مفاهمه په اصل کې هغه پروسه ده چې پکې معلومات شریکیږي او یا هم اړیکه نیول کیږي، په نړئ کې د روابطو او اړیکو اساس مفاهمې پورې غښتلې اړیکه لري او د مفاهمې ښه والی او مهارت په اصل کې د اړیکو د ښه والي باعث ګرځي او همدا شان د مفاهمې ضعف او کمزوري په اصل کې د اړیکو د ضعف او کمزورئ معنا ورکوي، دا په مدیریت کې یو مفید او ګټور بحث دی. ډیر عوامل کیدایشی چی د مفاهمی پروسه ستونزمنه کړی او د ننګونو او ستونزو د رامنځته کیدو باعث وګرځي او یا هم د یو ګټوری مفاهمی په جریان کی پیچلتیا او مشکل رامنخته کړی، دغه موانع او خنډونه په عمومی ډول سره په دوه ګروپونو ویشلایشو چی عبارت دی له انفرادي خنډونو او همدا شان د مفاهمې ادارې خنډونه چې لازمه ده په دواړو باندې جلا جلا رڼا واچوو، لمړی یې انفرادي خنډونو باندې یو نظر څرګندوو.
انفرادي خنډونه هغه دي چې د فرد له لوري د مفاهمې په جریان کې یا یې په ترڅ کې رامنځته کیږي، ډیر زیات انفرادی عوامل چی یوه ګټوره مفاهمه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کولای شی چی یو له دوی څخه د جنجالي یا ناقصې اشارې ورکول دی پدی معنی چی یو مدیر په یوه ورځ کی یوه لاره پشنهاد کوی مګر په بله ورځ بیا د همدې موضوع لپاره یو بل پروسیجر وړاندی کوي او یا هم مدیر خپل کارمندانو ته وایی چی زه Open door policy کاروم او تاسی کولایشی چی خپل نظریات او انتقادات په ډیر ښه شکل سره وړاندی کړی مګر بیا خپله دروازه د نظریاتو او انتقاداتو په وړاندی بنده ساتی چی پدی حالاتو کی د کارمندانو د غصې باعث ګرځی او مفاهمه له ستونزې سره مخ کوې. دا ننګونه دومره جدي کیدای شي چې حتی د مفاهمې ګټورتیا د صفر سره هم ضربولای شي.بل خنډ د اعتبار کمښت دی، د بی اعتبارئ موضوع هغه وخت رامنځته کیږی چی کله یو پیغام لیږونکی د معلوماتو د یو با اعتماده منبع په اړه فکر ونه کړي نو دی به د یو هوښیار او بااعتماده شخص په شکل د شته معلوماتو په ورکولو کی په ډاډ سره عمل ونه شی کولای. او د معلوماتو په ارایه کولو کی به باوری نه وی او بی باوره معلومات د مفاهمې په پروسه کی د خنډ پشکل واقع کیږي. د یوې ښې مفاهمې او یا هم په بله معنا د معلوماتو د ګټور شریکولو نښه دا هم ده چې د موثریت په خاطر یې منبع اعتمادي وي. بل خنډ مفاهمې لپاره د نه دلچسپئ ده، بعضی خلک په دلچسپئ سره د افکارو په تبادله کی برخه نه اخلی چی دغه بی زړه توب یا لږ علاقه توب د ډیرو عواملو په اساس رامنځته شوی وی د مثال په ډول یو مدیر به دلچسپي ونلري چی ووایی چی سږکال په بودیجه کی کموالی رامنځته شوی دا ځکه چی هغه ویریږی چی کارمندان به شاید مایوس شي او یا هم یو کارمند د خپل لوړ مقام ته د معلوماتو د انتقال په اړه ویره کوي او فکر کوی چی دا به یوه تیروتنه وی او یا هم دا به یوه بی ځایه هڅه وی چی زه یی د یو لوړ پوړي شخص سره وغږیږم او ویریږی چی وظیفه له لاسه ورنکړی.
