جوړیږي

انجینر داؤد اڅک

122

د انتقاد واري

 نن مي په فیسبوک کي یو خبر ولوست چي د کابل فعال او تکړه ښاروال د خپل کاري ټیم سره کندهار ته غوښتل سویدۍ، څو په کندهار کي د چوک مدد څخه تر باغ پول پوري نوی سړک ډیزان او چاري ئې پیل کړي. د خبر په اورېدو سره ډېر خوښ سوم چي په کندهار کي هم څه پرمختګ وسي. خو پر بل اړخ قلباً ځکه خوا بدی سوم چي په ټول لوی کندهار کي د یوه سړک جوړولو لپاره مسلکي انجنیر نسته؟

 او تشویش را ولوېدۍ که معامله داسي روانه وي نو د کندهار، په ټوله کي د افغانستان راتلونکې به څنګه کیږي؟

څو بلاخره مي په همدې تشویش کۍ د زړه بړاس تر خپل صمیمي انډیوال (قلم) وایستۍ او لاندي څو بیته مي په ولیکل:

               جوړیږي

نه په سړک نه په توپک جوړیږي

وطن په علم محبت جوړیږی

زه به بازار او مارکیت څه وکړمه

چۍ نه غیران نه مي نیمک جوړیږي

دا ښېرازې وي مؤقتي اکثره

اصلي بنسټ خو په حکمت جوړیږي

هره بریا به لمانځو فخر به کړو

ژوند په قلم او کتابت جوړیږي

زموږ افغاني او با حیا ملالي

ځغلي بهر په پنجابک جوړیږي

 که څوک رشتیا زموږ د عزت خیال ساتې

نو زموږ عزت خو په مکتب جوړیږي

کار چي د کار اهل ته نه وسپارې

نو سنګړبیت خراب حالت جوړیږي

که یو زره احساس لرې داؤده

وطن په عشق ملي وحدت جوړیږي

سنګړبیت  = ګډوډ – بد رنګه – بد خونده

۱- ۵ – ۲۰۲۵

بلوڅۍ پیغلې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.