د لنډیو اصلي منابع خلک دي-دولسمه برخه

آصف بهاند

155

 د لنډیو اصلي منابع خلک دي

دولسمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۲۳مه‌برخه

 

بخت مې ویده، غم مې بېدار دی

د چا ازار دی، یار مې نه کوي پوښتنه

 

له ډاره حال ویلی نه شم

لکه خوله‌ پټی تنور، خپلې لمبې خورمه

 

یار مې په بنگو سترگې سرې کړې

مور یې نارې کړي، ځوی مې ستا د لاسه مرینه

 

گران فرهنگي دوست عبدالعزیز نایٔبي د خپلو تېرو همکارویو په لړ کې څو لنډۍ رالېـږلې دي چې له تاسو درنو لوستونکو سره یې شریکوم:

 

شال رانه باد د لاهور یوړو

زه یې په لوړه پښتونخوا سرتوره کړمه

 

غږ دې راته، کڼه خو نه وم

د مېرې کور دی در وتی نه‌شوم مئینه

 

څه په خالي میدان یې پرېښوم

څه په بې‌ننگو مې تړلي وو شرطونه

 

د جدايي عذاب دې سخت دی

بلې سکروټې مې په زړه نیولې دینه

 

د بې‌وسۍ کورگیه ړنگ شې

ډېرو بې‌ننگو ته دې ټیټ راوستی یمه

 

کډې مې خپل وطن ته لاړې

راپسې ژاړي ستا د کلي چنارونه

 

بېلتون زما مېرنی ورور دی

په میراثۍ کې رانه یار جدا کوینه

 

ستا د بنگړو په شان وعدې دي

چې زور پرې راشي دړې وړې شي مئینه

 

خلک ارام په خوب ویده دي

زه به پنډوکي په سر وړم راوړم مئینه

 

بخت مې ویده، غم مې بېدار دی

د چا ازار دی، یار مې نه کوي پوښتنه

 

په ما دې خپل وطن تنور کړ

په تا دې وشي د سکروټو بارانونه

 

زما یې زړه ټوټې، ټوټې کړ

لالی مې لارې بدلوي چې کوم خوا ځینه

 

له ډاره حال ویلی نه شم

لکه خوله‌ پټی تنور، خپلې لمبې خورمه

 

په ما یې ژوند د کونډې تېر کړ

له میراثي بدۍ په کال کور ته راځینه

 

په ښو دې ټکی مه غږېـږه

ما مې له شرمه په خوله ایښي دي لاسونه

 

چې وخت تېریـږي غم زیاتېـږي

نه پوره کېـږي د بدبخت زړه ارمانونه

 

جانانه مرې که پاتې کېـږي

په تور اوربل مې سوداگر وگرځېدنه

 

نرخ د منگلو زورور دی

ډیرې جلکۍ، وړکیو په نرخ گټلي دینه

 

سخته گیله مې درنه کېـږي

نیستۍ ظالمې له سیالۍ دې ووېستمه

 

د غریبۍ د لاسه خدایه

نېـږدې خپلوان مې اوس پردی حسابوینه

 

امیره ستا نوکران ډېـر دي

د تور اوربل نوکر راپرېـږده چې راځینه

 

که چا وېل چې جانان راغی

که غولی ډنډ وو، په بلۍ به گډه شمه

 

ځان مې سینگار کړ ته رانغلې

ړنگې کوڅۍ تر مازدیگره ناسته ومه

 

له ما یې یار په پښتو بېل که

د ملک ځوی ځانته هندوې گډوینه

 

یار مې په بنگو سترگې سرې کړې

مور یې نارې کړي، ځوی مې ستا د لاسه مرینه

 

په ساه لنډۍ دې چلم پرېښود

زما د سپینې خولې دې نه منل سوالونه

 

چې مسافر شوې اوس به څه خورې

کور کې خوراک وو د سرکو شونډو سرونه

 

په غم دې زه لړلی گرځم

په سپینې خولې دې رقیبان مزې کوینه

 

د سپینې خولې یاران دې نور دي

د غوا پولو ته دې زه نیولی یمه

 

ته به ولاړ یې بل به یار کړم

دا ستا له قصده به یې ټول نازونه وړمه

 

هغه اوس چېرته زه اوس چېرته

نه ترې خبرېـږم، نه زما خبر ورځینه

 

زما به زړه ترې صبر نه شي

که غاښ یې نه وي مخ یې گونجې، گونجې وینه

 

زړگی مې سل ځایه تقسیم دی

سترگې مې ستا په لور کږې د‌ر‌ پاتې دینه

 

ولې دې بله ډېوه مړه کړه

په سود مئینه، تېل به ما راوړي وونه

 

چېرته واده کې مئېن نه شې

ډیرو بدرنگو به وي کړي مېک‌اپونه

 

ستا د یادونو پیریان راشي

په نیمه شپه کې مې له خوبه پاڅوینه

 

خلک په شور باندې ویښیـږي

ما د جانان خاموشي خوب ته نه پرېـږدینه

 

په غټو سترگو دې مئین شوم

غټ، غټ غمونه راته پېښ شول خیر دې وینه

 

زړه مې پنځوس ځایه مئین دی

څلوېښت واده شوې، لس بدرنگه پاتې دینه

 

وچه ډوډۍ دې نوش‌جان شه

ناروغ سړی یې کوچ تاوان درته کوینه

 

په ما دې کړی قسم مات کړ

مُسکی، مُسکی راته کېدې پخلا دې کړمه

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه /۳۲۲مه‌برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.