د آيسبـــــــرګ تیوري

څېړونکې: اوږۍ امانزۍ

164

آیسبرګ د یخ هغه غټې او وړې ټوټې ته ویل کېږي چې د اوبو په سطحه په داسې بڼه روانه وي چې لس فیصده ښکاره شي او نوي فیصده په اوبو کې ډوبه وي یعنې په هغه بڼه باندې چې مونږ ددې یخي ټوټې یوه کوچنۍ برخه ولیدلی شو او ډېره برخه یې زمونږ له نظر نه په اوبو کې پټه وي خو مونږ د همغه کوچنۍ برخې په لیدلو دا احساس کړو چې نورې برخې یې هم شته خو مونږ یې نه شو ليدلای .
د آيسبرګ تیوري د لومړي ځل له پاره د آرنست میلر همینګوی له خوا رامنځته شوه . همینګوی په خپلو داستاني آثارو کې کلماتو ته په داسې بڼه اوډون ورکوه چې د کلماتو اصلي مانا به د کلماتو په دنني اړخ کې پرته وه هغه هڅه کوله د کلماتو ظاهري اړخ ته داسې جوړښت ورکړي تر څو وکولای شي لوستونکو ته دا انګیزه ورکړي چې د کلماتو ژورو ته ننوځي او هغه اصلی معنا چې د کلماتو په دنني جوړښت کې پرته ده هغو ته لاسرسي ومومي.
دا روش یا لیکنی سبک تراوسه هم د همینګوی د سبک په نامه باندې یادېږي او د ځينو څېړنو له مخې داسې ویل کېږی چې نوموړي د کانزاس په ورځپاڼه کې کار کوه او دا سبک د هغې ورځپاڼې لیکنیز سبک وو چې دې ورته په خپلو آثارو کې په پراخه توګه وده ورکړه.
همینګوی په ۱۹۲۵ م کال کې د ( زمونږ په وخت کې ارزښت ) په نوم یوه داستاني ټولګه خپره کړه ددې لیکنې څخه یو کال وروسته یې خپله دوهمه داستاني مجموعه د ( نرینه پرته له ښځو ) په نوم خپره کړه په دوهمه داستاني ټولګه کې یې یو لنډ داستان د انسان وژونکو په نامه هم خپور وو په دغه داستانونو کې همینګوی داسې دیالوګونه وکارول چې ځيني برخې یې ورته حذف کړې چې لوستونکي ونه شي کولای په مستقیمه بڼه اصلي معنا واخلي بلکې دیالوګونه او مکالمې یې په داسې بڼه ترتیب کړل چې لوستونکي یې د قرینو په مرسته اصلي ماناوو ته رسېدلای شول همدا لیکنیز میتود وو چې د څلورو کلونو په موده کې یې د همنیګوی په څير له سترګو لویدلی لیکوونکی د شلمې پېړۍ نامتو لیکوالانو په ډله کې ودروه.
همینګوی ددې تیوري په اساس لیکوونکي او لوستونکي څو ټکو ته ځير کړل :
-لیکوالان کولای شي په خپلو لیکنو کې هغه الفاظ چې د لیکنې له پاره په یو ځای کې مناسب نه وي او یا داسې ماناوې لري چې په مستقیمه بڼه باندې یې ویل لازم نه دي او یا داسې خبرې دي چې لیکوال یې په مستقیمه بڼه د ویلو جرئت یا اجازه نه لري نو هغه کولای شي ددې تیورۍ څخه په ګټه اخیستنې په عباراتو او جملو کې داسې قراین ځای پرځای کړي چې لوستونکي د ذکر شویو قراینو له مخې د نالیکل شویو کلماتو اصلي ماناوې ومومي .
– کله چې یو لیکوال وکولای شي یو لوستونکي په دې باندې وپوهوي چې دده موخه هغه څه نه وه چې لیکل شوې بلکې هغه څه ده چې نه ده لیکل شوې نو دا د یو لیکوال وړتیا مهارت او د هغه د لوړ لیکنیز ځواک څخه نماینده ګي کوي .
