ولې خپل ماشومان وړکتون ته لېږو؟

آرش ننګیال

119

له ښوونځي مخکې د زده کړو مساله په اتلسمه پېړۍ کې رامنځته شوه، خو تر نورې نړۍ په اروپا په تېره المانیانو دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوله. همدا علت هم دی چې لومړنی وړکتون په ۱۸۳۷ میلادي کال کې په المان کې جوړ شو، د هغه وړکتون نوم (د ماشوم باغچه) و.
هغه مهال له ښوونځي مخکې د زده کړو مساله ډېره ګرمه وه، خو وروسته بیا وړکتون کې څه بدلونونه راغلل، شکل او محتوا کې یې بدلون راغی او اوسني وړکتونونه خو موږ او تاسو په خپلو سترګو لیدلي دي.
وروستیو کلونو کې د وړکتونونو بازار هم ښه ګرم شوی دی.
بې له دې چې دولت د دغو وړکتونونو د جوړنې لپاره علمي، اساسی او ښوونیز معیارنه په پام کې ونیسي، هر چاته اجازه ورکړل شوې ده چې وړکتون جوړ کړي.
د دې وړکتونونو
ټول نه خو ډېری کارکوونکي یې غیر مسلکي کسان دي چې یواځې د معاش اخیستلو لپاره په یادې ادارې کې دنده ترسره کوي.
په غرب یا اروپا کې د یوه وړکتون د روزونکو لپاره بې شمېره معیارونه په پام کې نیول کېږي، حکومت او د ماشوم د حقونو څارونکې ډلې له دغو وړکتونونونه په کلکه څارنه کوي، وسایل، امکانات، روزونکي، تدریسي مواد، د لوبو، خوړو، خوب توکي هرڅه کتل کېږي. دلته یوازې څو هغه معیارونه چې یوازې روزوونکو پورې اړه لري له تاسو سره شریکوم.

• باید چې له کاملې روغتیا برخمن اوسي
• له ماشومانو او دندې سره مینه ولري
• پراخه حوصله او صبر ولري
• په یاده برخه کې کافي تجربه ولري
• خوشاله او خوش برخورد اوسي
• ماشومانو ته اخلاقي او ایماني ژمن اوسي
• د ماشوم په هکله د کافي مالوماتو درلودونکی وي
• ماشوم کې تغیراتو او بدلونونو ته په پام سره باید د ماشوم روغتیايي حالت، علمي کچه، عاطفې، رواني حالت، ذهنی حالت او دا ډول نورو مختلفو بعدونو ته متوجه اوسي
• روزونکی باید منظم، پاک او د باطني ښکلا ترڅنګ، ظاهري ښکلا هم ولري.
• مینناک او زړه سواندې اوسي
• د ماشوم د ساتنې او پالنې په برخه کې باید پوره وړتیا ولري
• په ژبه حاکم اوسي
او داسې په لسګونه هغه معیارونه چې یو ښه او کامل انسان یې لري، ځکه چې روزونکی د ماشوم لپاره یوه بېلګه یا مثال وي.
ایا زموږ د وړکتون کار کوونکي دا معیارونه لري…؟

بهرنیان ولې خپل ماشومان وړکتون ته لېږي؟

تاسو ته ښه مالومه ده چې پرته له څو محدوده هېوادونو، په ټولو هېوادونو کې د کورنۍ د غړو شمېر درې یا هم څلور کسان وي، ښځه، خاوند یو یا هم دوه اولادونه.
غیر اسلامۍ نړۍ کې هرڅوک د خپل ځان مسوولیت لري، یانې ښځه مکلفه ده چې د خپل خرڅ او مصرف پیسې په خپله پیدا کړي او خاوند خپله، زوی خپله او لور خپله.
نو د دې لپاره چې ښځه او خاوند دواړه خپلو دندو ته دوام ورکړي، په کورنۍ کې د ماشوم د ساتنې او پالنې لپاره هم څوک نه لري، نو اړ دي چې خپل ماشوم وړکتون ته ولېږي او خپله کار وکړي.
بل دا چې هلته د وړکتون او ماشوم روزنه او پالنه په خورا جدیت تر څارنې لاندې نیسي.
ارواپوهان وايي: که چېرې له درې کلنۍ وروسته د لږوو ساعتونو لپاره ماشوم هغو معیاري وړکتونونو ته ولېږل شي کېدای شي چې زیان یې خورا کم وي. خو که د اوسني دود له مخې چې یو یا دوه میاشتنۍ کې یې وړکتون ته سپاري، دا به د ماشوم لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه ولري چې د ژوند تر پایه به ورسره مله وي.

ـ موږ ولې خپل ماشومان وړکتون ته لېږو؟

زموږ د کورنیو د غړو اوسط شمېر اته کسان دي، کورنۍ کې یوازې نارینه کار کوي او مېرمنه پرته د کور او ماشوم له کار نه بل هېڅ مسوولیت نه لري ( له ځینو کورنیو پرته)
زموږ په کورنیو کې پلار، مور، نیا، نیکه، عمه، خور، ورور، کاکا او نور غړي چې د ماشوم له روزنې او پالنې سره څه ناڅه عادت دي، تجربه هم لري او تر ټولو مهمه دا چې په عاطفي او اخلاقي لحاظ پرې د ماشوم د ساتنې اعتماد کېدای شي هم ګډ ژوند کوي. دوی د ماشوم په روزنه او پالنه کې له مور او پلار سره په کافي اندازه مرسته کوي.
ایا د ماشوم لپاره تر دې ښه، غوره او د اعتماد وړ روزونکي پیدا کولای شو؟
که غربیانو دا سې کورنۍ درلودای نو ایا هغوی به پردیو او نا اشنا خلکو ته د خپلو اولادنو روزنه او پالنه ور سپارلې وای…؟
دا چې هغوی یوازې دي شاید یو علت یې دا وي چې ماشومان د مور او پلار له مینې او تودې غېږې لرې، د ډول، ډول روزونکو تر څارنې لاندې لوي شوي دي. دوی چې د مور او پلار مینه نه ده لېدلې نو دوی هم خپله مینه له مور او پلار یا هم د کورنۍ له نورو غړو سره نه وېشي او د زړښت امسا یې نه جوړېږي.
کله چې همدغه ماشومان غټان او مېندې او پلرونه بوډاګان شي بیا نو همدغه اولادونه خپل مور او پلار سره هغه ډول سلوک کوي چې له دوی سره یې کړی دی. دوی هم خپل مور او پلار هغو مرکزونو ته سپاري چې دولت د بوډاګانو د ساتنې لپاره جوړ کړي دي.
زه نه غواړم چي امر وکړم یا فتوی صادره کړم چې خپل ماشومان وړکتون ته ولېږئ یا یې مه لېږئ، خو زما نظر دا دی چې د افغانستان شرایطو ته په پام سره، زه خپل ماشوم هېڅ کله هم وړکتون ته نه لیږم، ځکه چې دلته نه معیاري روزونکي شته، نه معیاري وړکتون او نه هم د حکومت او نورو ټولنو لخوا څارنه او پاملرنه.

ـ خپله لاسه، ګل لاسه.
(اصلي پښه د مصنوعي او میره د مور ځای نه شي نیولی)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.