ډالرايزيشن  (په چلښت کې د بهرنیو اسعارو شتون) څه ته وايې؟

لیک: استاد تاج محمد تمکین

146

ډالرايزيشن هغه حالت ته ويل کيږي کله چې د يو هيواد اوسيدونکي د خپل ملي پولي واحد ترڅنګ او يا پر ځای يې بهرنې پولي واحدونه هم په پراخه کچه په ورځنې اقتصادی معاملاتو کې استعمال کړي ، دا پدې معنی چې يواځې د امريکايې ډالر چلښت د يو هيواد په داخل کې د ډالرايزيشن په معنی ندی بلکې که چيرې نور اسعار لکه يورو، جاپانی ين، درهم ، پاکستانی کلداري او يا نور اسعار په اقتصادي جريان کې چليږي نو هم ډالرايزيشن بلل کيږی .

ډالرايزيشن دوه حالتونه لري چې رسمي او غير رسمي بڼه لري . رسمي حالت يې هغه وخت رامنځته کيږي کله چې د هيواد مرکزي بانک خپل ملي پولي واحد د چاپ پروسه په ټپه ودروي او په رسمي توګه بهرنی پولي واحد د اقتصادي معاملاتو لپاره غوره کړي له بلې خوا غير رسمي حالت يې هغه وخت رامنځته کيږي کله چې د هيواد وګړي بې له دي چې مرکزي بانک قانونی جواز ورکړي وي او يا يې قانوني مرحله طی کړي وي په خپلو ورځينيو اقتصادي معاملاتو کې بهرني پولي واحد وکاروي .

غير رسمي حالت يې په ډېر شمېر هيوادونو کې ليدل کيږي چې زمونږ هيواد هم پکې شامل دی، د ډالرايزيشن رسمی بڼه په ۱۹۹۹ کې هغه وخت د خبرونو سرټکی وګرځيد کله چې د ارجنټاين هيواد په رسمي توګه د امريکا متحده ايالاتو سره موافقه ليک لاسليک کړاوډالر يې د رسمی پولي واحد په توګه ومانه ، هيوادونه کولای شی د امريکا متحده اياتو سره بغير د کوم موافقت ليک څخه په رسمي بڼه د ډالرو استعمال رسمي کړي مګر په موافقت ليک سره ځينې اقتصادي او سياسي ګټې نښتې دي .

د ارجنټاين دا اقدام په نورو لاتينی امريکايې هيوادونو کې د ډالرايزيشن په تړاو خوځښت رامنځته کړ، په ۲۰۰۰ م کال کې د اکوادور ولسمشر د ډالرايزشن د عملی کولو وړانديز وکړ ترڅو په هغه هيواد کې د اقتصادي رکود مخه پرې ډب کړي ، د سياسی بي ثباتی له آمله هغه د واک څخه لري کړای شو. په ۲۴ جنوري ۲۰۰۰ م کال د ملګرو ملتونو لخوا د ختځ تيمورلپاره ډالر د رسمي پولي واحد په توګه اعلان کړ چې ياد هيواد د اندونيزيا څخهخپلواک شوي ؤ.

اوسمهال تر ټولو لوي خپلواک هيواد چې ډالرايزيشن پکې په رسمي بڼه قبول شوی د پاناما هيواد دی ، په زياتره پرمختيايې هيوادونو کې ډالرايزيشن په پراخه توګه موجود دی ځکه د ډير لږ شمېر پرمختيايې هيوادونو پولي هيواد باثباته پاتي شوی .

په غير رسمي ډالرايزيشن کې دواړه حالتونه شامل دي ؛ لمړی هغه حالت چې بهرني اسعار او شتمني ساتل پکې قانون بڼه لري، او دوهم  حالت يې هغه دی چې بهرني اسعار ساتل پکې غير قانونی وي ، په ځينو هيوادونو کې جواز لری چې  خلک په داخلي بانکونو کې د ډالرو صورت حساب ولري مګر د نورو اسعارو صورت حساب درلودل غير قانوني ګڼل کيږي.

