په ټوله نړی کی انقلابیون تر بری وروسته په خپل هیواد کی یو مهم او له ټولو غټ کار ته لاس اچوی څو یی هیوادوال ډاډه شی چی پدی سلسله کی زموږ مجاهدو انقلابیانو د قوش تپی پر کانال ورودانګل که څه هم دا کانال د شهید داود خان دکاری پلان برخه وه او تازه فکرنه وه خو طالب صاحب پرځای انتخاب کړی فکر کوم چی طالب صاحب ته به دا یاده وه چی که د ازادی انقلاب ترشاه اقتصادی او کلتوری انقلاب ونه لری شکست یی حتمی خبره ده دا خبره باید د امارت رهبری ، دامارت صفوف اوټول ملت لکه کلمه طیبه په یاد ولری.
ډیرځله په نړی اوسیمه کی داسی ستری پروژی یا په تخنیکی لحاظ او یا هم په مالی او یا په ټولنیزلحاظ له ستونزو سره مخ شوی او دیوالی شویدی او یا هم ترتکمیلیدو وروسته تری هغه شان عواید په لاس ندی راغلی چی وړاندی سنجول شوی وه په همدی منظور ما سره د دی هیواد د یو لوستی په توګه ددی لیکنی انګیزه پیدا شوه
د قوش تپی کانال زموږ په هیواد او سیمه کی د غټو او سترو پروژو څخه ده چی د داسی ستری پروژی تجربه په ماضی کی موږ نلرو اما تر دی پروژی په مراتبو د وړو پوروژو تجربه لرو (د بغرا کانال په هلمند کی اود درونټی کانال په ننګرهار کی ) موږ ددی پروژو له تجربو نه د قوش تپی په کانال کی استفاده کولی شو خو تر ډیره نه ځکه دا کانالونه هم د اب هوا او هم دخاوری له اړخه په متفاوته ساحه کی واقع دی.
د درونټی له کانال نه مختلطه استفاده شوی یعنی یوه برخه یی په دولتی بڼه د مالتو اوزیتونو فارمونه دی او بله برخه یی هغه کورنیو ته ورکړل شوی چی خپلی ځمکی یی د درونټی او نغلو د برق بندونو جوړیدو له کبله له لاسه ور کړی وی.
د قوش تپی کانال اغاز په داسی حال کی شوی چی زموږ هیواد د بلا ستونزو سره مخ ده له یوی خوا دولت نوی ده تجربه نه لری له بلی خوا د تعلیم او زده کړو په مخ کی پراخ خنډونه او له تعلیم سره د نوی نسل د ځوانانو د علاقی او مینی کمیدل د قانون او کړنلارو نشتوالی،د بانکونو نشتوالی په لوړه سطحه د تخنیکی کدرونو تشه غیر مسلکی او غیر متخصصو افرادو ته مسوولیتونه سپارل دا ټول په لنډه او لری اینده کی د قوش تپی کانال په شمول په ډیرو برخو منفی اثرات درلودلی شی که غواړو واقعا اقتصادی او کلتوری انقلاب په لاره اچوو چی د قوش تپی کانال د دی انقلاب د زینی لمړی پلګه ده او دا انقلاب مو په دی خاطر په لاره اچولی چی له تیرو تجربو مو استفاده کړی وی او په وینو ګټلی ازادی مو یو وار بیا له لاسه نه وی ورکړی نو پورته مواردو ته جدی توجه په کار ده او په دی برخه کی مهمه خبره داده څنګه چی د ازادی انقلاب بی د ملت له مرستی نه کامیابیږي همداسی اقتصادی او کلتوری انقلاب هم بی د ملت له مرستی د سپوږمی مخ لا لری خبره ده حتی په دوه قطغونو د مزین دسترخوان مخ هم نشو لیدلی زه هیله مند یم چی اسلامی امارت د ملت غږ واوری او ملت د اسلامی امارت پراخی سیاسی او اقتصادی ستونزی درک کړی او یو بل ته لکه د دنیا د نورو پیشرفته ملتونو په شان لاس ورکړی او د نیمی پیړی ناخوالو ته د پای ټکی کیږدی.
