پولي سیاست څه ته وايي؟

لیکوال: استاد تاج محمد تمکین

135

سریزه

هر هیواد د خپلې اقتصادي پرمختیا او یا هم د خپلې اقتصادي پرمختیا د ثبات لپاره مختلف ډوله اقتصادي سیاستونو نه کار اخلي، چې دا سیاستونه د هیواد د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره جوړیږي، ښایی په هیوادونو کې مختلف اقتصادي سیاستونه او یا یې هم ډولونه وجود ولري، خو په مجموع کې د هر اقتصادي سیاست موخه د بشري ژوند ښیګڼه او همدا شان د ټولنې دخلکو د ژوند د کچې ښه والی دی.اقتصادي سیاست په اصل کې د یو هیواد مختلفو فرعی اقتصادي سیاستونه مجموعه ده لکه د سوداګرئ سیاست، مالي سیاست، پولي سیاست، د بهرنیو اسعارو د تبادلې اړوند سیاست ا و ګڼ شمیر نور سیاستونه هم په یاده کتګورئ کې راتلای شي.که څه هم ټول فرعي اقتصادي سیاستونه په خپل ځای اهمیت لري خو بالعموم په نړئ کې د اقتصادي سیاست د نوم اوریدو سره د یو عام انسان ذهن ته پولی سیاست او مالي سیاست راځي چې پولي سیاست د هر هیواد مرکزي بانک پوري اړه لري چې جوړ او تطبیق یې کړي او همدا شان مالي سیاست د مالیې د وزارت پورې اړه لرې چې جوړ او تطبیق یې کړي او همدا شان په مجموعي توګه بیا دا دواړه سیاستونه د اهدافو د لاسته راوړلو د ښې هم غږئ په خاطر بیا په خپل منځ کې ښایی کمیټّه هم ولري تر څو دا خبره حتمي او یقیني کړي چې دواړه اقتصادي سیاستونه د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هم غږئ سره کار کوي.

د موضوع د څیړلو موخه: د موضوع د څیړلو څخه بنسټیزه موخه دا ده چې واضح شي چې پولي سیاست بالعموم څه مانا لري، کوم اهداف لري، ډولونه یې څو دي او تر څنګ یې د پولي سیاست د تطبیق لپاره کومې وسیلې کارول کیږي.

پولي سیاست څه ته وايي: لکه څنګه چې د موضوع په سریزه کې د اقتصادي سیاست او د فرعي اقتصادي سیاستونو څخه یادونه شوې ده نو په همدې اساس په دې ځای کې زمونږ د لیک او څیړنې موضوع پولي سیاست دی او په دې غږیږو چې پولي سیاست یعنې څه؟

پولي سياست له هغه اقتصادي سياست څخه عبارت دى چې اقتصاد د پيسو د عرضې او موجوده کرېډيټ کې دتغيراتو پواسطه متاثره کوي یعنې په دې معنی کله چې د یو هیواد مرکزي بانک غواړي د هیواد په ملي اقتصاد باندې اغیزه واچوي یا هم د پیسو په عرضه کې زیاتوالی یا کموالی راولی او ورسره ښایی په کریدیټ یا پورونو اندازه و یا سلنه کې زیاتوالی یا کموالی راولي تر څو د اهدافو د تعقیب په موخه یاد سیاست موثر تمام شي.دا سیاست د هر هیواد مرکزي بانک لخوا جوړیږي او چون زمونږ د هیواد مرکزي بانک د افغانستان بانک دی (لکه څنګه چې زمونږ د هیواد د د اساسي قانون په 12 ماده کې هم یادونه شوې ده چې د افغانستان بانک د هیواد مرکزي بانک دی او همدا شان د د استقلالیت څخه یې هم پکې یادونه شوې ده.)

