ماشومان کله ناکله درواغ وایي خو دا تل د بد اخلاقۍ علامه نه وي، بلکې د ودې یو طبیعي پړاو هم کیدای شي. خو که درواغ ویل دوامدار شي، بیا د اندېښنې وړ ده.
۱. د دروغ ویلو تر شا دلیل پیدا کړئ.
ـ ماشوم ولې دروغ وایي؟ څو عام دلایل یې دا دي:
ـ له سزا وېره لري
ـ غواړي نورو ته ښه ښکاره شي
ـ غواړي پام ځان ته راواړوي
ـ تخیلي کیسې وایي، واقعیت او خیال سره ګډوي .
د دلیل له معلومولو پرته سمون نشي راتللی.
۲. ماشوم مه سپکوه، په آرامۍ یې وپوهوئ.
ـ که ماشوم دروغ وویل، مه ورته ووایاست (ته دروغجن یې) دا به یې شخصیت ته زیان ورسوي.
ـ د دې پر ځای ووایئ: (زه پوه شوم چې تا رښتیا ونه ویل، خیر، زه به درسره مرسته وکړم چې رښتیا ووایې)
۳. د رښتیا ویلو لپاره یې وستایه.
ـ هر ځل چې ماشوم رښتیا وایي، هغه وستایئ. ووایاست: (زه خوشحاله یم چې ته رښتیا وایې، دا ډېره زړورتیا غواړي.)
۴. د سزا وېره کمه کړئ.
ـ که ماشوم پوه شي چې د رښتیا ویلو په بدل کې سزا نه ورکول کېږي، نو ډېر چانس شته چې رښتیا ووایي.
ـ باید ماشوم ته دا احساس ورکړئ چې که هر وخت له کومې ستونزې سره مخ کیږې، ته کولی شې رښتیا ووایې او زه درسره یم.
۵. خپله ښه بېلګه واوسئ.
ـ که ماشوم تاسو ویني چې تاسو هم کله ناکله درواغ وایئ، نو هغه به هم دا توجیه کړي.
ـ د صداقت عملی نمونه تاسو په خپله و اوسئ.
۶. د صداقت او رښتیا په هکله کیسې او درسونه ورکړئ.
ـ ماشوم ته د صداقت په اړه کیسې، لوبې یا ویډیوګانې وښایئ. مثلاً: د درواغجن شپونکي کیسه ورته ووایئ (چې دروغ یې وویل)
۷ با اعتماده اړیکه
ـ که ماشوم اعتماد وکړي چې مور یا پلار به یې
درک کړي، نو هغوی ته رښتیا وایي. خو که وېره یا بېباوري وي، دروغ وايي.
روزنه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.