د المان نوي صدراعظم فریدریش مرڅ پر امريکا توندې نيوکې کړي دي.

91

برلین – د آلمان نوي صدراعظم فریدریش مرڅ خپلې رسمي دندې د پیل لومړیو ورځې د بهرنۍ تګلارې پر بنسټ تنظیم کړې دي،پر اوله ورځ يې پر متحده ایالاتو تندې نیوکې هم  وکړي،او هغوی يې غوښتلي چې د آلمان په کورنیو چارو کې لاسوهنه د ودروي،او په ورته وخت کې يې له اروپايي متحدینو لکه فرانسه او پولېنډ سره د اړیکو پراختیا ملاتړ اعلان هم وکړ.

مرڅ د آلمان ملي ټلوېزیون ZDF ته سره په مرکه کې وویل چې واشنګټن د آلمان په اړه “بې‌معنا انګیرنې” خپروي. هغه زیاته کړه چې د مې میاشتې پر ۸مه نېټه به د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړي او له هغه به وغواړي چې د آلمان د کورنیو چارو څخه دې ځان ګوښه وساتي.

نوموړي په عین حال کې د پاریس او ورشا د سفر اعلان وکړ، چېرې به له فرانسوي ولسمشر امانوئل مکرون سره د انرژۍ مسایلو او له پولېنډي صدراعظم دونالد ټسک سره د نوي “دوستي تړون” پر سر خبرې وکړي.

مرڅ همداراز دا ژمنه هم تازه کړه چې آلمان به د اوکراین د ملاتړ مخکښ پاتې شي، او ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي باید ډاډه وي چې د “تاؤروس” ډوله کروز توغندیو په ګډون پوځي مرستې به دوام ولري.

د شنونکو په باور د مرڅ دریځونه ښيي چې نوی حکومت غواړي له اروپايي متحدینو سره اعتماد بیا ورغوي او د امریکا له سیوري څخه د آلمان خپلواک سیاست رامنځته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.