د ښځینه جنس او علم په خلاف مبارزه / څلورمه برخه

رڼاګل اریوبزی

125

د ښځینه جنس او علم په خلاف مبارزه

د طالبي جهاد یوه موخه

څلورمه برخه

د دې لیکنې په دریمه برخه کې مو وویل چې د طالبانو قدرمن امیرالمؤمنین ملاهبت اله د ښځود حقوقو او د هغوی د زده کړو او کار په هکله د طالبي امارت د لومړۍ دورې سیاست دامارت په دوهمه دوره کې هم په غوڅه توګه عملي کوي، خودخپل سیاست د مشروعیت له پاره عام ولس ته کوم دیني یاعقلي دلیل نه وړاندې کوي. امیرصاحب په دې برخه کې په تقریرونو، بحثونو او دلیلونو خپل ارزښتناک وخت نه ضایع کوې بلکې نیغ په نیغه عمل کوي، دی د عمل سړی دی، عمل يې امردی او باور يې دادی چې هرامريې بې عیبه دی، هیڅوک ترې دسرغړونې اوحتی د هغه په هکله دکومې پوښتنې حق نه لري، واجب الاجرادی هرڅوک به يې مني. عالیقدرامیر صاحب د  دری نیموکالو په موده کې د لومړي ځل له پاره د۲۰۲۵م کال دفبروري په ۱۲ نیټه دکندهار پوهنتون استادانواومحصلانو ته وینا وکړه اودنورو ترڅنګ يې وویل« چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی اوهریو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري.» داچې دغونډې ګډونکوونکې ټول نارینه استادان او محصلان وو، نو د امیرصاحب له پورتنیو خبرونه دا پایله تر لاسه کیږي چې ښځینه جنس د ده په افغانستان اودده په نظام کې له سره ځای نه لري، نوځکه په کورنۍ اوټولنه کې دهغوی دحق، مقام اورول په هکله نه چندان فکرکوي اونه نظرښکاره کوي. هلته دلوړپوړه طالبانو په منځ کې یوسړی شته چې دامیر صاحب سره نږدې کورنۍ خپلوي لري اوهم په خپلوکې خوږه فکري انډیوالي لري.داسړی هم دنظرسړی دی اوهم دعمل سړی دی. نوم يې نیدا محمد ندیم دی اوامیر صاحب د طالبانو په کابینه کې دلوړواومسلکي زده کړوزیرمقرر کړی دی. هرامرچې امیرصاحب يې کوي، بیدرنګه يې عملي کوي. دخبرو شوقي هم دی او په ِونډواومجلسونوکې زورورې ویناګانې هم کوي. شیخ ندیم په یوه بیانیه کې وايې چې:« خدای تعالی نارینه او ښځینه سره برابر نه دي پیدا کړي……. د دوی پیدایښت داسې شوی، چې نارینه به حاکم وي او ښځې به ورڅخه اطاعت کوي.» هو! خدای تعلی خودوه انسان سل په سلو کې یوشان نه دي پیدا کړي.

دبیلګي په توګه دجسمي ځواک له مخې ښځې په ټوله کې دسړیو پرتله کمزورې دي، داتوپیر په جنس پورې اړه لري اوداحقیقت هرڅوک مني، خومعاصرې علمي څیړنې اودانساني ژوند عملي تجروبې راښيي چې دعقل اوفکراو په همدې ډول دعلومواوفنونودزده کړې په برخه کې ښځې د سړیو سره دسیالۍ بشپړه  وړتیا لري، داکار په جنس پورې نه دی تړل شوي بلکې دهرانسان دژوندپه شرایطواودهغه په فردي هلوځلو پورې اړه لري. په همدې ډول دلوی خدای په دربارکې د ښځواوسړیومقام اومنزلت دهغوی په جنسیت پورې نه بلکې دهغوی په عقیده اوعمل پورې اړه لري. دکائیناتوخالق په قرآن کریم کې فرماېې چې.«إِنَّ الْمُسْلِمِینَ وَ الْمُسْلِماتِ وَ الْمُوءْمِنِینَ وَ الْمُوءْمِناتِ وَ الْقانِتِینَ وَ الْقانِتاتِ وَ الصّادِقِینَ وَ الصّادِقاتِ وَ الصّابِرِینَ وَ الصّابِراتِ وَ الْخاشِعِینَ وَ الْخاشِعاتِ وَ الْمُتَصَدِّقِینَ وَ الْمُتَصَدِّقاتِ وَ الصّائِمِینَ وَ الصّائِماتِ وَ الْحافِظِینَ فُرُوجَهُمْ وَ الْحافِظاتِ وَ الذّاکِرِینَ اللّه َ کَثِیراً وَ الذّاکِراتِ أَعَدَّ اللّه ُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَ أَجْراً عَظِیماً» ( په رښتیا چې لوی پروردګارمسلمان سړي اومسلمانې ښځې، ایمان لرونکې سړي اوایمان لرونکې ښځې، دخدای فرمان منونکي سړي اودخدای فرمان منونکې ښځې، رښتیا ویونکي سړي اورښتیاویونکې ښځې، صبرکوونکې سړي اوصبرکوونکې ښځې، متوضع سړي اومتوضع ښځې، سخي سړي اوسخي ښځې، روژه نیوونکي سړي اوروژه نیوونکې ښځې، پاک لمنه سړي او پاک لمنې ښځې او هغه سړي اوښځې چې خدای يې په یادوي، بخښي او ورته لوی اجر ورکوي.) داآیت شریف راښيي چې داسلام مبارک دین کې نه ښځه په نارینه حاکمه ده اونه نارینه په ښځې حاکم دی، په دې دین کې پاکه عقیده، نیک اعمال، حق اوحقیقت حکومت کوي. شیخ صاحبانو دا باید ومنوچې که دا په اصطلاح حاکم نارینه خپلې محکومې ماندینې ته امر وکړي چې لمونځ مه کوه، دلته ماندینه حق اومکلفیت لري چې داامر ونه مني، ځکه چې لمونځ په هرمسلمان، نراوښځه فرض دی اوکه لوریامیرمنې ته امروکړي چې زده کړې مه کوه، داامرهم باطل دی اوباید ونه منل شي، ځکه دعلم زده کړه هم په هرمسلمان، نراوښځه، فرض دی.

