چې څه کری، هغه به ریبې – (اتمه برخه)

شاه ولی ارین

219

په افغانستان كې د طالبانو د واكمنۍ پر مهال د ملگرو ملتونو استازی اندويندرل وايې:

«ما چي په امريكا كې د سپينې ماڼۍ له عالي رتبه مامورينو سره د افغانستان په اړه په وار_وار خبرې اترې لرلي، نو داسې كومه خبره مې د امريكايي چارواكو له خولې نه ده اورېدلي چې گواكې احمدشاه مسعود د مخدره توكو په قاچاق كې لاس لري او له همدې وجې نه غواړو له هغه سره مرسته وكړو. د اندويندرل په وينا چې امريكايې چارواكو ويل موږ پوهېږو چې د افغانستان په غټه شمېره مخدره توكې په شمالي ولايت بدخشان كې كرل كېږي خو په دې نه پوهېږو چې آيا مسعود به شخصاً ترېنه گته اخلي او كه څنگه»؟

د سپټمبر د یولسمې نېټې په اړه د ځانگړي كمېسيون په راپور كې د مسعود په اړه ويل شوي چې هغه د ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ ميلادي كلونو تر منځ د خپلو متحدينو له خوا دې ته اړايستل شو چې د خپلو پوځي لگښتونو له پاره د بوديجې د برابرولو په منظور له هغوي سره د هېروينو معاملې ته ورگډ شي. د همدې كمېسيون د راپور په ۴۳۰ مخ كې راغلي:

«د مسعود ټول پوځي لگښتونه د همدې كلونو تر منځ د هېروينو د قاچاق له پيسو برابر شوي وو.»

د همدې راپور په ۴۹۰ مخ كې د راپور د ليكوال ښاغلي كلرك په قلم ليكل شوي:

«مسعود او د هغه ملگري داسې خلگ نه دې چې ورسره يو ځل بيا همكاري وشي، ځكه هغوي د مخدره توكو په كاروبار كې ښكېل دي او په دې سربېره مسعود او د هغه ملگري د بشر د حقونو سرغړونكي دي نو دا به د امريكا عاقلانه عمل نه وي چي له هغوي سره دولت جوړ كړي.»

د دغه راپور په ۵۱۶ مخ كې د امريكا د استخباراتي ادارې (سي، آى، اې) د مدير ښاغلي تينت له قوله راغلي چې:

«مسعود يو محتاط او ځيرك سړى و او د هغه ډله له يو سره په ډېرو جنايتونو كي ښكېله وه. د احمدشاه مسعود او د هغه د شمالي ټلوالې د ملگرو ډېر لگښتونه د هېروينو له كاروبار څخه تر لاسه كېدل. د نظار د شورا وسله والو چريكانو د دې مشر له خوا د بشر د حقونو څخه د سرغړونې لويه پېښه په ۱۹۹۳ ميلادي کال په كابل كې ثبت شوي ده. د راپور پر بنسټ نوموړی په همدې كال د كابل په لوېديځ افشارو سيمه كې ملكي هزارگان په ډلييزه توگه ووژل. دا د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزارت په څوكۍ د مسعود تر ټاكل كېدو وروسته د هزاره ملېشو په وړاندې د هغه پياوړي عمليات په گوتو شوي دي. د مسعود چريكانو وروسته له هغه د افشارو په سيمه كې د وحدت د گوند په مركزي دفتر بريد وكړ چې هغه د وحدت د گوند د مشر عبدالعلي مزاري او د مركزي دولت د مخالف مشر گلبدين حكمتيار تر منځ په پټو خبرو اترو خبر شو.

په داسي حال كې چي د وحدت گوند په روان حال كې له جمعيت گوند سره يو ځاى وو، خو په همدې وخت كې مزاري او حكمتيار د يو ځاى كېدو پټ پلانونه جوړول تر څو په گډه د جميعت گوند په وړاندې ودرېږي. د عبدالعلي مزاري او گلبدين حكمتيار د پټو خبرو اترو د پيل سره سم مسعود او د اسلامي اتحاد مشر رسول سياف لاسونه سره يو كړل او د ۱۹۹۳ ميلادي كال د اكتوبر د یولسمې نېټې د سهار په پنځو بجو يې د وحدت گوند په مركزي دفتر چې د ټولنيزو علومو په انستيتيوت كې يې موقعيت درلود بريد وكړ، خو له بريد څخه مخكې د وحدت گوند مشران له سيمې تښتېدلي وو.

د وحدت گوند مركزي دفتر بېله كوم مقاومت څخه د اسلامي اتحاد او اسلامي جميعت گوند د چريكانو لاس ته ورغي. د همدې ورځې د غرمې په يوه بجه چريكانو په سيمه كي پراخ پلټونكي عمليات پيل كړل. د ورځې په پاى كې روښانه شوه چې د وحدت گوند پر مركزي دفتر كې خلک شكنجه شوي او په ځوانو نجونو او ښځو جنسي تېري هم شوي وو».

