روماتیزم ناروغي یا روماتویډ آرترایټیس (RA)
روماتیزم یوه مزمنه (د اوږدې مودې) autoimmune ناروغي ده چې د بدن دفاعي سیستم په غلطۍ د مفاصلو(بندونو) او نسجونو برید کوي، په پایله کې التهاب (پړسوب)، درد، او تخریب رامنځته کېږي. دا ناروغي معمولاًبندونو ته زیات زیان رسوي او کولای شي د پوستکی، زړه، سږو، او رګونو ته هم زیان ورسوي
#د روماتیزم نښې نښانې:
۱-مفاصلو(بندونو دردونه): خصوصاً د سهار وخت کې stiffness (سختوالی)لیدل کیږی چې څو ساعته دوام کوي.
۲-د ګوتو، زنګونو په ګډون نورو مفاصلو کې دردونه او شخوالی،کچیرې دا ناروغي اوږده مهاله شي نو بیا بندونه بدشکله کیږي (لکه ګوتې په بهر خوا تګ).
۳-نور عمومي نښې ستړیا، تبه،وزن کمیدل ،د پوستکی لاندې د کوچنیو ټپونو (روماتویډ نوډولز) رامنځته کیدل ،او د سترګو وچوالی یا سوزش نښې نښانې لري
#لاملونه او ریسک فکتورنه :
د روماتیزم ناروغي د ډیرو لاملونه په واسطه منځته راتلای شي لکه:
۱-ارثی یا جینیتیک لامل: (کچیرې په کورانئ کې دا ناروغي پلار یا مور ولري او ددې ناروغي خطر ۳ -۵ ٪چند زیاتیږی
۲-د مخدراه موادو استمعال (تنباکو ،سګرټ څکول) یی ترټولو مهم چاپیریالی ریسک فکتور دي چه د روماتیزم ناروغي خطر زیاتوي
۳-ویروسي یا بکتریایی انتانونه: ځینې ویروسونه (لکه Epstein-Barr Virus – EBV) او باکتریا (لکه Porphyromonas gingivalis د خولې د التهاب لامل) د ایمني سیستم د اختلال لامل ګرځي،
۴-د چاپیریال ککړتیا :څیړنې ښایی چه د هوا ککړتیا (لکه د ډیزلو دود )د روماتیزم ناروغي خطر زیاتوي
۵-هورموني بدلونونه (Hormonal Factors)د جنسیت اغیز یعنې ښځې د نارینه وو په پرتله 3 چنده زیات په RA (روماتیزم)اخته کیږي، ځکه چې استروجن (د ښځو هورمون) د ایمني سیستم فعالیت زیاتوي او د حاملګي په وخت کې RA معمولاً ښه کیږي خو د زیږون وروسته بیرته راڅرګندیږي. دا د هورمونونو (لکه پروجیسټرون) د کموالي له امله دی
۶-نورلاملونه لکه عمر ،چاغوالی ،او عیر صخی خوراکونه دي.
#تشخیص لپاره ازموینې:
-د وینې ازموینې ،روماتویډ فکتور (RF) او anti-CCP.
– د التهاب مارکرونه(لکه CRP او ESR). انځور اخيستنې X-rays(د هډوکو تخریب ښيي).
-MRIیا التراساونډ (د التهاب وړاندوینه کوي).
#روماتیزم درملنه (تداوي):
1.غیر سټرویډي ضد التهاب درمل (NSAIDs): د درد ضد د التهاب د کمولو لپاره (لکه ایبوپروفن).
2.د بیماری تعدیل کوونکي درمل (DMARDs):
ترټولو ښه دوا د روماتیزم لپاره Methotrexate Hydroxychloroquineدي چه د ډاکټر د هدایت سره خوړل کیږی
3.بیولوژیکي درمل (Biologics):
TNF-alpha inhibitors (لکه Adalimumab)،Rituximab
4. کورټیکوسټرویډونه (Corticosteroids):- Prednisone د شدید التهاب لپاره، خو د اوږدې مودې په کارولو عوارض لري.
5.ژونداني بدلونونه:منظم ورزش(لکه یوګا یا اوبو تمرینونه).
متوازن غذا (اوميګا-3، انټي اکسیدانونه).
د تنباکو څخه ډډه.
6.جراحي:- که مفاصل(بندونه) ګډوډ شي، بیا نو د مفاصلو بدلون (Arthroplasty)ضروري دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.