د مثنوي قصه: خر برفت و خر برفت

شاه محمود میاخېل

123

کله چې د زیاتو لوستو کسانو او اکثره سیاسیونو او حتی ځیني چې ځانته روڼ اندي هم وایي او قضاوت یې یوازې د فیسبوک، ټیک ټاک او نورو خوالو رسنیو په ګپ شپ او تاویلو ماویلو وي، بیا هغه ټولنې خپله لار ورکه کړیده ځکه لوستي او نالوستي یې مطالعه نه کوي، او د مسایلو په عمق باندې ځانونه نه خبروي چې اصلي مسله څه ده.

یا په بله اصطلاح د ولس اوږده حافظه مړه او لنډه حافظه ژوندۍ او میموري د حافظې د یوه یا دوه ورځو نه زیات مواد په خپلو مغزو کې نشي ساتلې.

د ټیک ټاک، فیسبوک او نورو خوالو رسنیو نه مخکې هم د تبلیغاتو په لړ کې حکومتونو او مخالفینو د یو بل په ضد په رواني او تبلیغاتي جګړه کې د غلطو معلوماتو  خپرولو (Disinformation)، د Counter Information یا د ناسمو معلوماتو په ضد معلومات خپرول، جوابي معلومات خپرول او د ستراتیژیک کمونیکیشن د نورو ډولونو نه کار اخیست.

د خوالو رسنیو یو مهم تاوان دا دی چې د معلوماتو د ثقه کولو وخت د خلکو سره نه وي او هره ورځ په لس ګونو مسایل مطرح کیږي. زیادتره کسان چې په ټولو برخو کې دقیق معلومات نه لري نو بیا قضاوت یې هم یوازې د خوالو رسنیو په ورځینو خبرو وي چې احمد داسې وویلې او محمود هسې وویلې.

په پایله کې د خوالو رسنیو ګپ شپیان د ولس رهبري کوي او د هغوي نقل قول د ډیرو لپاره د کاڼي کرښه وي.

دا چې د افغانانو زیاته برخه د حالاتو له وجهې په رواني مرض اخته دي، د ټیک ټاک او خوالو رسنیو ګپ شپ ورته هم یو څه موقتي سکون ورکوي خو دوی د خوالو رسنیو په تسکین او خبرو ځان ته مسیر نشي ټاکلې او رواني ناروغي زیاتیږي. البته که خوالې رسنې د یو مثبت فکر سره استعمال شي، مثبت اړخ هم لري چې مثبت فکر خپور او خلک انسجام ته راوبلي.

له بده مرغه د افغاني صوتي، چاپي او تصویري رسنیو قضاوت، تحلیل او خبر هم زیات وخت د خوالو رسنیو په حواله وي. د دوی راپورونه او تحلیل هم د  Objective Journalism یا معیاري ژورنالیزم په بنیاد نه وي. د خبر د تاید او تحلیل لپاره د مخالف لورې نظر زیادتره په خبرونو او راپورونو کې انعکاس نه پیدا کوي او کله انډول د خبر داسې برابروي چې اصلا د موضوع سره هیڅ تړاو نه لري ځکه د رسنیو فعالان هم ځانونو ته زحمت نه ورکوي چې لږ تحقیق او مطالعه وکړي.

زیادتره افغاني رسمي او غیر رسمي ژورنالستان یا یوټوبران د غربي رسنیو د پروګرامونو نه تقلید کوي خو بیا دا نه ګوري چې د غربي رسنیو د هر پروګرام تر شا په لس ګونه کسان تحقیق او ریسرچ کوي او د پروګرامونو وړاندې کوونکو یا پریزنټرانو لپاره معلومات او مواد برابروي.

دلته راته دوه قصې راپه یاد شولې. یو وخت زه د امریکا غږ رادیو خبریال وم او یو راپور مې د شمال ولایتونو په هکله چې د احمد شاه مسعود لخوا د اسلامي حزب یو شمیر قوماندانان وژل شوي و، ورکړې و.

په همدغه ورځ پېښور کې د کندوز د جمعیت د تنظیم د قوماندان، عارف خان د ورور، حاجي عمر په کور کې ختم و. ختم په دې خاطر و چې عارف خان د دغه حملې نه ژوندې ووته خو مؤثقه معلومات دا و چې هغه یې خوشې کړې و ځکه د جمعیت د تنظیم سره یې تړاو درلود.

سید نورالله اغا چې د استاد رباني معاون و، هم په دغه مجلس کې و نو د مانه یې د دغه پیښې او راپور په هکله پوښتنه وکړله. ما ورته وویل چې عارف خان یې خوشې کړیدی او د پېښې ځای نه تښتیدلې نه و.

ماچې معلومات ورکړل، یو کس هلته ناست و او زما خبره یې رد کړله او وویلې چې د امریکا غږ رادیو داسې  او هسې ویلي. ما ورته وویلې چې سمه ده د امریکا غږ رادیو خبر خپور کړ خو ټول معلومات خپاره شوي نه دي او څه چې زه درته د امریکا غږ د خبریال په توګه وایم دا سم دي.