په اصل کې دغه نه دلچسپي د اړیکو او مفاهمو اهمیت ته ستره ننګونه رامنځته کوي. بل خنډ د اوریدلو کمزورې توانايي، د یوی ګټوری مفاهمی په لاره کی بل غټ مانع چی شتون لری هغه د اوریدلو کمزوری حس دی، بعضی خلک د اوریدلو ډیر ضعیف حس لري نو کله چی څوک له دوی سره خبرې کوي نو دوی مقابل یا یو بل خیال او فکر کی ډوب وی، یا هم شاخوا ګوری او یا هم یوی بلی مفاهمی ته متوجه وی او فزیکي موجود وي ولې فکري توګه موجود نه وي، داځکه چی دوی پدی اړه فکر یا تمرکز نه کوي چی څه وویل شول دوی شاید د پیغام په یوې برخی یا په ټول پیغام باندی ندي پوه شوي، دوی به فکر کوي چی مونږ یقیناً متوجه یوو خو وروسته خبر بل ډول وي هغه داچی د دوی له ذهن نه ټول شیان دباندې وي او دوی هیڅ شی په یاد نه لري. دا ټول ددې باعث کیږي چې مفاهمه بیخي بې ګټې تمامه شي او اهمیت یې له منځه لاړ شي. د دې تر څنګ بل خنډ د اوریدونکو حساسیت دی د پیغام په اړه، اوریدونکی هم د مفاهمی په جریان کی له ځانه ځانګړی حساسیت ښکاره کوي، دوی شاید خپل ذهنونه په یو مناسبه لار باندې قوي کړي واوسي، د مثال په ډول یو منیجر شاید چی اوریدلي واوسۍ چی د هغوی نوی مشر ډیر نامناسب کس دی او کار کول د هغه سره ستونزمن دي، کله چی هغه ده ته په یو معرفتي غونډه کی د برخی اخیستنی لپاره بلنه ورکوي هغه به شاید غونډی ته لاړ شي مګر په یو حساس شکل سره به ولاړ شي او په ناامیدئ سره ګډون به دده ذهن همغسې منفي توب طرف ته مایل کړي او شاید چې د غونډې جریان کې یې فکرونه بل خوا وي او د غونډې اکثره محتوا او یا خبرو ته به متوجه ونه اوسي، دا د مفاهمې ګټور توب د ستونزو سره مخ کوي. اوس نو د مفاهمې په اداري خنډونو او ستونزو باندې غږیږو.
د یوی ګټوری مفاهمی له موانعو څخه یو هم د ادارې هغه فضا ده چیرته چی مفاهمه پکی رامنځته کیږی چی له ځینو یی یادونه کوو،اول د کلماتو او د لغاتونو پیژندل یا معنی، دکلماتو لغوی مشکلات هغه رامنځته کیږی کله چی مختلف لغاتونه د مختلفو اشخاصو لپاره مختلف معناوی ولری د مثال په ډول Profit, increased output, return on investment دا ټول د مدیرانو لپاره مثبته او زیات بااهمیته معنی لری مګر د ګارګرانو لپاره کیدایشی لږ مثبت او مهم واقع شي، ځکه د الفاظو او کلماتو اهمیت په سازمان یا اداره کې د مختلفو کسانو لپاره مختلف اهمیتونه لري. د مفاهمی ستونزی هغه وخت هم رامنځته کیدایشي کله چې د مختلفو سطحو مدیران غواړی چی یو له بل سره اړیکه ولري، د مثال په ډول کله چی مشر د ادارې د خپلو کارونو د منظمولو لپاره د یو مدیر نه د مرستې غوښتنه وکړی نو پدې حالت کی هم د اړیکی یا مفاهمی په جریان کې ښایي ستونزه رامنځته شي پدې معنی چی د یوی ټیټی درجې لرونکی شخص نظر خپل رتبې، بست او درجی ته دا مناسب نه ګڼي چی د سازمان یا ادارې مشر ته مشوره ورکړي، کیدای شي چی پدې کار کی ځانګړی