د اوبو څښل د انسان ښکلا ډېروي

124

ژوند پر اوبو ولاړ دی؛ د ځمکې له څلورو برخو، درې برخې يې اوبه دي، دا چې اوبه کوم مرکب دی او له څه شي نه جوړې شوې دي، پرې خبرې نه کوو، بلکې یوازې ګټې مو یې را سپړلې دي.
اوبه هغه ماده ده چې په بدن کې مړه شوي سلولونه بیا را ژوندي کوي او د پوستکي ګونځې له منځه وړي. روغتیاپالان وایي اوبه په ښکلا کې مهمه ونډه لري؛ ځکه د پوستکي د وچوالي مخه نیسي او د سترګو د شاوخوا ګونځې له منځه وړي.
کولی شئ اوبه په یوازې ډول وڅښئ او یا یې هم له نور خوړو سره ګډې کړئ او ګټه ترې واخلئ، که اوبه له نورو خوراکي موادو سره ګډې شي ويټامینونه په اسانۍ سره د بدن ټولو برخو ته جذبېدای شي.
د اوبو کچه په ټولو خوراکي توکو کې توپیر کوي؛ د بېلګې به توګه خالصې شیدې ۸۷ سلنه اوبه لري، هګۍ ۷۴ سلنه، غوښه ۷۰ سلنه، مېوې ۸۵ سلنه او وچه ډوډۍ ۴۰ سلنه اوبه لري.
د انسان بدن ۵۵،۷۵ سلنه له اوبو جوړ شوی، د دې لپاره چې له ژېړي څخه په امن کې وی، ښه ده چې په زیاته کچه اوبه وڅښئ، اوبه کولی شي په بدن کې مړه سلولونه له سره ورغوي او د پوستکي ګونځې له منځه یوسي.
که غواړئ ښکلی او روڼ پوستکی او ښکلې څېره ولرئ، د ورځې لږ تر لږه اته ګېلاسه اوبه څښئ، خو یو څه ته مو باید پام وي چې معتدلې اوبه وڅښئ، د زیاتو یخو اوبو څښل مو ځيګر غوړوي، دغه راز د ډېرو یخو اوبو څښل د جنسي ګمزورئ او عصابو د نا ارامۍ سبب کېږي.
د شپې له خوا او یا هم په تشه معده د زیاتو اوبو څښل د بدن لپاره زیان لري؛ ځکه که په تشه معده زیاتې اوبه وڅښل شي سردرد او د معدې ستونزې هم منځته را وړلی شي.
ښه لاره یې دا ده چې له ورزش مخکې او د ورزش پر وخت په منظم ډول اوبه وڅښئ؛ ځکه د فزیکي فعالیت پر وخت ستاسو بدن اوبو ته اړتیا پیدا کوي او هر څه هغه وخت ګټور تمامېږي چې اړتیا ورته پیدا شي.
ډېری په دې اند هم دي چې کله هوا ګرمه وي، فزیکي فعالیت کوئ او یا هم د تندې احساس وکړئ، باید اوبه وڅښی چې دغه کار سم نه دی. د ورځې په اوږدو کې باید په منظم ډول اوبه وڅښل شي تر څو مو په بډوډو کې د ډبرو د جوړښت او د هاضمې په سيستم کې د ګڼ شمېر ستونزو چې له هغې جملې څخه لویه ستونزه یې قبضیت دی، مخه نیولې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.