په مجموع کې پولی سیاست ځانته اهداف لري او دغه اهداف د عمومي اقتصادي سیاست اهدافو سره کاملا هم غږي او یا هم ویلای شو په تمامه مانا یو شای وي، د پولي سیاست عمومي اهداف عبارت دي له

١- د قـیـمتــــــــونو ثبات  (Price stability)

د قيمتونو ثبات د پولي سياست لمړني او اساسي هدف دي ځکه چي  د قيمتونو نوسانات د مستهليکينو، سوداګرو او حکومت په تصميم نيولو کې خنډ او ستونزې رامنځته کوي

٢-د استخدام لوړه سطحه

دا هدف د  دوو دلايلوله نظره  ډېر با ارزښته هدف دې

  • د بيکارى د لوړې سطحې (د فاميلونو د مالي ناراضيو، پخپل ځان باندې اعتماد له منځه تلل ، د جرم د زياتوالي باعث ګرځي) يو بديل دي او همدا شان په اکثره هیوادونو کې  يواځې کارګران نه بلکې منابع هم لا مکمل په کار ندي اچول شوي نو ځکه د استخدام د سیاست لپاره کار کول اړین او مهم دي

(د بې روزګارئ طبعي سلنه) (Natural rate of unemployment)

د ٤،٥ څخه  نيولي تر ٦% پورې انټروال محتواء کوي

٣- اقتــــصـــــــادي وده (Economic growth)

د باثباته اقتصادي ودې هدف د استخدام د لوړې سطحې هدف سره ډېر نږدې تړاو لري  ځکه   سوداګرهغه وخت زيات پانګه اچونه کوي چي   د بيکارى کچه ټيټه وي او همداشان په هیواد کې پولی ثبات وجود ولري.

٤- د ســــود نرخ ثبــــات (Interest – rate Stability)

د قيمتونو د ثبات په  شان د سود د نرخ ثبات هم ډېر مهم دى ځکه چې د سود نرخ  نو سانات په اقتصاد کې شک او ترديد رامنځته کوي او په راتلونکي پلان جوړونه کې مشکلات ايجادوي ولې که پانګوال او پانګه اچونکي تر حده متیقن شي چې د سود سلنه تیرې تاریخچې ته په کتنه په یوی هیواد کې باثباته پاتې شوي ده نو په ښه زړه پانګه اچونه کوي.

٥- د مالي مارکيټونو ثبات (Stability of Financial Markets)

چون مالي بحرانات  د مالي مارکيټونو له لارې کابو کېداى شي نوځکه دپولي سياست يو هدف  دا هم دی چې مالي بازارونو کې ثبات رامنځته شي او د مالي بازارونو کارکونکي عناصر د خپل کاروبار او اقتصاد څخه ډاډمن وي.

٦-د اسعارو  په بازارونو کې ثبات (Stability In Foreign Exchange Markets)

چون خا رجي اسعارديو هېواد د پيسو داخلي او خارجي ارزښت متاثره کوي او د نوموړي هيواد په اقتصاد باندي  تاثیر غورځوي نو په همدې اساس دا هدف هم د پولي سیاست لپاره مهم دی ، له یاده دې پاتې نه وي چې افغانستان بانک دا مهال د managed floating exchange rate regime څخه کار اخلي ولې په نړئ کې ددې ترڅنګ د ثابت او همدا شان ازاد د بهرنیو اسعارو د تبادلې د نرخ سیاستونه وجود لري.

د دغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره پولي سیاست کار کوي او د پولي سیاست د ښه تطبیق په نتیجه کې یاد اهداف په کامل مثمریت او ګټورتوب سره په لاس راځي. که مونږ د خپل هیواد پولي سیاست ته ځغلنده نظر ورکړو نو ګورو چې په تیرو پنځلس کلونو کې په تمامه مانا د افغانستان بانک د پولي سیاست نتیجه ډیره مثبته او د پام وړ ده.قیمتونه په ثباتي شکل سره عموما پاتی شوي دی او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې هم زمونږ د سعر قیمت باثباته پاتې شوی، که مونږه د خپلو سوداګریزو اړیکو لرونکو هیوادونو حالت ته نظر وکړو او بیا خپل اقتصادي وضعیت وګورو نو زمونږ د پولي سیاست برخه نسبتا په ښه حالت کې قرار لري.

پولي سیاست په ټوله کې دوه ډولونه لري.

  1. انبساطي (Expansionary) پولي سياست
  2. انقباضي (cotractionary) پولي سياست

انبساطي (Expansionary) پولي سياست (چې د پيسو د عرضې د زياتوالي او د مجوعې تقاضا د سطحې د لوړوالي لپاره وضع کېږي) په یاد سیاست کې هڅه کیږي چې اقتصادي فعالیتونه پراخ او همدا شان ورته زیاتې پیسې په جریان کې وجود ولري نو په همدې اساس کوشش کیږي چې په پورونو د سود سلنه کمه او همدا شان په مجموع کې شرایط داسې اماده شي چې د پیسو عرضه په جریان کې زیاته شي، توسعوي ورته ځکه وایی چې د پیسو د عرضې د پراخوالې سره پکې هدف د اقتصادي فعالیتونو توسعه او پراخوالی هم وي.

