګلستان كې د بخارماشين رامنځ ته شو چې همدا په حقيقت كې د صنعتي انقلاب پيل وو . د ماشين د پيدايښت نېټه همدا د اتلسمې ميلادي پېړۍ پيل ګڼل كېږي ، چې همدې صنعتي انقلاب د بشري ټولنوبڼه بدله كړه .
وروسته تر صنعتي انقلاب ورو ورو صنعت له لاسي بڼې څخه ماشيني عصري بڼې ته ولېږديد . له ماشين څخه په استفادې توليد كتلوي ( د ګڼوموادوتوليد ) بڼه ونيوه ، چې په صنعت كې يو ژوربدلون راغۍ .
۲ – لاسي صنايع : لاسي صنايع هغه صنايعو ته ويل كېږي چې په هغه كې د يوتوليد ټول يا بعضې مراحل په لاس يا لاسي وسايلو او ابزاروسره ، د هري منطقې د اوسېدونكو د هنري ذوق اوفرهنګ په چوكاټ كې صورت مومي . د لاسي صنايعواصطلاح يا لاسي صنعت په هغه اقتصادي څانګې پورې اړه پيداكوي چې په هغه كې د وړو او لويوتصديوپه واسطه د جنسونو توليدات منځ ته راځي ، چې زياتره ئي خپلواكې وي . كله چې انسان په لومړنيو لاسي صنايعوپيل وكړ له هغه راهيسې زښت زيات كلونه وتلي . په لرغونو وختوكې د لاسي صنايعوتوليدات ساده لوښي ، چاكوګان ، لور ، غېشي ، يوم ، ځيني ساده ګاڼې او زیورات او نور وو . هېره دې نه وي چې اوس هم لاسي صنايع په ګڼ شمېر هيوادونوكې شته . آن دا چې په يوشمېر ډېرو پرمخ تللو هېوادونوكې هم لاسي صنايع لا خپل ارزښت لري ، اوځينې لاسي صنايع تر ماشيني صنايعو ډېر ګران او د ډېرزيات ارزښت وړ دي . زمونږ هیواد افغانستان هم د لاسي صنایعو د مهارتونو له زاویې څخه غني دی خو متاسفانه مناسب شرایط ورته برابر ندي چې له دغې صنعت څخه اعظمي ګټه واخستل شي.
په افغانستان کې لاسي صنایع او د لاسي صنايعو اهميت :
پوهیږو چې اقتصادي جریان زنځیري شکل لري او ټول عناصر یو د بل پورې تړلي دي. لکه د لاسي صنایعو له لارې زمونږ اکثر هیوادوال خپل ځآنته عواید پیدا کوي، د عوایدو پیدا کیدو سره ځینې برخه مصرف کوي او ځینې سپما کوي، د مصرف سره تقاضا لوړیږي د تقاضا د لوړیدو سره بازار کې اقتصادي جریان تیزیږي او عرضه ورسره لوړیږي او په عموم کې اقتصادي چرخه د پرمختګ په لور تیزیږي.تر څنګ یې لاسي صنایع کاروبار د بې روزګارئ په کمښت کې مهم رول لري، د کلتوري ارزشتونو له نګاه اکثر سیل کونکي افغانستان ته راځي او د افغانستان څخه غالئ، جانمازونه، لیمڅي وغیره د کلتوري نښو پخاطر هم وړي په افغانستان كې ډول ډول لاسي صنايع توليدېږي چې يوڅه اندازه يې بهرنيو بازارونوته د خرڅلاو لپاره استول كېږي . كولاى شو ووايو چې په افغانستان كې په سلګونو نوع لاسي صنايع توليدېږي مهم اقلام يې چې د افغانستان د ملي عايد مهمه برخه تشكيلوي عبارت دي له:
فلزکارئ صنعت | دستکول جوړولو صنعت | د ترکاڼي صنعت | د زرګرئ صنعت | د غالیو صنعت | د ټغرو صنعت | د لیمڅي صنعت |
د سطرنجئ صنعت | د قره قل صنعت | د پوزي صنعت | د کولالئ صنعت | د خامک دوزئ صنعت | د وړیو څخه د تار جوړولو صنعت |
- د غاليوصنعت: غالیو اوبدلو صنعت په افغانتسان کې ډېر مشهور دی. د افغانستان غالئ د رنګ د پوخوالي ، دوام ، مقاومت او ډيزاين په لحاظ په خارجي بازارونوكې د خالصو وړیود اوبدلو له کبله زيات علاقمندان لري
- د ټغرو صنعت :ټغر د افغانستان مهم لاسي صنایعو تولید دی او په افغانستان كې د ټغرو د توليد په لحاظ د بدخشان ، بلخ ، هرات ، غور، باميان ، غزني اوكابل ولايتونه زيات شهرت لري.