ویل کېږی چې د كابل د ټولنيزو علومو د انستيتيوت د مركز په لاندنيو كوټو كې د انسانانو د بدن بې شمېره غړي تر لاسه شول او كېداي شي دا غړي د مستندو شواهدو په توگه ياد كړو. عيني شاهدانو او هغه كسانو چې د عدالت موندنې په پروژه كې گمارل شوي وو وويل چې:

« په همدې ورځ د اتحاد اسلامي گوند كسانو د هزارگانو په سيمو يرغل وكړ، گڼ شمېر ملكي كسان يې ووژل او د هغوي په ښځو او نجونو يې جنسي تېرى وكړ».

عيني شاهدان وايې:

 «د ا كار ځكه وشو، چې د عبدالرب رسول سياف جنگيالو د احمد شاه مسعود د قوماندانانو قومانده ونه منله او له برياليتوب وروسته يې خپل استقلاليت اعلان كړ. احمد شاه مسعود د فبروري د مياشتي په ۱۲مه ورځ هوډ وكړ چې د دې ناوړه اعمالو پر سر خاورې واړوي كه څه هم چې د سياف چريكانو په كې ونډه لرله. خو متاسفانه چې د مسعود دې كار د خلكو له ذهنونو دا ناوړې خاطرې هم لري نكړاي شوي او سربېره پر دې د سياف د جنگالو جنايتونو دوام وموند».

د مسعود تر مشرۍ لاندې شمالي ټلوالې د « بې له پښتونه» اجنډا پلې کوله. مسعود له دوو مياشتو وروسته يو تش په نامه مشر، صبغت الله مجددي، په زوره له دفتره وويست او پر ځای يې يو تاجک توکمی برهان الدین رباني کیناوه.

رباني او مسعود په ګډه تلاش درلود تر څو پښتانه له سیاست او قدرت نه لری او تاجک حکومت ته پراختیا ورکړي، د اسلامي ګوند د اجرئیوی شورا برجسته غړي محمد امین کریم د وصال تلویزون سره په يوه مرکه کې داسې وایې:

« ما له استاد رباني سره په ارګ کې ملاقات درلود، هغه راته وویل:

« که ما قدرت را از قید ۲۵۰ ساله فاشیزم قوم پشتون بدست اوردیم، باید اکنون دست به دست شویم تا این قدرت حفظ شود». محمد امین کریم زیاتوی چې ماته استاد فرید د حکمتیار له لورې معرفی شوی صدر اعظم چې په خټه تاجک و هم وویل چې رباني ورته د دغې موضوع وړاندیز کړی و».

د مسعود ـــ رباني د ډلې په لاس د جوړ شوي تاجک حکومت له پيل سره سم، یو پښتون- دښمنه فعالیت پیل شو. موخه (هدف) یې دا و، چې د پښتون قوم سره چل وکړي، یانې پښتون له خپل پیژاند نه غافل کړي او د دغه پلان په پلي کیدا کې له خپل دولتي او موسساتي ميکانيزم نه ګټه واخلي. د بيوروکراتيک چل ول او زور له لارې په افغانستان کې دننه او له پښتونخوا(پخواني شمال لويديځ سرحدي ايالت۱۹۰۱ــ ۲۰۱۰) څخه د راستنېدونکو د يوې لويې برخې پښتنو ته نوې پیژاند پاڼې (تذکرې) ورکړل شوې چې دوي يې پکې تاجکان ښودلي وو. دا د مسعود- رباني د رژیم د هغه حساب شوي کمپاین برخه وه چې د پښتنو اکثريتي مقام راټیټ کړي او په مقابل کې په تقـلبي ډول د تاجکانو سلنه (فیصدي) جګه کړي. نورو اقليتي ډلو د زور زياتي او ترهګرې اچولو له لارې پښتانه په نښه کړل. د بېلګې په ډول ،هزاره ځواکونو د پښتنو کورونه په نښه کړل او له پښتنو کورنيو سره يې زور زياتی وکړ، تر دې چې دوي  یې په زور سره له خپلو کورونو وشړل ـ په ځانګړي ډول دغسې زورزیاتی د کابل ښار په دريمه او څلورمه ناحيه کې هم تر سره شو.

ازبک ملیشو هلته په هغو سیمو کې چې په غټه کچه پښتانه پکې استوګن وو تالان جوړ کړ، تر هغه مهاله چې خپل کورونه یې پریښودل او د هیواد په دننه او بهر کې کډوال شول. په «ملي» سویه د« قومي تصفیې عملیات په شمال کې پیل شول او د پښتنو ټـول کلي د ترهه ګرۍ د عملیاتو له لارې تش شول.

د شورویانوسره د مسعود د زیاتو اړیکو په هکله ولولئ د افغانستان په هکله د دقیق او باورمن امریکایي څیـړونکي ، لیکوال او ژورنالست ریچارډسن لیکنې. نوموړي افغانستان ته په ۱۹۸۶ ،۱۹۸۷ ۱۹۹۰، ۱۹۹۱ او ۱۹۹۷کلونو کې سفرونه کړي وو.