  • انقباضي (cotractionary)پولي سياست(د پيسو د عرضې دکموالى او مجموعې تقاضا د سطحې د ټيټوالي لپاره وضع کېږي)  په دې سیاست کې عموما شرایط سختیږي تر څو خلک پور اخستلو ته په اسانئ اماده نشي بلکه زاړه پورونه هم بیرته بانکونو ته ورکړي، په دې سیاست کې کوشش کیږي چې شرایط سخت او د پیسو عرضه په جریان کې کمه وساتل شي.

پولي سياست په عمومي  توګه دوه ډوله   وسايل لري چي

کمي وســايل(Quantitative tools)

کيفي وسـايل (Qualitative tools)

  • کمي وســايل: دا مقداري وسایل دی چي دا وسايل بيا په څلورو نورو  ډولونو باندي ويشل شوي
  1. دازاد بازار فعالــــيتونه (Open Market Operations)
  2. د تنــــــزيــــــل نـــــــــــرخ (Discount rate)
  3. اجبـــــــــاري ذخــايــــر (required reserve)
  4. داعتبـــــــار ســــهمبندي (Credit rationing)

د ازاد بازار فعاليتونه (Open Market Operations)

د پانګې په  بازار کې د يو هېواد د مرکزي بانک پواسطه د حکومتي بيه لرونکو پاڼو اخستل او خرڅولو څخه عبارت.دا وسیله د ذخايرو اندازه او د پيسو قاعده (Monetary Base) د متاثره کولو لپاره استعمالیږي. دغه وسيله  نورو وسايلوپه پرتله ډېر سيالت لري او د ډېرو هېوادونو د مرکزي بانکونو پواسطه د ورځني (day to day) عملياتو لپاره استعمالوي.

د تنــــــزيــــــل نـــــرخ (Discount rate)

د تنزيل نرخ  د سود هغه نرخ دى چې مرکزي بانک د خپل  قرضونو په بدل کې چې تجارتي بانکونو ته  په قرض ورکوي ترلاسه کوي یعنې د سوداګریزو بانکونو څخه د پور یا قرض په بدل کې مرکزي بانک سود اخلي. دا وسیله د پيسو د قاعدې او عرضې متاثره کولو لپاره استعمالیږي او همدا شان مرکزي بانک په عمومي توګه ددې پواسطه نور تجارتي بانکونه کانترولوي او هغوى د افلاس او مالي بحران څخه ژغوري

اجبـــــــاري ذخـايــــر (required reserve)

دا د د امانتو هغه سلنه ده چې تجارتي بانکونه يې بايد جبرا د ذخيرې په شکل کېږدي،مرکزي بانک  د  پيسو د ضريب دمتاثره کولو لپاره دا وسيله استعمالوي. د اجباري ذخيرې فیصدي نظر هر هېواد ته  فرق کوي خو عموماً د ٥% فيصدو څخه نيول تر ١٠% فيصده پورې وي

داعتبــار ســــهمبندي (Credit rationing )

مرکزي بانک د هر تجارتي بانک اعتباریا کریدیټ سهمبندي کوي او هغه اعظمي مقدارد مبلغ تعينوي چې هر تجارتي بانک د تبادلې د بيلونو په بيا تنزيلولو سره ويستلاى شي او دا وسیله مرکزي بانک د مالي بحراناتو په وخت کې استعمالوي.

په هند او ځینو نورو هیوادونو کې بیا چې کله مرکزي بانک خصوصي بانکونو ته پور ورکوي او کوم سود ترې په دې پور اخلي نو دې ته REPO RATE  وایی او برعکس حالت ته یې چې مرکزي بانک ته خصوصي بانک پور ورکوي نو بیا ورته reverse repo rate  وایی، د هند مرکزي بانک یعنی ریزر بیک ف انډیا ځینی نور وسایل هم دپولی سیاست لپاره کاروي، خصوصي بانکونو هم خپلو منځو کې پور ورکوي چې سودي طریقې ته یې Call money rate وایی.

همدا شان پولي سیاست کیفي وسایل هم لري چې هغه د مقداري یا کمي وسایلو څخه مختلف دي لکه مستقیم عمل او اخلاقي هڅونه.

