په دولتي اداراتو کې د تنقيص اړوند

نصيراحمد څپاند

210

سریزه:
په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو له لارې داسې راپورونه خپاره شوي چې د حکومت په ادارو کې د کارمندانو د تنقیض او تقاعد پروګرام د پلي کېدو په حال کې دی. دا خبرونه، لکه د کرونا وبا په څېر، خلکو ته تشویش، اضطراب، او رواني اندېښنې پیدا کړي دي او د ټولنې پر رواني وضعیت یې ژورې منفي اغېزې کړې دي.
د تنقيص تعریف:
په دولتي ادارو تنقیصات هغه کړنې دي چې د دولت له لوري د منابعو، بودجې، کارکوونکو، یا ځانګړو دندو د کمولو، ختمولو یا محدودولو لپاره ترسره کېږي. دا اصطلاح زیاتره د ادارې، مالي او اصلاحاتي چارو په برخه کې کارول کېږي.
د تنقیصاتو ډولونه:
1. د بستونو تنقیص: هغه دندې یا پوستونه ختمول چې ضروري نه وي.
2. د بودجې تنقیص: د یوې ادارې یا ځانګړي پروګرام لګښتونه کمول.
3. د پرسونل تنقیص: د کارکوونکو شمېر کمول، د تقاعد، انتقال یا برطرفۍ له لارې.
4. د خدماتو تنقیص: د هغو خدمتونو محدودول چې دولت یې خلکو ته وړاندې کوي.
5. د شتمنیو یا تجهیزاتو تنقیص: د غیر ضروري وسایلو یا اضافي شتمنیو پلورل یا له منځه وړل.
اساسي موخې:
د دولت لګښتونه کمول
د ادارو موثریت زیاتول
د اداري جوړښت اصلاح
له فساد سره مبارزه
د مالي یا اقتصادي بحرانونو پر وړاندې غبرګون ښودل
همدارنګه د کارمندانو تنقیض (چې کله ناکله د شړلو یا له دندې لرې کولو په اصطلاح هم یادیږي) یوه رسمي پروسه ده چې د بېلابېلو لاملونو له امله ترسره کېږي؛ لکه مالي ستونزې، د فعالیتونو کمښت، د کارکوونکو د کارکردګۍ ستونزې یا د سازماني جوړښتونو بدلون.
۱. د کارمندانو رواني اغېزې:
د دندې له لاسه ورکول د یو فرد مالي، ټولنیز، او رواني وضعیت ته ستر ګواښ پېښوي. له دندې محرومېدنه کولی شي د ځان باور، د ټولنیز مقام احساس، او رواني ثبات ته زیان ورسوي. څېړنې ښيي چې د بېکارۍ تجربه د خپګان، بې حوصلګۍ، او ذهني روغتیا ستونزو لکه اضطراب او فشار عمده لامل ګرځي .
۲. د پاتې کارمندانو مورال او تولیدیت:
کله چې په یوه اداره کې د تنقیض پروسه پلي شي، پاتې کارمندان یې له نږدې شاهدان وي. دا حالت د هغوی مورال ته زیان رسوي، د امنیت احساس کموي، او د سازمان سره د ژمنتیا کچه راټیټوي. د کارمندانو بې باوري، شک، او اندېښنه د تولیدیت کچه راټيټوي او د سازماني هدفونو پر وړاندې مقاومت راپاروي .
۳. د سازمان په کچه مالي او علمي اغېزې:
که څه هم د تنقیض له لارې ادارې هڅه کوي د لګښتونو د کمولو لارې ومومي، خو دا اقدام اوږدمهاله زیانونه هم لري. د مهارتونو او تجربو له لاسه ورکول، د پروژو ځنډ، د خدماتو کیفیت ټيټوالي، او د بازار سیالۍ کې شاتګ، د هغو جدي پایلو څخه دي چې سازمانونه ورسره مخ کېږي .
۴. د ټولنې په کچه اقتصادي او ټولنیزې اغېزې:
د کارمندانو پراخ تنقیض د ټولنې پر اقتصادي جوړښت مستقیم تاثیر لري. د بېکارۍ کچه لوړېږي، د کورنیو عاید کمېږي، او ټولنیزې ستونزې لکه جرمونه او فقر زیاتېږي. د اقتصادي فعالیت کمښت د ټولنې ثبات ته جدي ګواښ پېښوي
۵. د مهارتونو او انساني پانګې ضایع کېدل:
د تجربو لرونکو کارمندانو له لاسه ورکول، د سازمان لپاره د انساني پانګې د ضایع کېدو معنا لري. دا حالت د نویو کارکوونکو د ګمارنې او روزنې اړتیا ډېروي، چې زیات لګښتونه، وخت، او انرژي غواړي .
۶. د سازمان کلتور ته زیان:
د غیر شفاف، ناعادلانه، یا کمزوري مدیریت شویو تنقیض پروسو پایله د سازماني کلتور تخریب وي. کارمندان د ادارې پر مشرۍ خپل اعتماد له لاسه ورکوي، اخلاقي معیارونه ضعیف کېږي، او د همکاریو روحیه زیانمېږي .
پایله او سپارښتنې
د کارمندانو تنقیض یوه مهمه، خو ډېر حساسه پروسه ده چې د سازمان، کارکوونکو، او ټولنې پر بنسټیزو اړخونو ژورې اغېزې لري. د دې پروسې د منفي پایلو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې:
د تنقیض پروسه باید شفافه، عادلانه، او له مسلکي معیارونو سره سم مدیریت شي.
د کارکوونکو د حقونو خونديتوب ته جدي پاملرنه وشي.
د متاثره کارکوونکو لپاره د بیا روزنې، دندې موندنې او مشورتي خدماتو پروګرامونه طرحه شي.
د پاتې کارکوونکو سره منظمې اړیکې ونیول شي ترڅو د مورال د کمښت مخه ونیول شي.
د ټولنیز عدالت اصلونه رعایت شي او د تصمیم نیونې په بهیر کې د انساني ارزښتونو درناوی وشي.
په پای کې، د کارمندانو د تنقیض مدیریت باید یوازې د مالي بحرانونو د حل لاره نه وي، بلکې باید د ټولنیز، رواني او سازماني پلوه هم د سالم مدیریت نمونه وي.

انسان‌محورې ستراتیژۍ اړتیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.