چې څه کری، هغه به ریبې (اوومه برخه)

شاه ولی ارین

303

د احمد شاه مسعود اصلي څېرې

زموږ ولس د دومره کمزورې تاريخي حافظې لرونکی نه دې چې خپل ريښتيني اتلان او درواغجن اتلان سره جلا نه کړاي شي. که خدای (( ج )) کول ډېر ژر به د داسې ملي خاينانو ياد نښې ړنگې او تصويرونه به يې د وطن د اصيلو بچو په ﻻسونو د اور د لمبو خوراک شي او دا به د مصلحتونو خبره نه وي، دا د افغانستان د تاريخ حکم دي. دغسې يو حکم پخوا په کابل کې د افغانستان د يو گڼ شمېر تاريخ پوهانو په يوه پټه غونډه کې د احمدشاه مسعود په هکله صادر شو او غواړو چې د هېواد په دننه او بهر کې ترې ټول هېوادوال خبر کړو.

د تاريخ دغه حکم وايي:

«مسعود د افغانستان د تاريخ يو ملي خاين دی، هغه د پرديو يو غلام و او غلامان هيڅکله هم نه دې اتلان شوي. هغه په افغانستان کې د ملي تفرقې اتل او د افغانستان د ملي وحدت غليم و.»

د اسلامي جمعيت تنظیم  قوماندان احمد شاه مسعود چي خپل ملگري يې د پنجشېر د زمري په نامه پېژني د هغه وخت د تالقانو د كنترول له لاسه وركولو وروسته د چټكو مرستو په تمه وو. د سپینې ماڼۍ دې پخواني ملگري خپلو بادرانو ته نور مخ نه درلود ځكه چې هغه له خپل برياليتوب وروسته زاړه ملگري هېر كړي وو.

په دې وخت كي امريكا له افغانستان سره ډيپلوماتيك تعلقات نه لرل او ډېره موده شوې وه، چې په ملگروملتونو كې افغانستان استازى هم نه درلود. د امريكا د ملي امنيت شورا په روان حال كې د وسله والو چريكانو دا پوځي قوماندان د هېروينو د قاچاق وړونكې او د بشر له حقونو د يوه سر غړونكې په توگه پېژانده.

مرلين البرت چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكې په توگه دنده لرله وايې:

«هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندې لاندي سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څېړنه كوله او يا به يې غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي نو ژوند به يې د مرگ له گواښ سره مخ شو»

البرت وايې:

«ډېر كسان د ورته څېړنو په پلمه له منځه ولاړل.»

بې له شكه هغه وخت چې احمدشاه مسعود د افغانستان ډېرې سيمې له لاسه وركړي، نو په همدې وخت كي د جميت اسلامي تنظیم د قوماندې اصلي مركز د بدخشان ولايت وو. په دې ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډېر كرل كېدل. د فيض آباد ښار په دې وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو. د فيض آباد له هوايي ډگر څخه چې به د پروفيسر برهان الدين رباني د تمځاى په لور په موټر كي روان شوې نو تر هغه چي به ټاكلي ځاى ته رسېدې د سړك دواړو غاړو ته پرېمانه د كوكنارو كروندې ولاړي وې. د راپورونو او د هغه وخت دعيني شاهدانو د وينا پر اساس د بدخشان په ولايت كې د هېروينو د توليد درې فابريكې موجودي وي.

طالبان چي په همدې كلونو کې يې د افغانستان په سلو كې نوي برخه خاوره لاندې كړي وه په خپله هم د كوكنارو له پيسو د واك گدۍ ته رسېدلي وو. خو هغوي د ۲۰۰۰ ميلادي كال د جولاى په مياشت كې امر وكړ چي د كوكنارو ټولې كروندې بايد له منځه ولاړي شي او كه څوك له دې امر څخه سرغړونه وكړي نو له سختې اسلامي سزا سره به مخ شي، كه څه هم چي د طالبانو قوماندانان وي.

د طالبانو د ړنگ شوي رژيم د مشر ملامحمد عمر د كاغذي فرمان سره سم د يوه كال په تېرېدو د طالبانو تر تسلط لاندې سيمو كې نوي په سلو كې د كوكنارو كروندې محوه شوې او د رسمي ارقامو په بنسټ په۲۰۰۱ميلادي كال كې د طالبانو تر ولكې لاندې سيمو كې له ۸۲۱۷۲ هكتاره ځمكې څخه يوازي په ۷۶۰۶ هكتاره ځمكه کې كوكنار ولاړ پاتې وو او بس. خو د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان كې بيا هر څه بل ډول وو.

د یاد ولايت په اړوندو سيمو كي په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې د كوكنارو كروندې له ۲۴۵۸ هكتاره څخه ۶۳۴۲ هكتارو ته اوچتې شوې. د شمالي ټلوالې له وتلي مشر احمدشاه مسعود څخه چې به كله د كوكنارو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه به ويل:

«موږ د كوكنارو د كر كيلې مخالف يو او زموږ دريځ په دې اړه روښانه دي.»

مسعود دا څرگندونې د انتوني ډاويس په نامه يوه بهرني خبريال ته كړي وي. د شمالي افغانستان د كوكنارو صادراتو ستونزه نه لرله.

د بدخشان ولايت مخدره توكي په ډېره اسانه طريقه د منځنۍ آسيا هيوادونو ته د كورنيو او بهرنيو قاچاق وړونكو له خوا لېږدول كېدل، خو په دې وخت كې په جنوبي افغانستان كې بل صورت حال وو، دلته د كوكنارو د كروندگرو او د قاچاق وړونكو كاروبار په ټپه درېدلي وو. له شمالي ولايت بدخشان څخه په دې وخت كې هېروين د ( يو، اف) ډوله چورلكو په مرسته تاجكستان ته لېږدول كېدل.

طالبانو د خپلې ولكې لاندې سيمو كي د قاچاق وړونكو د نيولو پر سر د سرو زرو انعام ايښى وو. دا انعام د طالبانو د خپلو مشرانو په سر هم ايښودل شوي و، هغه دا چي كه چيرته د طالبانو قوماندانان او یا نور ټيټ پوړي جنگيالي هم په ورته تور نيول كېدل نو د مرگ له سزا سره به مخامخ كېدل.

نوربیا

چې څه کری، هغه به ریبې (شپږمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.