روښانه ده چی د قوش تپی کانال لویه او عظیمه پروژه په دومره اوږد والی د کانالونو د متخصصینو، د زراعت اومالداری د متخصصینو پراخه بحث ته اړتیا لری څو په تخنیکی لحاظ د اشتباهاتو مخه نیول شوی وی.
په دوهم قدم کی د دی عظیمی پروژی د هری برخی که هغه پدی پروژه کی د ټولنیز عدالت تامینول دی اویا د شخصی سکتور او ولس سره په شریکه د کار د سرعت او مالی ستونزو ته د جواب ویلو په منظورد فعالیتونو مخ ته وړل دی او…. دا ټول دکړنلارو جوړولو ته اړتیا لری دا کارباید د مسلکی او په اړونده فعالیتونو کی د باتجربه اشخاصو لخوا په ګروپی اویا په فردی توګه ترسره شی ولیکل شی د مطبوعاتو له لاری یوڅو ورځی ازاد بحث ته پریښودل شی دمثبتو او منفی نظرونو په پام کی نیولو سره پکی اصلاحات را منخ ته سی د وزیرانو شورا او امیرالمؤمنین رحمه الله لخوا تایید شی په رسمی جریده کی چاپ او د ملت تر اذهانو ورسول شی څو ملت مطمئن او د افواهاتو مخه ډب شی.
د قوش تپی کانال د بری په لور عملی وړانديزونه او د دی کانال د مختلفو برخو د کاری میکانیزمونو او کړنلارو جوړونه
دا وړانديزونه په دی راڅرخي چی څنګه یوعمومی د ابادی خوځښت رامنځته شی ملت متحد کړی د خود کفایی په لور ډیری ستونزو ته د حل لاری پیدا شی دا وړانديزونه داسی مطرح کیږی چی له یوی خوا دولت دوامداره د عوایدو سرچینه پیدا کړی او له بلی خوا ولس او خلک په حرکت راشی او هغه دا چی د دی پروژی ټوله ځمکه په مطلق ډول په اوږدو قسطونو(٣٠ نه تر ٤٠ کلونو پوری) د ورکړی طرحه جوړیږی پدی طرحه کی د فرعی کانالونوکیندل د ولسی خلکو، شرکتونو او فردی سرمایه گذارو کار دی چی د دی پروژی د ګټی اخستونکو جمله کی سروی شوی وی دا مصارف د ځمکی د عمومی قسطونو نه د پیش پرداخت په ډول حسابیږي.
د دی لیکنی عملی اړخ په بعضی برخوکی زموږ خپلی ٣٠ کلنی تجربی دی او بعضی نوی او تازه مفکوری دی که دقیقی وسنجول شی د ابادی په لور به مو
یو ګام پورته کړی وی.
طرحه داسی ډیزاین کیږی چی مختلف اړخونه په یو وخت کی په دی پروژه کی خپل خپل کار وکړی.
دولت د عمومی کانال چاری په مخ وړی او په خوا کی یی د فرعی کانالونو سروی او ډیزاین،د ښارګوټو قبرستانو او نورو ملحقاتو ځایونه تعینوی،له ځمکی د استفادی کړنلاری او قوانین جوړوی او استفاده کوونکی مشخص کوی او هم دا خبره دخلکو تر اذهانو رسول دی چی د ټولو قسطونو ترورکړی مخکی به څوک دځمکی د خرڅلاو اجازه ونه لری.
عمومی کانال او نورو فرعی کانالونو ته د مالی منابعو پیداکول.