په پایله کې د مسعود- رباني په مشرۍ تاجک حکومت نوې احصایٔیې را و توږلې:

«په دې ډول چې په سلو کې له نږدې ۶۳ نه ۳۸ ته د پښتنو شمیر راټیټ کړي، د تاجکانو شمیر په سلو کې له ۱۲ نه ۲۵ ته جګ کړي او له دې لارې د افغان ټولنې په واقعیتونو کې لاس ووهي».

مسعود سره په پورتني نظر او عمل کې روسانو او ایرانیانو  پوره لاس او همکاري لرله .

مسعود له آره په دې فکر کې و، چې دی به له روسانو سره هیڅکله دښمني نه کوي. چې په دې رابطه روسي تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکی چې په افغانستان کې د شوروي  پوځ په ورستیو کې دندې تر سره کړي وائي:

«د دی تر څنګ هغه «مسعود» په دی باور دی چې په افغانستان کې هیڅ یو رژیم نه شې کولای د شوروی اتحاد له ملاتړ او له هغه سره  له دوستانه اړیکو نه پرته ژوند او دوام وکړی»

(افغانستان میړانه او غمیزه ۴۵۳ مخ).

دا وجه وه چې مسعود د اسلام او مجاهد په جامه کې له روسانو سره هر ډول همکاریو ته چمتو و. په افغانستان کې د پخوانې شوروي اتحاد څلویښتم لښکر قوماندان جنرال بوریس ګروموف د احمد شاه مسعود سره د خپلو استخباراتو د اړیکو په اړه وائې:

« د څلویښتم نمبر لښکر د استخباراتی مرکز هڅو په پای کې ټاکلی نتیجه ورکړی». په ۱۹۸۲میلادی کال کې موږ خپل لوی مقصد ته ورسیدو له احمد شاه مسعود سره مو داسی ټینګی اړیکی پیدا کړی چې آن له افغانستان څخه د شوروی د پوځونو د وتلو تر وخته پر خپل حال پاتی شوي. په افغانستان کې زموږ د پوځی حضورپه ټولو کلونو کې له مسعود سره زموږ اړیکی بریالۍ وده موندله، خو له دی سره، سره د محدودو پوځی ټولګیو قوماندانۍ د ده د وسلوالو بانډونو فعالیت له نظره نه غورځاوه.».

همدا ډول د پرچمیانو سره د احمد شاه مسعود معامله د دې سبب شوه چې حکمتیار د چهار اسیاب څخه پر کابل راکټونه و اورول، او د کابل ښار د اسلامي حزب، اسلامي جمعیت، نظار شورا، اسلامي اتحاد ،  مزاري او عبدالرشید دوستم د پلویانو او وسلوالو له خوا د جنګ پر تنور بدل شو.

د کابل ښاریانو باندې له هر لورې دمرميو باران اوریده او ښکلي کابل وران ویجاړ او په کنډوالو بدل شو.

همدا ډول ژبني، قومي او سیمه ایز توپیرونه په کابل او لویو ښارونو کې مخ پر زیاتیدو شول، له اطراف څخه او په ځانګړي ډول د جنوب او جنوب لویدیځ پښتنو ته په کابل کې د نورو قومونو له خوا د شک په سترګه کتل کيدل، د مزاري هزاره ډله، د رسول سياف پښتانه پلویان او د مسعود تاجک ډله يو بل په بې رحمې سره تر تیغ تیرول، د پښتون هزاره تر منځ جګړه په سرونو کې د میخونو د ټکولو تر سرحده ورسیده او په ټوله کې هسی په نوم د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو قربانیان افغان ولس د ولس شتمنۍ د ولس بچیان د ولس قومونه او قبیلې او د ولس له پاره عام المنفعه ځایونه وو.

دغو خپلمنځیو جګړو له (۶۵۰۰۰ ) نه زیات بی ګناه کابل اوسیدونکي د نارینو، ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل او د دغو هیواد او اسلام دښمنو ډلو له لورې د هیواد ټول مادي او معنوي ارزښتونه د خاورو سره یو سان شوول، د شخصي کورونو لوټول، حتا پر شخصي حریمونو جنسي تیري او تجاوز د ښځو د تیونو پریکول هغه څه وو چې د ثور د اتمې نیټې اصلي څیره هیوادوالو ته ښه څرګندولي شي. له دوه میلیونو نه زیات افغانان کډوالۍ ته اړ ویستل شوول او په زرګونو نور معلول او معیوب شوول دا چې دولتي او تنظیمي ټول واک د احمد شاه مسعود شوراې نظار په ولکه کې و، د مجددي د موقتې دورې وروسته برهان الدین ربانی د جمعیت ګوند مشر د جمهور رئیس په توګه د قدرت واک تر لاسه کړ. نوموړی د څلویښت غلو له جملې نه یو و، چې همدا اوس یې اولادونه ۱،۲میلیارده ډالر سرمایه لري.

دا خبره ریښتیا ده چې څه کرې هغه به ریبې.

نور بیا

چې څه کری، هغه به ریبې (اوومه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.