مهارت ولری مګر د ټیټی درجی له امله ارتباط نه ټاکي او برعکس ښايي د ځینو ادارو مشران دا مناسبه ونه ګڼي چې د خپلو لمړئ درجه یا ټیټ رتبه کارمندانو نه د کارونو د پرمخ وړلو په پروسه کې مشوره واخلي. همدا شان ددې تر څنګ بل خنډ د یو موضوع یا د یو چا په اړه مختلفی اخیستنې یا انګیرنې دي، که چیری اشخاص د یو حالت په اړه مختلف فکرونه ولري نو داهم د یو بل سره د مفاهمې ترسره کولو په لار کی خنډ واقع کیږی، د مثال په ډول که په یوه اداره کی دوه مدیران د خپل یو دریم ملګري په اړه چی هغه پدې ورستیو کی په اداره کی زیات نه ښکاره کیږی یا هم ادارې ته نه راځی نو شاید فکر وکړي چی هغه به غونډو او مجالسو ته ډیر ځي نو پدی اساس هغه ادارې ته زیات نه راځي او بل به شاید ګومان وکړی چی هغه له کاره پټیږی، نو کله چې په داخلي کارونو کې له اړونده شخص سره اړیکه نیول کیږي نو شاید خینې یې په اړه منفي فکر و لري او د نوموړي شخص سره په ډیره دلچسپئ اړیکه ونه نیسي ولې ځینې نور ښايي د اصولو مطابق د هغه سره په نهایي دلچسپئ اړیکه ونیسي او دګروپي کارونو باره کې ورسره وغږیږي.
همدا شان محیطي عوامل هم د ګټورې مفاهمی په لار کی ستونزه جوړولای شي، لکه څرنګه چی مخکې یادونه وشوه چی غالمغال او شور وغیره کیدایشی چی په مختلفو لارو او طریقو سره د مفاهمی جریان ته زیان ورسوی، په همدی شان زیاتوالی یا له حده زیاتوالی په کارونو کی هم د مفاهمی د ګټور توب د لمنځه وړلو باعث ګرځي، کله چې یو ترلاسه کوونکی د پیغامونو زیات پیغامونه ترلاسه کړي نسبت دې ته چی هغه وشی کولای چې په ګټوره توګه هغه پیغامونه ولولي او هغه منظم کړي، یا هم هغه وخت چی کله یو مدیر خپل کارکوونکي ته زیات کار سپاري ترڅو په هغه باندی کار وکړي پداسی حال کی چی کورنۍ او د هغی ملګری هم له هغه څخه تمه لري چی هغوی لپاره هم کارونه سرته ورسوي نو په داسی حالاتو کی د مفاهمې ګټورتوب له منځه ځي او دغه شخص په ډیرې دلچسپئ سره کار نه کوي، نو ځکه اداره کې یو چاته باید هغومره کار وسپارل شي چې څومره یې لایحه کې وي او یا یې هم د کولو توانايي ولري. د پورتنیو څرګندونو په نظر کې نیولو سره د یوې ښې مفاهمې لپاره اړینه ده چې هم په اداري لحاظ د کارمندانو ترمنځ صداقت، باور، یو بل ته درناوی، د یو بل اداري اهمیت پیژندل او همداشان سلسله مراتب په نظر کې ونیول شي او ماحول او چاپیریال هم دوستانه او ښه وي.
اخځلیکونه
- https://etraining.communitydoor.org.au/mod/page/view.php?id=5
- https://www.skillsyouneed.com/ips/barriers-communication.html
- https://www.toppr.com/guides/business-correspondence-and-reporting/communication/barriers-in-communication/
- https://thebusinesscommunication.com/what-is-a-communication-barriers/
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.