١- عمومی کانال د مالی ملاتړ سرچینی.:
٢- د فرعی کانالونو د مالی منابعو سرچینه:
١- عمومی کانال د مالی ملاتړ سرچینی:
١- دا روښانه ده چی د قوش تپی کانال په سیمه کی اونړی کی داقلیمی بدلون اوپه پایله کی د ځمکی دتودوخې او وچکالی سره د مبارزی په لړکی ستره اواهمه پروژه ده دا پروژه یا کانال د ګاونډیو هیوادونو په شمول په ټوله سیمه اثر پریباسی او حتا د اورښت کچه په سیمه کی پورته وړی د سیلابونو په مخنیوی کی مرسته کوی د کار ایجاد او د خوارځواکی سره مبارزه یی نوری ځانګړنی دی.
پورته اهمویادونو ته په کتو دا د نړیوالی ټولنی او له اقلیمی بدلون سره د مبارزی دلاری د اورګانونو مسوولیت دی چی دی پروژی ته را وړاندی شی د کانال اهمیت او اوږد والی ته په کتو زموږ شمالی ګاونډی هیوادونه د اقلیمی بدلون سره د مبارزی په اداره زموږ سره د فشار برخه شی ځکه چی ددی پروژی مثبت اثرات په ټوله سیمه پریوزی.
په دی برخه کی اسلامی امارت مسوولیت لری چی د اقلیمی بدلون سره نړیواله د مبارزی اداره په دی قانع کړی چی په سیمه کی د اقلیمی بدلون سره د مبارزی لپاره دا کانا ل مهمه پروژه ده باید وویل چی د اقلیمی بدلون د مبارزی د اداری قانع کول د مسلکی افرادو کار دی نه د یو ملا او مولوی صاحب که دوی د ناظر په بڼه برخه اخلی ښه خبره ده.
اسلامی امارت باید د دی کار لپاره یو څو تنه مسلکی افراد استخدام کړی او بیا همدا افراد د اقلیمی بدلون د اداری پر قانع کولو د هغوی په مشوره پروپوزل ولیکی او یا دا چی د اقلیمی بدلون اداره خپل افراد د سروی لپاره وګوماری.
٢-د عمومی کانال مالی منابعو بله سرچینه:
د نړیوال بانګ قانع کول چی له دی پروژی سره بلا عوضه مرسته وکړی اویا په اسانه شرایطو پور راکړی .
٣-له اوریدو چی د قوش تپی کانال لپاره د ډبرو سکرو تر لاسه شوی عواید ځانګړی شوی دی دا ښه فکر ده خو څنګه چی ولیدل شو کله سکاره بازار نه لری کله ترانسپورتی مشکلات وی او یا د ګاونډیانو سره وخت نا وخت مناسبات په یو حال نه وی مشوره دا ده چی د افغانستان د ټولو معدنیاتو له عوایدو نه یو دوه فیصده د دی کار لپاره ځانګړی شی او وزرات مالیه د دی کار لپاره یو پروسیجر جوړ کړی دا کار به په پروژه کی د شفافیت سره هم مرسته وکړی.
٢– د فرعی کانالونو دمالی منابعو سرچینی
دانقلاب په جریان کی زموږ او د ولس تجربو دا را وښودل چی د ولسونو تنظییمول او د ولس یو کار ته ملا تړل دمالی منابعو مهمی سرچینی دی.
موږ د نورستان او لغمان کی په غرنیو سیمو کی همدا اوس داسی کانالونه لرو چی د پنځو نه ترپنځلس کیلومترو په اوږد والی دتیږو او صخرو په منځ کی کیندل شوی او په لاس راغلی ځمکه دولس دافرادو چی په کار کی شریک وه ویشل شویده.
خودا چاره د قوش تپی د فرعی کانالونو په ویستلو کی ډیره اسانه ده د فرعی کانالونو طول او عرض
ته په کتو او یوی کورنی ته د ځمکی د ورکړی د اندازی تر مشخص کیدو وروسته ولسی خلکو،شرکتونو،سرمایه دارو، د زراعت ،مالداری، باغداری نرسری ، د صنعتی او طبی بوټو متخصیصینو ته د کښت لپاره ساحه او کانالونه مشخص کیږی.
