هند خپل جنګي سمندري ځواک د پاکستان پر لور واستاوه

66

نېټه: ۹ مې ۲۰۲۵/نوی ډيلي: هند خپل سمندري جنګي ځواک چې پکې یو الوتک‌وړونکی، بېړۍ‌ویجاړوونکي، فریګیټونه او ضد‌اوبه بیړۍ وسلې شاملې دي، د پاکستان ستر بندري ښار کراچۍ پر لور خوځولی دی. دا ښار د پاکستان شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري برابروي او همداراز یو مهم نظامي مرکز ګڼل کېږي.

د ټيلګراف ورځپاڼه راپور ورکوي چې  دغو بېړیو په منځ کې داسې وسلې هم شته چې د هند او روسیې په ګډه جوړ شوي BrahMos فوق‌الصوت توغندي لري. دا توغندي تر ۸۰۰ کیلومتره واټن وهي، ۳۰۰ کیلوګرامه سرګلوی لري، او د درې ماخه سرعت لري، یعنې د عادي غږ درې چنده تېز دي.

د ستراتیژیکو کارپوهانو په اند که هند کراچۍ په نښه کړي، دا به د پاکستان لپاره یوه اقتصادي او نظامي تباهي وي.

له دې سره هم‌مهاله هند د هېواد په شمال او لوېديځ کې ۳۲ هوايي ډګرونه د مې تر ۱۵مې تړلي، چې دا عمل د جګړې د شدت یو بل نښه ګڼل کېږي.

شنونکي وایي که جګړه پر مخ ولاړه شي، نو یوازې دا بندري ښار نه بلکې ټول سیمه‌یز ثبات به اغېزمن شي. د انرژۍ رسونې، سوداګرۍ، کډوالو، او حتا د اتومي وسلو استعمال امکان هم نه‌شي ردېدلی.

پایله: د هند او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی اوس ډېر خطرناک پړاو ته رسېدلی. ولسونه باید خبردار، چمتو، او د نړیوالو پرمختګونو څارنه وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.