– په غیر مستقیمه بڼه د ماناوو او اهدافو موندل، لوستونکو ته متن په زړه پورې کوي او د لوستلو څخه یې خوند اخلي یعنې د آيسبرګ تیوري لیکنې ته د خوند ورکولو یوه وسیله ده .
– دې تیوري وکولای شول چې لیکوالان د کلماتو په ټاکنه کې لا دقت ته وهڅوي ځکه هغوی اړ دي چې د خپلې پټه شوې موخې د څرګندولو او بیان له پاره په متن کې د مناسبو کلماتو په مرسته مناسبې قرینې ذکر کړي .
– کله چې لوستونکی دا احساس کړي چې لیکوونکی د هغه څه ویل غواړي چې په ښکاره بڼه یې الفاظو کې نه ښکاري نو د کنجکاوۍ حس یې ډېرېږي او لیکنه په لا غور او دقت سره لولي یعنې دا تیوري د لوستونکو د توجو د جلبولو له پاره یوه غوره لاره ده.
-لوستونکی یې په دې باندې وپوهول چې هره کلمه، عبارت او جمله د ظاهري معناوو ترڅنګ داخلي معناوې هم لري او هغوی اړ دي چې د کلماتو اصلي ماناوو ته د رسېدلو له پاره په بشپړه بڼه باندې د متن جوړښت ته پاملرنه وکړي .
-کله چې یو لیکونکی ددې تیورۍ څخه په ګټه اخیستنه یوه لیکنه لیکي نو هغه باید دا تیوري په داسې بڼه باندې وکاروي چې د هغه د لیکنې د قوت لامل شي نه ضعف په دې
معنا چې کله یو لیکوال په خپل متن کې ځیني مساییل حذفوي او د هغه پټه مانا د نور عباراتو او جملو په قراینو کې ځای پرځای کوي نو دا حذفېدنه او پټه مانا د هغه د لیکنې یو کمال وګڼل شي.
کله چې مونږ د آیسبرګ تیوري په ژبه باندې عملي کړو نو ویلای شو چې د یوې ژبې لغتونه،د څېرې بیان، د بدن د غړو ژبه، او جملې محسوس دي او په سترګو لېدل کېږي خو ځيني نورې برخې تاریخ ، ارزښت، انګېزه، عقیده، مسلک، احساسات، پخوانۍ تجربه، تعهد، تمایلات او …..نه محسوسېږي یعنې د کلتور هغه برخه چې محسوس وړ نه دي ژبه یې د بیانېدلو توان لري.
که څه هم د آیسبرګ د نظریې د اساساتو له مخې پټه خبره په هیڅ صورت نه شو لیدلی او یوازې ژبه یې ترجماني کوي او دا وړتیا خپلوي چې زمونږ عواطف،احساسات، پوهه، تجربه او ارزښتونه په لفظي او غیرلفظي بڼه څرګند کړي .
‎ همینګوی دا سبک د خپلو داستاني لیکنو په مرسته نړیوالو ته وپېژندنه او ژبپوهانو د همدې تیورۍ په مرسته د کلماتــــو دنني جوړښت تــه ځانګړې پاملرنه وکړه او د یوې ژبې پــــــه زدکــــــــــړه کې یې د کلماتو په داخلي جوړښت پوهېدلو ته لومړیتوب ورکـــــــــړ په پای کې ویلای شو چې ددې تیورۍ
موخه د څرګندو الفاظو په مرسته پټو مفاهیمو او ماناوو ته لاسرسی دی .

اخځلیکونه :
۱: آرغند،ذبیح الله صاحب،(۱۳۹۶).مانا پوهنه، ننګرهار :
۲: بختیاری،بهارک،(۱۳۹۰).معرفی کلی و سبک نویسندگی ارنست همینگوی Blogfa.com
۳:مسعودی ،علی نیا(۱۳۹۸).شبیه کوه یخ، تهران: روزنامه اعتماد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.