مستقیم عمل څخه د یو هیواد مرکزي بانک هغه وخت استفاده کوي چې کله وګوري خصوصي بانکونه د پولی سیاست مطابق کار نکوي نو مرکزي بانک کولای شي چې هغوی جریمه کړي او همدا شان اخلاقي هڅونه چې د جلساتو او ناستو له لارې نه خصوصي بانکونه تشویق شي چې د قوانینو مطابق عمل وکړي او د مرکزي بانک سره لاس یو کړي.

په هرصورت د یو ښه پولی سیاست تطبیق د هیواد د سعر په ثبات کې رول لري او د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک د ښه پولي سیاست په نتیجه کې په سیمه کې  افغانئ یو نسبتا ښه پولی واحد دی

پایله: په دې پوه شو چې پولي سیاست عبارت د هغه سیاست څخه ده چې د پیسو د عرضې او همدا شان د کریدیت په مقدار کې د تغیر له کبله د هیواد په اقتصاد باندې تاثیر غورځوي. د پولی سیاست د تطبیق څخه اساسي موخه په هیواد کې د قیمتونو کنترول ده او دا پدیده د پرمختیایی هیوادونو لپاره ډیره اړینه ده چې د قیمتونو پړسوب پکې کنترول شي. همدا شان د یو ښه پولی سیاست تطبیق د استخدام د کچې د زیاتوالي او ورسره د اقتصادي پرمختیا په تیزوالي کې هم زیات رول لري. د پولی سیاست ډولونه عمومي په مقداري او معیاري باندې ویشل کیږي چې مقداري وسایل او همدا شان معیاري وسایل دواړه د پولی سیاست د تطبیق لپاره کارول کیږي او مقداري یې په خپل ځان کې بیا څو نورې فرعي د تطبیق وسیلې لري لکه د جبري اسعارو د زیرمې وسیلې، د ازاد بازار عملیات، د قرضونو د سود سلنې وسیله او همدا شان ځینې نورې وسیلې پکې کارول کیږي.

 د پام وړ ده چې هر پولي سیاست د مالي سیاست سره په توافق پرمخ ځي او پولی سیاست د هر هیواد د مرکزي بانک او مالي سیاست د هر هیواد مالیې وزارت لخوا جوړ او تطبیقیږي. زمونږ هیواد کې د افغانستان بانک د پولي سیاست د تطبیق او مالیې وزارت د مالي سیاست د تطبیق دنده په غاړه لري.

وړاندیزونه: د یو ښه پولي سیاست د تطبیق لپاره لاندې ټکي باید نظر کې ونیول شي.

  • مخکې لدې چې پولي سیاست جوړ شي باید دا خبره حتمي شي چې زمونږ د سیاست اهداف خو په هیواد کې د نورو فرعي سیاستونو سره په ټکر کې ندي. د پولي سیاست اهداف باید د نورو اقتصادي  فرعي سیاستونو بالخصوص مالي سیاست سره همغږي وي
  • پولي سیاست بهترینه وسیله د ازاد بازار عملیات دي چې تر ټولو کم انفلاسیوني تاثیرات لري، باید حتی الامکان ددې وسیلې څخه کار واخستل شي. افغانستان کې هم خوشبختانه مرکزي بانک ددې وسیلې څخه کار اخلي.
  • د پولي سیاست د تطبیق وسیلې باید په دا ډول پکار واچول شي چې په جوته توګه د اهدافو حصول یقیني کړي، مثلا باید پولي ثبات د وخت په تیرو سره هم د بهرنیو اسعارو په مقابل کې اظهار شي او هم په داخلي توګه د ورایه محسوس شي.
  • که د پولي سیاست یوې وسیلې په سمه توګه د هدف لاسته راوړلو لپاره مثمریت نښوده نو ضرور ده چې د الترناتیفې بلې وسیلې څخه کار واخستل شي.
  • سیاست جوړونکي باید تمرکز په دې وکړي چې پرمختیایی هیوادونو کې اکثریت خلک د ثابت عاید لرونکي دي نو زیاته هڅه باید وشي چې د نرخونو ثبات لباره د پولی سیاست تطبیق باندې زیات تمرکز وشي.

اخځلیکونه

ډالرايزيشن  (په چلښت کې د بهرنیو اسعارو شتون) څه ته وايې؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.