نېټه: ۶ مې ۲۰۲۵ نوي ډیلي
د هند او پاکستان ترمنځ په کشمير د سيلانيانو له وژلو وروسته د هند پوځ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير سیمو کې پر ۹ هدفونو توغنديز بریدونه کړي دي. هند د دې عملیاتو لپاره «سِندور» نوم ټاکلی او ادعا کوي چې هدف یې د ترهګرو پټنځایونو له منځه وړل دي.
خو پاکستان په ډېرې سختۍ سره غبرګون ښودلی او د هند دا بریدونه یې «يو طرفه تېری» بللی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې د دې بریدونو له امله ۵ ولسوالۍ متاثره شوې دي، او د لومړنیو معلوماتو له مخې، ۳ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، ټول ټپیان او وژل شوي ملکي وګړي بلل شوي دي.
په ورته وخت کې پاکستاني رسنۍ لکه «PTV News» او «Samaa TV» ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د هند د بریدونو په ځواب کې د «غچ اخیستلو» عملیات پیل کړي دي. ځینې رسنۍ حتی ادعا کوي چې پاکستاني پوځ دوه هندي الوتکې راغورځولي دي، خو دا معلومات تر اوسه تایید شوي نهدي ،او هغه عکسونه پخواني دي.
هند هم ادعا کوي چې پاکستان د اوربند توافق نقض کړی دی او د کشمير د هند تر کنټرول لاندې سیمو ته یې د درنو وسلو سره ډزې کړي دي.
د دې تازه کړکېچ له امله نړیواله ټولنه د هند او پاکستان د حکومتونو نه غوښتنه کړې چې د دې کړکېچ د پراختیا مخنیوي لپاره د خبرو اترو او زغم په لور پرمختګ وکړي.
دا کړکېچ په داسې حال کې پر مخ روان دی چې دواړه هېوادونه اتومي ځواکونه لري، او د دې بریدونو زیاتوالی کولی شي له خطرناکو پایلو سره مخ شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.