لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۲۴مه‌برخه

آصف بهاند

117

د جیل‌خانې کړکۍ ته راشه

نښې درواخله، ما پانسۍ ته خېـژوینه

 

په انتظار مې اوسه یاره

که مرگ رامخ‌کې نه‌شو. تا له به درځمه

 

زما یارۍ ته تمه مه‌کړه

زه یې په بدو کې وړه ورکړې‌یمه

 

د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ غوره شوې دي:

کبر دې ډېر راباندې کړی

مېـړه دې مړ شه چې دې کونډه ووینمه

 

روپۍ به خپل لالا ته راوړې

د بېلتانه پر اور دې زه نیولې‌یمه

 

په بادشاهۍ دې ډزې‌وشه

چې درمعلوم شي د بې‌کورو حالتونه

 

په نه‌خبره، مروره

واوره خبره، نور دې نه‌پوخلاکومه

 

پېغلې د سروزرو په تول وي

چې د بې‌ننگو په نصیب شي، خاورې‌شینه

 

په زړه دې غټه تيـږه کېـږده

په مسافر یار به دې ډېر تېر شي کالونه

 

دومره دردمنې‌ټپې مه‌کړه

یارمې تازه مرور شوی، مړ به شمه

 

په کوچني‌والي دومره شوخه

په پېغلتوب خو به کورونه ورانوینه

 

که ته راځي، نور بس دی راشه

که نه‌راځې، نو ځان تنور ته غورځومه

 

اوس مې د عمر تاوان راکړه

نرۍ نرۍ خندا دې کړه، رنځور دې کړمه

 

د جیل‌خانې کړکۍ ته راشه

نښې درواخله، ما پانسۍ ته خېـژوینه

 

پاس په مورچل کې دې غږ ورک شو

یاره شهـیـد یې، که مـرمۍ دې خـتـمې‌دیـنـه

 

پرجگو غرو دې کاروان تېرکړ

په زړه‌ظالمه وړکیه نه دې یادېدمه

 

یوه دې بله گناه وکړه

د نورو خلکو له یارۍ دې وویستمه

 

زما لالا ته خبرورکړئ

ما ته موزي پر مخ څپـېـړې راکوینه

 

که ستا یاري مې یاري نه‌کړه

بیا لیونی ښه یم چې ډکي ټولومه

 

ته د پردي‌وطن خوراک شوې

زۀ د وطن په لمبو شنه لوخړه شومه

 

په دروازه کې مه‌ودرېـږه

د کلي وړکي دې له کاره ویستي‌دینه

 

زما د مرگي اعلان به واورې

د ناکردو او جفا زور دې نه‌لرمه

 

جینۍ د ښار گرمۍ وهلې

کلي ته راغله، د کابل مڼه به شینه

 

ما وربخښلی ئې جانانه

که له ما ډېره مینه بل څوک درکوینه

 

لیونۍ زه څه ترې خبر یم

د زنې‌خال به دې خولو ړنگ کړی‌وینه

 

د غره پرسر مې د یار کور دی

ما توتکۍ کړې، چې کږه‌وږه ورځمه

 

شاوخوا مه‌رانه تاوېـږه

که مسافر شوم، بیابه نه‌درځي خوبونه

 

څومره چې زړه ته مې نږدې یې

دومره نصیب دې رانه لرې گرځوینه

 

په انتظار مې اوسه یاره

که مرگ رامخ‌کې نه‌شو. تا له به درځمه

 

اختره څنگه درته خوښ شم

ما ته د ورور جامې گڼدلې پاتې‌دینه

 

زما یارۍ ته تمه مه‌کړه

زه یې په بدو کې وړه ورکړې‌یمه

 

طبيب ځما مرض معلوم کړ

واېي په زړه کې دې باڼه ښخ شوي دينه

 

اختر دریمه ورځ هم ولاړه

لارکې ولاړ و، بې‌دیدنه پاتې شومه

 

باد دى پلــو له مخ نه يوسه

چې د نرۍ غــاړې دې وکړم ديدنونه

 

اختره غلی به ما تېرشه

جانان خپه دی، هېڅ‌شی خوند نه‌راکوینه

 

زړگیه صبر وظیفه کړه

هغه چي ته پرې نازیدې، تا هیروېنه

 

تۀ بې وعدې شولې، رانۀ غلې

تر پېشمني پورې زۀ ویښه ناسته ومه

 

په دولتونو پسې ورکه

لسم اختر دی چې‌دې زه لارې څارمه

 

د گوتو لس سرونه سره کړه

پر زړگې لس داغونه ستا د لاسه ږدمه

 

سر دې پر ښۍ څنگله کېـږده

په چپه لېچه مې بنگړي دي، مات به شینه

 

نری نری باران وریـږی

جانان لمدیـږی خپل‌ټیکری پری غوړومه

 

په نیمه شپه ټپه راوکړه

یار مې بایللی دی، یوازې ناسته یمه

 

 

نری نری باران وريـږي

پر ما دې اوري، پر جانان نیسم لاسونه

 

د زړه په زور مې خندا وکړه

یار مې غلط کړو، ترینه پټ مې کړل غمونه

 

مجردۍ ته خپه نه‌یم

ما د همځولو پېغورونه زوروینه

 

پر ما دې کړي، پر تا وشه
چې په تا کېـږي، نندارې ته به درځمه

 نوربیا

د لنډیو اصلي منابع خلک دي-دولسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.