باید یادونه وشی چی ولسی افرادو،شرکتونو،تجارانو د صنعتی او طبی بوټو تولیدوونکو ته د ځمکی د مشخص کولو اندازه متفاوته ده.
دا کار یو ځانکړي اداره غواړی چی د اقوامو قبایلو وزارت د معیوبینو،معلولینو،صنایعو وزارت،د کرنی او مالداری وزارت،اتاق تجارت او نوری اړونده خواوی د افرادو او کورنیو په انتخاب سره هم غږی شی.
د دی لیکنی اصلی محتوا داده چی زموږ د ټولنی یو ډیر غریب سړی هم کولی شی د قوش تپی کانال په یو فرعی کانال کی د خپل یو څو څارویو،سیاه سرو د ګاڼو په پلور او یا قرض او پور په یو کانال کی شریک شی دا چاره یوی کړنلاری جوړولو ته اړتیا لری که د اسلامی امارت مشران زموږ له طرحی سره توافق وکړی د کړنلاری د جوړولو لپاره د مسلکی اشخاصو یو مجرب کمیسیون جوړول په مخ کی دی او بس.
باید وویل شی چی په دی برخه کی د کړنلارو جوړول څو اړخه لری یو هغه چی ولسونه په یو کانال کی شریک کیږی او بل هغه چی شرکتونه سرمایه دار شریک کیږی او دریم د زراعت او مالداری د برخی د هغه مسلکی او تعلیم افته افرادو په دی پروژه کی راګډول چی د زراعت او مالداری په برخه کی لکه د اصلاح تخمونو تولید،د صنعتی بوټو،طبی بوټو،د میوو تولید(باغداری)او نرسری په جوړولو مهم کردار ادا کولی شی په دی برخه کی طرحه دا ده چی همدا تعلیم یافته کی تعلیم یافته او مسلکی افراد هر یو په خپله برخه کی خپل کار او فعالیت پشت په پشت خپلو اولادونو ته د لا زیاتو تجربو په پیدا کولو په میراث پریږدی او خپل اولادونه په همدی برخو کی تعلیم ته سوقوي.
د قوش تپی کانال په اوږدو کی د زابرونو د کیندلو او له هغو د استفادی طرحه:
د افغانستان د شمال د ډیری ولایتونو ډیری ځمکی د وچکالی له کلونو او له اقلیمی بدلون نه وړاندی جبه زاره او اکثره د کر وړ نه وی. بیا چی وزیر محمد ګل خان بابا له نورو ولایتونو شمال ته نواقل یوړل بیا دوی هلته زابرونه او جرونه وویستل او ځمکی سه نا سه کر ته اماده کړی دا ستونزه د هیواد په ډیری ولایتونو کی له پخوا موجوده وه اما اوس د اقلیمی بدلون سره را کمه شوی اما دا ویره شته که اقلیم بیرته خپل اصلی حالت ته راشی بیا به په ډیری سیمو کی د زابرونو او جرونو د کیندلو کار چی ځمکی وچی کړی اړتیا ضرور پیدا کیږی.
تر کومه چی پوهیږو د قوش تپی کانال له کیندلو سره په کانال کی اوبه راوځی دا د دی ښکارندوی کوی چی په کانال کی له اوبو خوشی کیدلو سره له کانال نه ټیټی ځمکی په جبه زارو تبدیلی شی او بیا به د کر وړ نه وی. بله ستونزه چی فکر کیږی پدی دشتو کی موجوده وی هغه د دی دشتو مالګین والی ده چی د دی لپاره هم د زابرونو کیندل یو اړتیا ده له بله اړخه د ریګی ځمکی تبدیلیدل په خاورینه ځمکه حیوانی پارو او عضوی موادو ته اړتیا لری چی زمان او وخت غواړی د دی په خوا کی که پدی دشتو کی د فرعی کانالونو په خوا کی زابرونه سروی نشی او سر وخت غم ونه خوړل شی هغه وخت چی ځمکه وویشل شی بیا د زابرونو لپاره د ځمکی استملاک بله ستونزه ده بله ویره دا موجوده ده که د زابرونو غم ونه خوړل شی د فرعی کانالونو اضافی اوبه به د کانال د ځمکو نه غیر نوری ابادی ځمکی هم په جبه زارو تبدیلی کړی.