- د لېمڅي صنعت: لیمڅي زمونږ د هیواد د لاسي صنایعو مهم تولیداتو څخه دي. د كندهار او هرات ولايتونه د لېمڅيو د صنعت په لحاظ د زيات شهرت درلودونكي دي.
- د سطرنجي صنعت: سطرنجي هم د هېواد د لاسي صنايعوله جملې څخه شمېرل كېږي او د هېواد په ځينې برخوكې ئې توليدات رواج لري چې په دې برخه كې موږ كولاى شو د جبل السراج نوم واخلو.
- د قره قل صنعت: د قره قل پوستكي د افغانستان د صادراتو مهم قلم تشكيلوي اوپه نړي كې د خورا ښې پېژندګلوي درلودونكي دي . د قره قل پوستكي د رنګ اوخواصوله مخې په څوډوله دي چې مهم يې د سور ، خليلي ، شهابي ، كبودچه اونوروڅخه عبارت دي.
- د تركاڼي صنعت : دې صنعت په واسطه تركاڼان ډول ډول تعميراتي لوازم لكه دروازې ، كړكي ، الماري توليدوي او له دې لارې خپل عواید تر لاسه کوي لکه د کونړ ولایت لرګین تولیدات
- د زرګري صنعت: افغانستان کې زرګري درې قسمه ده لکه طلا كاري ، نقره كاري اوبرنج كاري څخه عبارت ده . ښځینه طبقه یې زیات استعمالوي. اوسمهال کابل، جلال آباد، هرات و مزار د زرګرئ صنعت و ډیزاین کارئ کې نوم لري
- د پوزي صنعت: دا صنعت هم د هېواد د لرغونوصنعتونوله جملې څخه دي چې د هېواد په ګوټ ګوټ خصوصاً پكتيا ، ننګرهار ، كندهاركې داصنعت زيات رواج لري
- د دستكول جوړولوصنعت: د دې صنعت د صنعت كارانوپه وسيله ښكلي ښكلي دستكولونه اولاسي بكسونه د افغانستان په ګوټ ګوټ كې توليدېږي .
- د فلزكاري صنعت: افغانستان کې فلزکاري مختلف ډولونه لري لکه حلبي سازي(چای جوش، سطل و منقل وغیره)، مس ګري صنعت(کاسه، طشت و غیره)، پښګري یا آهنګري(څټک، تبر، بېل، آره ګئ وغیره) .
- د كولالي صنعت: کولالي تولیدات وطن کې مشهور دي لکه: پيالې ، چاينكې ، قنداني آب كشي ، كاسې ، جګ ، كوزې اوداسي نور
په افغانستان کې د لاسي صنایعو په وړاندې سترې ستونزې عبارت دي د کافي پانګې نه شتون، اقتصادي بې ثباتي، د لاسي صنایعو برخه کې د سالم مدیریت نه شتون، دحمل او نقل ستونزې، د بهرنیو تولیداتو سره د رقابت د وړتیا نه لرل، د صادراتي تعرفو د مقدار زیاتوالی او د خامو موادو د پروسس د مرکزونو نه شتون دي. افغانستان کې د لاسي صنایعو د تولیداتو اړوند کافي مهارتونه او استعدادونه شته چې باید په هر صورت کې حمایه شي او ورسره کومک وشي له یوې خوا به خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د کورنیو د عوایدي فرصتونو د ایجاد په صورت کې د ملي عوایدو اندازه هم پورته ولاړه شي. لاسي صنایع نن سبا زمونږ د ګران هیواد افغانستان شناخت او پیژندګلو هم ګرځېدلې ده او د لاسي صنایع او وچو میوو سره فورا د بهرنیانو ته د افغانستان نوم ذهن ته ورځي. زمونږ ګران هیواد کې باید د لاسي صنایعو د اولیه موادو لكه پوست ، وړي ، پنبې ، لرګي ، طبيعي رنګونو او نورو له پاره مناسب بازارونه پیدا شي، ځكه چې د لاسي صنايعو د عدم رشد په حالت كې د دغه موادومصرف هم د كمښت سره مخامخ كېږي .