غير رسمی ډالرايزيشن لاندې حالاتو درلودونکی دی :

  • د بهرني بانډونو ساتنه او يا غير پولي شتمني ساتنه ؛ معمول په بهرنې هيواد کې د هيواد د وګړو لخوا
  • د بهرني اسعارو حساب په بهرنی هيواد کې
  • د بهرني اسعارو حساب په داخلي بانکي سيستم کي
  • بهرنی اسعار په جيبي بکسونو (بټوه) کې

غير رسمي ډالرايزيشن هغه حالت کې واقع کيږي کله چې د هيواد ملي پولي واحد يو د لاندې وظايفو کې پاتې راشي :

  • د ارزښت ذخيره Store of value
  • د تاديې وسيله Mean of Payments
  • د حساب واحد Unit of Account

لمړني حالت ته اقتصاد پوهان (د شتمنی تعويض) (Asset Substitution) کليمه کاروي، خلک بهرني بانډونه او شتمنی او يا په بهر کې صورت حسابد دې لپاره پرانيږي ترڅو خپل ارزښتونه ذخيره کړي. دوي دا کار د دې لپاره کوی ترڅو د انفلاسيون په مقابل کې خپلې شتمنۍ د تاوان څخه وژغوري ، په يو شمېر پرمختيايې هيوادونو کې مرکزي بانک پدې ندی توانيدلی ترڅو انفلاسيون مهار کړي همدا علت دی چې د دې شمېر هيوادونو اوسيدونکی نورو اسعارو ته چې معمولاً د هغه هيواد د پولي واحد څخه باثباته وي مخه کوي.

دوهم حالت چې اقتصاد پوهان ورته د کرنسي تعويض (Currency Substation) وايې هغه حالت دي چې د يو هيواد وګري په پراخ مقدار سره بهرني اسعار په داخلي بانکونو کې ولري ، او که جواز ولري حتی بهرني بانډونه ، د خلکو عادی مصارف لکه مزدونه ، ماليات ، د برق بيلونه او د روزمره خوراکی توکو مصارف لکه سبزيجات او نور په داخلي پولي واحد تاديه کوي مګر تجملي او قيتمی اجناس لکه موټر ، کور او ځمکه په بهرني اسعارو تاديه کوي .

په اخيري حالت کې  کله چې خلک پير او پلور کوی نو  فکر يې بهرنی اسعارو ته وي ، د اجناسو قيمتونه هم د تبادلې نرخ پورې تړلي وي . د ډالرايزشن موجوديت په يو هيواد کې د هغه هيواد داخلي پولي واحد لپاره تقاضا بي ثباته کوی، که چيرته په ناڅاپي توګه خلک بهرنی اسعارو ته ورګرځي نو ورسره داخلي پولي واحد ارزښت راکميږي چې د اقتصاد په اصطلاح Currency depreciation رامنځته کيږي ، چې په نتيجه کې يې انفلاسيوني څپه راپورته کيږي. اقتصاد پوهان پدې اړه اختلاف لري چې کوم ډول ډالرايزيشن (رسمي او غېر رسمي ډآلرایزیشن) د هيوادونو لپاره ګتور دی،ځکه د ځينو هيوادونو لپاره د بانکي سيستم باثباتي ډېره اړينه مګر بيا د ځينو هيوادونو لپاره د پيسو د تقاضا لپاره بي ثباتي بيا ډيره اغيزناکه وي . که څه هم ډالرايزيشن خپل اقتصادي ګټې او تاوانونه د ځانه سره لري ، خو عموماً ډالرايزيشن دوه لوی خطرات له ځانه سره لري ، لمړی دا چې د هيواد مالی او بانکی سيستم د خطر په غاړه پريږدي او دوهم دا چې په هغه هيواد کې پولي پاليسی لاپسې پيچلي او سختوی. په رسمي ډالرایزیشن کې حکومتونه هڅه کوي چې د خپلو پیسو ضعف د قوي بهرنیو اسعارو ته په معاملاتو کې د اجازې له لارې پټ کړي او دا کار رسماَ دوی کوي لکه په 1999 میلادي کې چې ارجنتاین هیواد رسما ډالرایزیشن ته غاړه کېښوده ولې په غیر رسمي ډالرایزیشن کې حکومتونه هڅه کوي چې خپل پولي واحد رایج کړي مګر عامه اقتصادي سکتورونه لا راضي نه وي چې خپل پولي واحد د نوساناتو یا هم نورو عواملو له کبله وچلوي.

د ګټورې مفاهمې په و ړاندې ستونزې او خنډونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.