زه بار بار پخپلو لیکنو کی اسلامی امارت ته دا خبره کوم چی زموږ هیواد ته د نیمی پیړی جنګ نه بلا مشکلات را پاتی دی دا مشکلات د حل لاری لری پدی هیواد کی یو څوک پیدا کیږی چی تاسو ته مشوری درکوی خو په هیواد کی داسی د مشورو، وړاندیزونو، پالیسو، ستراتیژو او اقتصادی طرحو د اوریدو او د هغو د تحلیل او ارزیابی داسی یو اداره چی د دنیا په اکثره هیوادو کی موجودی دی زموږ په هیواد کی وجود نلری اول خو څوک مطالعه نکوی که یی کوی هغه د سرګرمی لپاره کوی نه دا چی هغه د هیواد د ابادی لپاره په کار واچوی تر کومه چی پوهیږم د قوش تپی کانال نه څو بعدیزه استفاده زموږ ډیری مشکلاتو ته د پای ټکی ایښودی شی.
د قوش تپی کانال اړوند د نورو طرحو په خوا کی یو طرحه دا ده چی د قوش تپی کانال په طول او عرض داسی زابرونه ډیزاین شی چی هم تری د زابر استفاده وشی او هم تری د کبانو د پرورش مرغاویو (بتکو) او نورو ابی مرغانو د روزنی لپاره تری استفاده وشی دا چاره بلا ګټی لری هیواد ته د کبانو د وارداتو مخه نیسی مازاد تولید ته یی د سیمی په هیوادو کی بازار موجود ده او نور.
دا چی په فعلی وخت کی زموږ د هیواد غټه ستونزه بیکاری ده د زابرونو نه استفاده به په کم وخت په زرهاو کسان مصروف کړی او په کم وخت کی به د کورنیو په مخ د عوایدو دروازی خلاصی شی.
د زابرونو شاوخوا د ونو کشت چی هم د باد شکن استفاده تری کیږی او هم سیمه د سون د لرګیو له اړخه بی نیازه کوی او همدا ونی د دی پراخی سیمی په اب هوا کی ستر کردار ادا کوی.
له دی طرحی سره د قوش تپی کانال د ځمکو په تناسب خلکو ته کار پیدا کیږی بی لدی چی کلونه وخت ونیسی.
لکه چی د مخه پدی لیکنه کی ویل شوی لکه د نورو تولیداتو په ماهی پروری او د ابی مرغانو په روزنه کی خلک تجربه پیدا کوی او پشت په پشت د دی کاروبارو کوونکی د همدی رشتی ماهرین جوړیږی.
دا طرحه داسی ډیزاین کیږی چی افراد یا شرکتونه یو دوه یا زیات زابرونه اخلی خپله یی حفر کوی دا زابرونه یا د کبانو او یا د مرغاویو د روزنی ځمکه همدی خلکو ته په قباله ورکول کیږی او د ځمکی په شان یی په اوږدو قسطونو پیسی د دولت خزانی ته ځی دا چاره د کړنلارو جوړول غواړی او د دولت توافق.