پایله
زمونږ ګران هیواد افغانستان د لاسي صنایعو په تړاو ډېره اوږده تاریخچه لري او د پخوا څخه یې خلکو د خپلو کورنیو اړتیاو د رفع کولو په موخه دغه صنعت سره ځآن تړلی ده. افغانستان کې د لاسي صنایعو برخه کې افغانستان کې د لاسي صنایعو له لارې کورنئ خپل ځآنته عواید پیدا کوي او همدا شان د خپلو اړتیاو د رفع کولو لپاره یې مصرفوي چې دا په خپله د ملي اقتصاد چرخه همداسې روانه ساتي. په افغانستان کې په نمونوي توګه د فلزکارئ صنعت، د دستکول جوړولو صنعت، زرګري، کولالئ صنعت، خامک دوزئ صنعت، د وړیو څخه د تار جوړولو صنعت، د ټغر جوړولو صنعت، ترکاڼئ صنعت او همدا شان د قره قل لاسي صنعتونه زیات مشهور دي. باید ووایو چې صنعت د اقتصادي ودې تر ټولو غوره لامل ګڼل کیږي ځکه صنعتي تولید ددې امکان برابروي چې تر څو داخل د هیواد کې د وارداتو لپاره تر ټولو غوره بدیل ایجاد شي او او د صادراتو د زیاتوالي له کبله ملي شتمنئ او ثروت خلق کړی شي. د صنعتي پرمختګ په برخه کې د هیواد د خلکو اړتیاوې تر ډیره پورې پوره کیدی شي، متاسفانه زمونږ هیواد افغانستان کې اوس هم لا ددوه ګوني اقتصاد تاثیرات شته په دې معنا چې د هیواد د ولایتونو مرکزونو کې د صنعتي فابریکو لپاره امکانات شته ولې بدبختانه اطراف کې اوس هم د پخواني ابتدایه صنعتي میتودونو څخه کار اخستل کیږي چې له آمله یې د لاسي صنایعو عواید په مشکله سره لاسته راځي. افغانستان کې له بده مرغه د وروسته پاتي حالت له امله لا اوس هم زمونږ هیواد خپلو ملي توليداتو کې ډير داسي عمده صنعتي توليدات نلري ، چې خپل عوايد ورباندي په پوره اندازه اوچت کړي. د افغانستان د پرمختګ لپاره اړینه ګڼل کیږي چې د صنعتي کیدو ستراتیژئ ته په هیواد کې وویل شي.
وړاندیزونه!
- د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې حکومت باید د لاسي صنایعو د تشویق او پرمختګ لپاره د ولسوالئ د خلکو د لاسي صنعت د مهارت په نظر کې نیولو سره کار وشي او خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شي.
- د نړیوالو مرستندویه ادارو څخه دې رسماَ غوښتنه وشي چې د افغانستان د خلکو سره د لاسي صنایعو په برخه کې هراړخیزه همکاري وکړي
- د حکومت مسولیت دی چې داخلي لاسي صنایعو د تولیداتو د خرڅون او بازار موندنې په پار نزدې په هر ولایت کې نندارتونونه جوړ کړي.
- د لاسي صنایعو په برخه کې د خصوصي سکتور سره هراړخیزه همکاری وشي او حتی د مالیاتو او نورو مواردو په لړ کې ورسره خاص تعامل وکړي تر څو تشویق شي چې داخلي تولید زیات شي.
- د کارونو د ایجاد په موخه د لاسي صنایعو د ستراتیژئ نه باید اړونده ادارې کار واخلي. د صنعتي کیدلو د پروسې څخه چې کوم هیوادونه تیر شي نو په ملي عوایدو کې یې د پام وړ کچه باندې زیاتوالی راځي
اخځلیکونه
- فوګت، اریش (۱۳۷۳)(مترجم : محمد انور دوست)، سیاستهای انکشاف حرفوی وصنایع دستی، پوهنځی اقتصاد: مطبعه پوهنتون : کابل – افغانستان.
- دودیال، محمد بشیر . (۱۳۸۳). صنایع در افغانستان و نقش آن در اقتصاد ملی، انتشارات کتابخانه های سیاراریک : پشاور – پاکستان.
- ډاکټر سټيپن پاول.(۱۳۹۰ ل)، د شرکتونو د تمويل او پانګي اچونې اساسات : ګودر خپرندويه ټولنه :جلال اباد- افغانستان .
- برایس برتانوي عالم،مطالعات په ۱۹۶۰ میلادي کال کې،نړیوال چاپي مقاله،(volume 1 issue 4, October 2017(
- یادګاری، محمد اشرف (۱۳۹۴) اقتصاد صنعتي، انتشارات سعید، مطبعه سباوون، کابل – افغانستان.
- Heidi limpert) امریکايي عالم،مطالعات ۱۹۷۳ میلادي کال)
- joseph Broz tito)، مطالعات په ۱۹۷۰ میلادي کال کې).
- Clark, Roger. (1985), Industrial Economics, New York: Basil Blackwell.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.