خو دا سړی په خپله خبره کلک لکه سوټی ولاړ و نو ما ورته وویلې چې امریکا غږ زما په حواله خبر خپور کړې خو زه چې درته حاضر ناست یم زما خبره نه منې او وایي چې څه امریکا غږ ویلي، هغه سم دي.

ټولنیزې او نورې رسنې که یو څه خپروي، دا هم د اوریدنکو او لیدونکو د پوهې د کچې او اخذې پورې اړه لري چې یو خبر یا یوه موضوع څنګه په خپلو مغزو او فکر کې تحلیل او پروسس کوي.

بله د مثنوی قصه راپه یادشوله چې یو وخت په یو مسجد کې یوه ډله طالبان/صوفیان جمع و او د صحبت لپاره یې څه نه درلودل چې پاخه کړي. پخوا به چې طالبانو ګپ شپ او اټن ته شوق وشو نو د صحبت په نوم به یې یو څه پاخه کړل او بیا د خوړو نه وروسته به یې سندرې ویلې او اټن کاوه.

په دغه وخت کې یو صوفي میلمه راغلې چې د دوی سره شپه تیره کړي او خپل خر یې بیرون تړلې دی. مشر چړي، مشر ملا صیب ته ته ویلي و چې د صحبت لپاره څه نشته، څه وکړو؟

مشر ملا ورته ویلي و چې یو چاره وکړن. مشر چړي ورته ویلي چې د میلمه خر بیرون شته او هغه به خرڅ کړم او د صحبت لپاره به وریجې او غوښه واخلم. بیا به سبا ته د میلمه سره ګورو. مشر ملا هم ورته امر کړې چې سمه ده. مشر چړي د میلمه خر خرڅ کړې او صحبت یې پرې برابر کړیدی.

کله چې د صحبت خواړه د میلمه په شمول ټولو نوش جان کړیدي، مشر ملا ویلي چې اوس خو باید خپل غومبر هم وکړو. د سندرې سروکۍ یې دا اچولې چې خر برفت و خر برفت.

میلمه هم د مشر ملا او چړیانو سره غاړه راکاږي او په خوند او شوق وایي چې خر برفت و خر برفت. ټوله شپه یې په خر برفت و خر برفت تیره کړله.

سهار چې میلمه رخصتیږي، ګوري چې خر یې نشته دی. د مشر ملا او چړیانو نه پوښتنه کوي چې زما خر څه شو؟هغوي ورته ویلي چې خر خو ماښام تا نوش جان کړ. هغه  ورته ویلي چې څنګه مو نوش جان کړ؟ مشر ملا ورته ویلي چې صحبت دې وخوړ، هغه خو د همدې خره برکت و او بیا تا پخپله د مونږ سره همدا خبره زمزمه کوله چې خر برفت و خر برفت. دا خو همدا ستا خر و چې مشر چړي خرڅ کړې و او یو ځای مو نوش جان کړ. د مثنوي قصه په ادبیاتو اوږده ده خو ما یې خلاصه د وضعیت او لیکنې سره رالنډه کړله.

خبره دا ده چې د هر معلومات ثقه کول او بیا قضاوت مهم دی. کرزي صیب ته یو وخت چا ویلي و چې د امریکا د سفارت نه د کابل هوایي میدان ته تونل جوړ شوې دی او دوی د امریکا د سفارت او میدان تر منځ په دغه تونل کې تګ او راتګ کوي.

تونل نه و صرف د ایساف د قومانداني او سفارت تر منځ چې مخامخ د سره دواړو غاړو ته سره پراته و، د سرک لاندې زیر زمیني جوړه کړې وه چې د دوی ترمنځ تګ او راتګ اسانه شي ځکه که دوی بیرون وتلې نو بیا دوی باید اجازه غوښتې وې چې بیرته سفارت یا ایساف قوماندانې ته داخل شي او دا اوږده پروسه وه.

خو، کرزي صیب هم دا خبره نه منله او یو ځل یې په یو مجلس کې یادونه هم وکړله چې امریکا د سفارت نه هوایي ډګر ته تونل جوړ کړیدی. د کرزی صیب چې په اخره کې د امریکا سره روابط خراب شول، د چاپلوسانو د اغیز لاندې و. په داسې خبرو چې د امریکا په ضد به وې، هغه خوشاله کوه او هغه هم منله.

ټیک ټاکیان او فیسبوکیان به خپل ساعت تیروي خو روڼ اندو، سیاسیونو او لوستو کسانو ته پکاره ده چې د هر خبر او هرې موضوع په هکله تحقیق او ریسرچ وکړي، خپله مطالعه زیاته کړي او بیا د کره معلوماتو په رڼا کې سالم قضاوت وکړي. د خر برفت و خر برفت سروکي زمزمه نه کړي.

شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانۍ والي او د افغانستان د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د عامه او سیاسي اړیکو مسوول

ولې ځینې په نامه سیاسي څیرې پاکستان ته منډې وهي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.