د سویس د کډوالو د ادارې د قومیت پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو نظر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوی
د سویس د کډوالو د ادارې د قومیت پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو نظریه په دغه هېواد کې دننه او بهر د یو شمېر سیاسي ګوندونو او فعالانو او بشري حقونو د مدافعانو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
دوی وايي چې د قومیت پر بنسټ اخراج د کډوالۍ د کنوانسینونو او د بشري حقونو له روحیې سره په ټکر کې ده.
د مې په ۴مه د سویس د نیه څورښر څایتونګ جرمني ژبې ورځپاڼې راپور ورکړ چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستول شي.
دغه ورځپاڼې ویلي د سویس د اخراج د برخې مسؤلینو د کډوالۍ د برخې کارکوونکو ته ویلي چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتېژۍ له بدلون سره په یو شمېر انتخابونو لکه د قوم پر بنسټ په اخراج باندې غور کېدای شي.
ورځپاڼه زیاتوي، دا موضوع چې تر ډېره په اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني کې د یو شمېر افغان کډوالو او اسلامپالو له لوري د یو لړ بریدونو نه وروسته مطرح کېږي، کولای شي په پراخه کچه د افغانانو د ایستلو زمینه برابره کړي.
د سویس، هغه هېواد چې د بشري حقونو د ځینو ملاتړو او مدافع سازمانونو مرکز دی، دغه ورځپاڼې لیکلي چې د دې نظریې تر شا فکر دا دی چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره د ژبې او ټبر د نږدېوالي له امله ښايي پښتنو پناه غوښتونکو ته په خپل هېواد کې خطر کم وي.
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیر احمد اندېشه دا موضوع غندلې او وايي چې د سویس د کډوالۍ اړوند چارواکو سره شریکه کړې او د هغوی د رسمي ځواب په تمه دي.
ښاغلي اندیشه ازادي راډيو ته وویل: “تر کومه ځایه چې زه معلومات لرم په دې اړه رسمي پالېسي نشته، که کومه طرحه موجوده وي، زه فکر کوم ښايي یوازې طرحه پاتې شي، خو موږ بیا هم په دې اړه د رسمي ځواب په تمه یو.”
په سویس د افغانستان سفارت په دې اړه په یوه اعلامیه کې چې په اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) یې خپره کړې ویلي چې سویس پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له دې هېواده اجباري ایستل درولي او یوازې د مجرمینو په ځانګړي قضیو کې د اخراج عملیه اجرا کېږي.
ګڼو نورو افغانانو او د بشري حقونو فعالانو هم دا طرحه غیر عادلانه بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پښتانه هم د نورو قومونو په څېر د ترهګرۍ قرباني دي.
د تېر جمهوري حکومت پر مهال د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کمشنرې شبنم صالحې په دې اړه په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د سویس دا نظریه یو ډول قومي توپیر او تبعیضي کړنه ده چې د بشري حقونو له قوانینو سره ټکر لري او دا چې دا عمل د کډوالۍ د شواهدو پر بنسټ پرېکړې له منځه وړي.
نوموړې لیکلي چې د قوم پر بنسټ د پناه غوښتونکو شړل دا معنی لري چې ګناه د قوم پر بنسټ ټاکل کېږي، نه د فردي شرایطو پر بنسټ.
د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو رئیس او د چارو شنونکي بسم الله تابان په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې جرم یو شخصي عمل دی او دا چې د طالبانو د جرمونو قومي کول د ټولو قانوني او انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.
نوموړي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو دوه لسیزو کې پښتانه په افغانستان کې د طالبانو د ترهګریزو پېښو د قربانیانو له ډلې وو: “که پرېکړه دا وي چې سویس په قومي بنسټ پناه غوښتونکي تفکیک کړي، دا د ټولو بشري حقونو خلاف عمل دی، که په افغانستان کې هم داسې یو نظر موجود وي چې ټول طالبان پښتانه دي، نو ټول پښتانه طالبان نه دي، په دې تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د جمهوري حکومت د وسله وال پوځ یوه زیاته برخه پښتنو ځوانانو تشکیلوله او د طالبانو پر ضد په جګړه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.”
فرهنګي او سیاسي فعال فهیم کوهدامني هم د سویس د دغه نظریې په اړه کلک غبرګون ښودلی او په خپله فېسبوک پاڼه یې په یو بیان کې لیکلي دی چې باید اجازه ورنکړل شي چې افغانان د قوم په نوم ووېشل شي.
هغه لیکلي دي چې دا مني چې په بهر کې یو شمېر افغانان ښايي د طالبانو سره مینه ولري، خو په خبره یې دا هم د یادولو ده چې د افغانستان په غیر پښتنو قومونو کې هم ترهګر خپل ملاتړي لري.
په سویس کې دننه یو شمېر سیاسي ګوندونو د دې موضوع ملاتړ کړی، خو د منځلارو او سوسیال ډموکرات ګوندونو یې بیا په بشپړه توګه مخالف کړی او ویلي یې دي چې باید اصلي معیار باید د کډوالۍ لاملونه وي، نه قومیت.
دوی ټینګار کړی چې ستانه شوي افغانان د شکنجې او بشري حقونو د نورو سختو سرغړونو سره مخ کېږي.
که څه هم د سویس حکومت په رسمي ډول د دغه نظریې په اړه لا څه نه دي ویلي، خو دغه هېواد د روان لمریز کال په حمل کې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې تګلاره اعلان کړه چې له مخې یې هغه مجرد او روغ افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنه یې د سویس د حکومت له لوري رد شوې او په دغه هېواد کې کورنۍ ونه لري، ممکن په ځانګړو شرایطو کې افغانستان ته ستانه کړل شي.
په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي و چې دا نوې پرېکړه د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو د وخت په پرتله اوس د ښه امنیتي او اقتصادي وضعیت له امله شوې ده.
دغه هیواد په تېر ۲۰۲۴ کال کې پنځه تنه افغان وګړي چې د سویس د کډوالو د ادارې د بیان پر بنسټ مجرمان او د سویس داخلي او بهرني امنیت ته ګواښ وو، بیرته خپل هېواد ته ستانه کړل.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.