د قوش تپی کانال په ځمکو کی د ټولنیز عدالت تامینول
هغه سه چی د قوش تپی کانال په ستره پروژه کی تر هر څه ډیر مهم دی هغه د دی پروژی د ټولنیز عدالت برخه ده یعنی افغان ورونه ملیتونه تری برابره استفاده وکړی شی او دا ورونه ملیتونه د یو بل په خوا کی په میشت کیدو هم د ملی وحدت ننداره نړیوالو ته وړاندی کړی او هم دا ورونه ملیتونه د یو بل له ژبی او کلتور سره په مکمله توګه اشنای پیدا کړی د اسلامی امارت د استحکام او د اسلامی امارت نه د ملاتړ په برخه کی دا پروژه ستر اهمیت لری د اسلامی امارت په شان د یو نو بنیاده دولت لپاره ډیره مهمه ده چی د دی ملی پروژی نه په مختلفو برخو کی که هغه ملت جوړیدنه ده، خودکفایی ده یا د زراعت په ټوله معنی میکانیزه کول دی او نور..
د ځمکی نه د استفاده کوونکو په اړه یو مشوره:
(1) موږ په تیره نیمه پیړی کی دوه مهم میهنی او عقیدوی جنګونه تر شا پرایښی پدی جنګونو کی ډیری زموږ هغه هیوادوال شهیدان شوی چی په ټول هیواد کی یی نه یوه کوټه درلوده او نه څو بسوی ځمکه اوس د دی وخت ده چی دا کورنی په قوش تپی کانال کی وپالل شی د میهنی جنګونو قربانیان معیوبین او کونډی د دنیا په ټولو ملکونو کی په لوړو امیتیازاتو پالل شوی او اوس هم دا لړی روانه ده د قوش تپی کانال یو ښه فرصت ده چی موږ خپل قهرمانان وپالو.
(2) پدی ټول پوهیږو چی زموږ د غرنی هیواد د غرونو د لوړو برخو اوسیدونکی یعنی (۲۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰ متره) ارتفاع پوری د کال نهه میاشتی په سختو شرایطو کی ژوند کوی نه د تعلیم اسانتیا لری او نه د خوراکی موادو لدی سیمو د کورنیو انتقالول چی تعداد هم دومره ډیر ندی ډیری ګټی لری د ځنګلونو حفاظت کیږی ځکه چی انسان او څاروی د ځنګلونو دښمنان دی او همدا اوس د هیواد په بعضو سیمو کی وګړی ځنګل په ځمکه بدلوی چی د دی سیمو د کورنیو انتقال سره ځنګلونه خوندی پاتی کیږی.
(3) زموږ په هیواد کی د ګوجر قوم چی په ټول هیواد کی د اوسیدو ځای نلری او اکثره د څړځایونو په لټه د هیواد د سلسله جبالو په اوږدو کی په حرکت کی دی ډیری وختونه د سیمی له قومونو سره د جنګ او جګړو باعث کیږی دا خلک چی تعداد هم ډیر نده باید په هیواد کی د ناستی ځای پیدا کړی
(4) ټولنیز عدالت د دی غوښتنه کوی چی د قوش تپی کانال په اوږدو کی متضرره کیدونکی کورنی چی یا یی پدی دشتو کی مالداری درلوده یا یی للمی کر کړی یا د للمی ځمکی قباله لری د کانال د نافذه کړنلارو په رڼا کی ماوضه ورکړه شی.
(5) زموږ هغه مهاجر هیوادوال چی ډیری کلونه په پاکستان او ایران کی د زراعت ، مالداری ، باغداری ، ماهی پروری او نورو برخو کی مصروف پاتی شوی او هر یو په خپله برخه کی کافی تجربی لری د قوش تپی کانال له ځمکو به یی استفاده ښی پایلی ولری.
د کانال په اوږدو کی د ښارګوټو په اړه طرحه
د سر چوک اوزی داسی دی چی څوک وایی دلته پوهنتونونه جوړیږی صنعتی فابریکی جوړیږی دا کیږی او هغه کیږی که پدی برخه کی څوک منطق لری هغو ته په احترام او که منطق نلری زراعتی سیمه د اوسیدو سیمه د صنعتی ساحو سره یو ځای نشی پاتی کیدای زراعتی ساحه کی صنعتی مواد تولیدیدلی شی خو فابریکی نشی جوړیدای
تر کومه چی د ښار ګوټو یا د میشت ځایونو د جوړیدو خبره ده دا چار باید د هیواد سرمایه دار په غاړه واخلی د ځمکی د مصرف د مخنیوی په غرض باید کورونه په بلاکی شکل جوړ شی او سرمایه ګذار یی له ځمکو استفاده کوونکو ته د ګټی سنجوولو سره په اوږدو قسطونو وپلوری.
