کلونه وړاندې مو د بازار موندنې یو استاد درلود، ده به د مصرف کوونکو د چلند د درک اړوند جالب مثال وایه: ده به ویل:
انسانان د دوی موقعیت ته په کتو یو تر بله متفاوت چلندونه لري؛ د بېلګې په توګه: څړه مخلوق یو ډول ژوند کوي او ودګني بیا بل ډول.
وروسته به یې زیاتوله:
یوه بله ډله هم شته، چې نه متاهل دي او نه مجرد؛ بلکې مردد یې بولي یعني له تجرد نه تاهل ته د اوښتون په درشل کې دي؛ د دوی چلند هم له نورو سره توپیر لري.
دده په خبره موږ دری ډلې لرو:
متاهل، مردد، مجرد!
دمګړۍ چې د هېواد وضعیت ته ګورم، نو سمدستي د هماغه استاد (لوی څښتن تعالی دې پرې ورحمېږي.) خبره رایاده شي او فکر کوم، چې که هالته دری ډلې وو، نو مهاجرت کې به تر څلورو رسېدلي یو:
۱ـ هغه ډله چې تللي (کډوال)؛
۲ـ هغه ډله چې پر خپلې پاتې کېدا سل په سلو کې یقیني دي (مقیم)؛
۳ـ هغه ډله چې پاتې دي، خو فکر و ذکر یې کډوالي ته دی (لومړی ډول دوه زړي)؛
۴ـ هغه ډله چې کډوال شوي؛ خو اوس پښېمان دي او غواړي بېرته راستانه شي (دویم ډول دوه زړي).
که ځیر شو، نو نن سبا د لومړي ډول دوه زړو شمېر خورا ډېر لوړ شوی؛ د وروستیو څېړنو پر بنسټ له ۱۰۰ نه یې ۱۶ فیصده هغه ځوانان مهاجرت ته فکر نه کوي، چې زده کړې یې کړې دي یعني پورتنۍ خبره داسې هم کولای شو چې:
له هرو شپږو یې د پینځو فکر و ذکر مهاجرت ته دی؛ ممکن دم درحاله کوم اقدام ونه کړي، خو فکر یې لري.
موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د انسانانو یوه لویه کتله یې په تعلیق او تردید کې ژوند کوي؛ یا خپله دوه زړي دي یا یې اولادونه او یا یې مېندې او پلرونه؛ موږ له یوې دوه زړې ټولنې سره مخ یو.
دوه زړې ټولنه هغې ټولنې ته ویله کېږي، چې د ژوند ټولو چارو کې په شک کې وي؛ دوی:
نه اوږدمهاله پانګه اچونه کوي؛
نه یې ماشوم زېږولو ته زړه وي؛
نه یې….؛ د مېز تر شا ناست وي، خو زړه یې کوم بل چېرته وي؛ اندېښنه یې وي، وایي:
که پاتې کېږم، د اولادونو راتلونکی به مې څه وي؟ او که ځم، نو مور و پلار به څرنګه کوم؟
دوه زړې ټولنه کې موږ د مغزونو له فرار نه، بلکې زما و ستا په شمول د ټولو خلکو له مهاجرت سره مخ یو؛ له موږ نه هر کس کېدای شي، یو بالقوه مهاجر وي؛
د پوهنتون له استاد نه نیولې تر ډاکټر، انجنیر، ټکنېشن او… پورې ټول له دغې خاورې نه د دوی له ټولې مینې سره سره د ځان لپاره دا ښه بولي، چې هسې په یوې خوا نه یوې خوا مخه ونیسي.
په پخوا زمانو کې جګړو دری اړخه درلودل:
۱ـ ځمکنی؛
۲ـ سمندري؛ او
۳ـ هوایي؛ او له همدې امله مو دری ډوله؛ ځمکني، هوایي او سمندري ځواکونه هم لرل؛ خو اوس پرې پینځه نورې ور زیاتې شوې:
۱ـ فضایي؛
۲ـ اقتصادي؛
۳ـ رسنیزه؛
۴ـ سایبري؛ او
۵ـ د استعدادونو جګړه.
غواړم، په وروستۍ یې بحث وکړم:
فرض کړئ، که چېرته موږ ته وویلي شي چې د هېواد یوه سیمه کوم بل هېواد نیولې، څه به وکړو؟
ولې خاوره، ناموس بلله کېږي، خو مغزونه او استعدادونه نه؟
ولې د هغو خلکو له امله راته هیڅ غیرت نه ودرېږي، چې رانه روان دي؟
نور هېوادونه د استعدادونو د جذب لپاره خورا په زور کې یو له بل سره رقابتونه کوي؛ د برېتانیا د نړیوالو استعدادونو ټولنه، د اروپایي ټولنې په ځانګړې توګه آلمان شین رنګی کارت، د سینګاپور کاري پاسپورت، د هالېنډ د نوښتونو او د اماراتو طلایي وېزې او… ته وګورئ؛ دا پر دې مانا چې:
نړۍ پوهېدلې، چې که هر څه کېږي، کېږي به؛ خو هغه چې د نړۍ راتلونکې ټاکي، له حرفوي، مالي، مدیریتي، علمي او… استعدادونو پرته بل هیڅ نه دي.
اوس که مسئله له مهاجرت نه د استعدادونو جګړې یا Talent War ته واړوو، نو هغه مهال به د بشري پانګې مهاجرت او د مغزونو فرار د سیاسونو لپاره د هېواد د ارضي تمامیت سره معادل مطرح کړلای شو؛ ښایي دوی پر دې فکر وکړي، چې موږ هره ورځ د نورو هېوادونو تر یرغل لاندې راغلي یو او لکه څرنګه چې یې د مرکزي بانک د خالصې پانګې حساب نیولی، همداسې د انساني سرمایې خالص حساب هم په پام کې ونیسي.
مهاجرت ګڼ فوق العاده مثبت اړخونه لري، خو که ځیر شو نو دغې پدیدې ته نور د مهاجرت نوم نه شو یادولای.
که پورتنۍ څېړنې ته بېرته وروګرځو؛ هلته ددې پوښتنې (د هېواد راتلونکې ته څومره هیله من یئ؟) په ځواب کې یې له سلو نه یوازې دوولس سلنو د (موافق یم!) خبره کړې وه؛ نو آیا دا به د حکمراني مسیر کې د بنسټیز بدلون د اړتیا یوه نخښه نه وي؟
https://dawatmedia24.com/?p=174215
Comments are closed.