د اسلام دین مو نیکو چاروته رابولي او له بدو مومنع کوي. د علم زده کړه نیک عمل دی او ډیرې ښیګڼې لري. د نیکو اوبدوترمنځ هم هغه څوک ښه ټوپیرکولی شي چې ډیرڅه يې زده کړي وي اوپه ژوره اوپراخه پوهه سمبال وي. باید هیرنه کړوچې فرعون یونارینه و. ده نه یوازې دخدايۍ دعوه کړې وه بلکې په کلکه دموسی ( ک ) دشهید کولوپه لټه کې هم واو« آسیه » یوه ښځه اودفرعون ماندینه وه، دې میرمنې دخپل میړه دامراونیت په خلاف موسی (ک) دفرعون دشراوغوسې نه وساته اودهغه ژوند ته يې نجات ورکړ. نوځکه په قرآن کریم کې فرعون نه بلکې آسیه ستایل شوې ده. ښاغلو شیخ صاحبانو! موږاوتاسې باید په خپل نارینه جنسیت دومره هم مغرورنه شوچې داسلام پاک دین کې دعقیدې اوعمل مقام اوارزښت له سره راڅخه هیرشي. په دې هکله په یوه بل آیت شریف کې راغلي دې چې : « الناس انا خلقناکم من ذکر وانثی و جعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا ان اکرمکم عند الله اتقاکم.» ( ای خلکو! ماتاسې له یوه سړي او له یوې ښځې پیداکړی اوله تاسې مو قومونه اوقبیلې جوړې کړې ترڅو یوبل وپیزنی. له تاسې څخه په خدای هغه څوک ډیر ګران اوورته نږدې دی چې ترټولوزیات پرهیزګاروي.) یانې جنس، نژاد، دپوست رنګ، قوم یا قبیله، شتمني یاغریبي نه، بلکې نیک عمل اوپرهیزګاري دالله تعلی ددوستې اومحبوبیت لارده. نارینه توب کوم امتیازاوله ګناهونودایمي برائت نه دی، امتیاز په پاکه عقیده، پرهیزګارۍ اونیکو اعمالو ترلاسه کیږی. ښځه دنارینه په شان دخدای مخلوق دی، دخدای دې مخلوق ته په ټیټه سترګه کتل اوځان ترهغي لوړبلل نه نیک عمل دی اونه نیک نظردی بلکې سوچه جرم دی اوشردی. پوهه اوپاک لمنه میرمن ترجاهل، وحشي اوظالم نارینه زرځله زیات شرافت اولوړکرامت لري. رحمان بابا دا حقیقت داسې بیانوي چې:

تر نا پاکو نارینه وو ده بهتره     پاک دا منه پرهـیزګاره ارتینه

د دیندارې ارتینی تریوې ګوښی     صـدقـه شه سـل بې دینه نارینه

په ډیره خواښینۍ اوحیرانتیا باید ووایم چې په « نن ټکی اسیا» د، طالبانو یا هغوی ته نږدې خپرونه، کې کله ناکله داسې لیکنې هم خپریږي چې پکې ښځې د فتنو سرچینه ګڼل کیږي. دلته هم د پاس پاکو آیتونو په خلاف فتنه ښځینه جنسیت سره تړل کیږي اوله سره دعقیدې اوعمل پروا نه ساتل کیږي اوپه ټولو پاک لمنومیرمنو بې رحمه تورلګول کیږي. ناحقه تورلګونه خوهسې هم په اسلام کې روا نه ده، خوپه دې برخه کې په ځانګړې توګه حضرت علي ( ک ) فرمایلي دي چې: « څوک چې په پاک لمنوتورسروتورپورې کوي په هغو سلام مه اچوی.» په تیره بیاافغاني پاک لمنو خویندواومیندو د کورنۍ او ټولنیزژوند په بسیا کولو کې ډیرې هلې ځلې کړي دي، سختۍ يې تیرې کړې دي اومحرمیتونه يې زغملي دي، له نارینه وو ټیټې نه دي، د هغوی په شان د خدای مخلوق دی او فتنې نه دي فریښتی دي. دامنوچې خدای  ( ج ) ښځه دبشرپه تاریخ کې دخپلې استازې په توګه نه ده ګمارلې یانې دپیغمبرۍ مقام يې نه دی ورکړی، خولکه څنګه چې رابعه بصري فرمایلي دي هیڅ ښځې د خدايې دعوه « هم نه ده کړې اوټول انبیا، اولیا، اصدقااو شهدا دهمدې په غیږکې ستراولوی شوي دي.» څه ناڅه ټولې ښځې میندې دي اوهره مورښځه ده. شیخ صاحب! ته اوزه هم خپلو میندو په خپله غیږکې ساتلي، لوی کړي، روزلي اونازولي یواو په دې لارکې يې هرډول ستونځې، ستړیاوې اوبې خوبۍ په ځان منلې دي. نوځکه داسلام مبین دین مورته چې یوه« ښځه » ده په کورنۍ اوټولنه کې دهغې درول اواعمالوپه بنیادپه دنیا اواخرت کې لوړمقام ورکړي دی اودامقام د اسلام پیغمبر( ص ) داسې تعریف کړی دی چې:« الجنّةُ تحتَ اقدامِ الامّهات.»( جنت دمیندو تر پښولاندې دی. ) دا پاس رانقل شوې اونورمبارک آیتونه اوحدیثونه راښيي چې په اسلام کې دانسان کرامت اوفضیلت جنسیتي نه دی، میراثي اونژادي نه دی.

خدايي عدالت دادی چې دفضیلت سرچینه پاکه عقیده، پاک نیت اونیک عمل دی. د طالبانوداروان کړه وړه ښيي چې لږ ترلږه په دې برخه کې داسلامي لارښوونوڅخه ترډیره بي برخې پاتئ شوی دي، ځانونه ترپاک لمنومیندواو« یزید » تر« بې بي عایشې صدیقي » بافضیلته ګڼي، سړي دښځې په وړاندې له ابده حاکم اوښځې دسړي په وړاندې له سره محکومې بولي. ښځینه به دنارینه وومطلق متابعت کوي اوپه پټو سترګو به يې ټول، رواوناروا، امرونه منې او ښځې به په خپل عقل اوفکر دروا اوناروا، دحلال اوحرام، دښواوبدوترمنځ د توپیراوپریکړې حق اوصلاحیت نه لري، داځکه چې د شیخ ندیم په عقیده ښځه یوازې په دې چې ښځه ده ترنارینه ټیټه ده او نارینه یوازې په دې چې نارینه دی ترښځې لوړاو په هغې حاکم دی اودا په داسې حال کې چې داسلام پاک دین کې دهرفرد، نارینه یاښځینه، ځای اومرتبه او له سره دهغه دنیاوي او اخروي برخلیک دده په عقیده، نیت اوعمل پورې اړه لري. په خواښینۍ وینو چې د شیخانو په عقل او قضا کې عقیده، نیت اوعمل له سره ارزښت نه لري اوجنسیت دحاکمیت او محکومیت او د ټولو نیکیو او بدیواصلي سرچینه بولې. طالبي شیخان ددی مفکوري په بنسټ دښځینه جنس په وړاندې دخپل عمل له پاره مشروعیت لټوي، دښځینه جنس هغه انساني حقوق ترپښو لاندې کوي چې لوی څښتن تعلی ورکړي دي. د نورو ترڅنګ يې د زده کړونه، چې په اسلام کې په هرمسلمان، نارینه اوښځینه، فرض دي، منع کوی او د حلال کاراوکسب اجازه هم نه ورکوي. تراوسه داسې نښې انښانې نه لیدل کیږي چې طالبان به دشیخ هبت اله ترمشرې لاندې د ښځینه جنس په وړاندې دروان سیاست نه لاس واخلي، ښځو ته دانساني موجود په سترګه وګوري او خدای ورکړي حقوق يې ومني. دکم عقلۍ، دسرزورۍ اویازورواکۍ داسیاست دطالبانو دنوروکړووړواغیزې له سره له منځه وړي، دامارت په وړاندې دولس کرکه را پاروي، سولې او امیت ته زیان رسوي اودهیواد برخلیک له سختو ګواښونو سره مخامخ کوي. په دې خواښینوونکو جملو دا برخه سرته رسوو. په راتلونکې پنځمه برخه کې به د علم سره د طالبانو رابطه تر خپل وس پورې وڅیړو.

د ښځینه جنس اوعلم په خلاف مبارزه-د طالبي جهاد یوه موخه- ۳برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.