د قوش تپی کانال پر وړاندی ننګونی او چالشونه
- په هیواد کی د داسی ستری پروژی لپاره د با تجربه انجینرانو تشه (لوړ معیار انجینران به ولرو خو تجربه نلری)
- سیمه ایز او نړیوال رقابتونه
- د اقلیم د بدلون په وجه په امو دریاب کی د اوبو د مقدار کمی
- د امو دریاب د بلی غاړی د هیوادو اندیښنی او تر شا یی د یو لوی هیواد شتون
- په تخنیکی لحاظ د مختلفو کاری برخو د کار انحصار د یو ګروپ لخوا
- د شخصیت جوړیدنی تلوسه
- د پراخه مالی منابعو نشتون
- د کار د ویش نشتون
- هم مهاله د کانال د اړوندو نورو برخو د کاری پلان او ستراتیژی نشتون
- د کانال په اوږدو کی د پرتو ولسونو او ملیتونو اندیښنی چی له پیړیو یی په شکل د اشکالو لدی دښتو استفاده کړی
- له ځمکی د استفاده کوونکو د پالیسی نشتون
- په فرمانی بڼه خاصو افرادو ته د ځمکی د ورکړی اندیښنی
د چالشونو او ننګونو پر وړاندی مبارزه:
- ولسونه په اعتماد کی اخیستل
- د کانال له حاصله ځمکو ملت شموله او علمی استفاده
- د ملت په مخ کی د کانال له ځمکو د استفادی د یوی روښانه کړنلاری ایښودل
- ځمکه هغه چاته ورکول چی خپله پکی کار کوی او یا خپله پکی سرمایه ګذاری کوی نه دا چی د جمهوریت د وخت په شان لکه پروژی دوه دری لاسونو کی لاندی باندی شی
- د کار ویش د مسلکی افرادو ګمارنه
- د ځانګړو بانکونو موجودیت
- د کانال په اوږدو کی د کانال نه زیان منونکو کورنیو ته د معاوضی ورکړه
یادونه:
زه د انکشاف او خود کفایی د لاروی په توګه پدی بارو یم چی د قوش تپی کانال کارونه له دومره سر او صدا سره یواځی څو فیصده مخته تللی دا عظیمه پروژه د بری په لور د اهل نظر او انکشاف او پدی برخه کی د تجربه لرونکو افرادو اوږدو بحثونو او مشاجرو ته اړتیا لری پدی برخه کی هر څوک خپله طرحه او تجربه د میز پر سر اږدی بحث پیل کیږی یا یوه طرحه د ټولو د تایید وړ واقع کیږی یا څو طرحی او یا د څو طرحو بارز نقاط یو ځای کیږی او دریمه طرحه تری جوړیږی او د رایو په اکثریت په هغی طرحی توافق کوی او بیا تر هغی وروسته د هیواد سیاسی چارواکو سره شریکه کیږی له تایید وروسته عمل کیږی پدی برخه کی سیاسی او تخنیکی تصمیم نیونکی د کار د خرابی په صورت کی سیاسی او تخنیکی کسان مسؤل کڼل کیږی همدا د ابادی او د نیمګړتیاوی د مخنیوی طرزالعمل دی د جمهوریت پر مهال چی د پیسو باران وه ډیری فعالیتونه د عدم بحث او مشاجری د نشتون په وجه د ناکامی خواته تللی چی موږ باید داسی سه تکرار نکړو.
د کانال د بری او د وطن د ابادی په هیله
ومن الله توفیق
غلام نبي ګل
0784420700 واټس اپ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.