د هند او پاکستان جګړه اېزې ناندرې

شاه ولی ارین

227

د پاکستان اسلامي جمهوریت په منځنۍ اسیا کې یو رامېنځته شوی کړکېچن د جغرافيایې جنجال لرونکی هېواد دی چې په تېرو برخو کې ورته اشاره شوی چې د کومو موخو له پاره په دغه مهمه ستراتېژیکه سیمه کې رازیږول شوي دي.

همدا علت هم دی چې افغانانو هیڅکله په بشپړه توګه دغه هېواد په رسميت نه دی پېژندلي او تل یې د ډيورنډ کرغیړنه کرښه د يوې جعلي او تپل شوې کرښې په توګه پېژندلي ده، تاریخي پیښو جوته کړي چې زياتره پښتانه بیا د پاکستان نیمه جغرافیه چې تل دوی دغه سیمه د« پښتونخوا او بلوچستان ایالتونه» چې پښتانه يې اکثریت وګړي جوړوي، د يو خپلواک هېواد پښتونستان یا پښتونخوا جوړولو له پاره مبارزې او هلې ځلې کړي او کوي یې. له بله پلوه د هند هېواد هم ورسره تل په ستونزه کې دی او پر کشمیر د ملکیت ادعا کوي.

په ۱۹۳۳میلادي کال کې د پاکستان نوم د هغه وخت د خوځښت د يوه فعال چودري رحمت علي له خوا جوړ شوی و، نوموړي دا نوم په مخفف ډول کارولی و، چې په دې نوم کې د برتانيې د حکومت پنځو شمالي سيمو ته اشاره شوې وه، چې هغه «پنجاب، افغانيه، کشمير، سیند او بلوچستان» وو.

پاکستان يو وخت نیم د هند برخه وه او نیمه نوره د هند لوېديځې برخې چې له چین هېواد سره د بلتستان د پولې څخه نیولې تر لاندې سنده او بلوچستان پورې د اوسني افغانستان پخوانۍ برخې وې . يو مهال د پښتنو قبایلو تر منځ د تربگلوۍ له کبله دغه سیمې په څو نومونو بېلې شوې، چې يو لړ نومونه یې روهستان، روهیله، پښتونخوا، شمال لوېديځه سرحدي ولایت او نور نومان پرې د سیمې واکمنو پښتنو او وروسته بیا انگرېزانو ايښي وي. لکه د مخه چې ویل شوي د پاکستان د هېواد تاریخ ډېر لنډ دی او يوه پېړۍ لا نه کېږي چې دغه اجېرهېواد په دغه ستراتیژکه سیمه کې د غربیانو او په خاص ډول د انګریزي استعمار او امریکا د ګټو او موخو د عملي کولو په خاطر رامنځته شوی دي. د پاکستان سره د انگرېزانو او په ځانگړي توگه د امریکا اړیکې او عملي مرستې د داودخان د جمهوریت په وخت کې پاکستان ته د افغان تنظیمي فراري مشرانوپه وخت کې د پوځي دیکتاتور ضياالحق له خوا لا پسې ټینگې شوې چې له مخې یې د هغه وخت د امریکا يو ولسمشر رونالډ رېگن پاکستان د امریکا ناوې هېواد گڼلای و، چې لا تراوسه هم د انگرېزانو تر ولکې لاندې دغه  نظام چلېږي. انگرېزانو دغه هېواد له پيل څخه په فدرالي نظام وېشلی، چې د ۱۹۷۳م  کال د اساسي قانون له مخې یې په څلورو ايالتونو د قامونو په تناسب بېل کړی دي . دغه څلور ایالتونه د پنجاب ايالت، د شمال لوېديځې پولې ايالت چې اوسني پښتونخوا ده، د سنده ايالت او د بلوچستان ايالت تشکیلوي.

د پاکستان نوم د پنځه ايالتونو د نوم نه هم اخيستي شوي دي چې:

پ پنجاب، ا افغانيه (خېبر پښتونخوا)،ک کشمير، س سند، تان بلوچستان۔ دی.

ټولو ته معلومه ده چې د دغه هېواد ملکي تشکیلات د جمهوري ریاست نه نیولې تر وزېر اعلی، وزېران، پارلمان او نورې ادارې هسي په سمبولیکه توګه په خپلو دندو اخته دي، اما دولت، حکومت، داخلي او بهرني پالیسي او سیاستونه ټول، اردو او« ای اس ای» رهبري کوي.

دغه اجېر او مزدور هېواد د زرګونو دیني مدرسو له لارې کلونه کلونه، افراطیت وروزه، تمرینات یې ورکړل او دواړه ګاونډیو هېوادونو، هند او افغانستان ته یې د ورانکاریو انسان وژنو په خاطر لیګل او دوي ترې خوند اخیست.

د پاکستان د دغه جنایت کارانه او بشري ضد عمل په هکله به هم په پاکستان کې دننه او هم د باندي تل داسي ویل کیدل چې د دغو جنایتونو اور او لمبې به یوه ورځ خپله د دوي لمنې ته ورسېږي او داسې ورځ به هم را رسېږي چې هغه باداران یې چې د خپلو موخو او ګټو دعملي کولو په خاطر ورسره مرستې کوی، ورته به شاه کړي، ځکه چې وایې:

«کوږ بار تر منزله نه رسېږي».

د پاکستان« پنجاب» ذاتي دښمني د پښتونخوا له پښتنو او بلوڅو سره د دغه هېواد له جوړیدو نه بیا تر ننه لکه لمر روښانه ده، چې په مادي او معنوی لحاظ یې څومره زورولی، کړولي او خوږ ژوند یې ترې اخیستي دي.

دادی اوس پاکستان د خپل د تېرو بشري ضد اعمالو سزا وینيٍ، د دوي په خوله د دوي روزلي، تربیه کړي طالبان د ټي ټي پي په ګډون د دوي پر ضد د دوي د نسکوریدو له پاره جګړې کوي، بلوڅان د خپلو حقه حقوقو د لاسته راوړلو په خاطر په یو غښتلی ځواک بدل شوي او د پنجاب له پاره ستر ګواښ دی، پښتانه اوس نن سبا هغه تېر پښتنانه نه دي، (پې ټې ایم) د منظور پښتین په مشري په ستر ځواک بدل شوي، چې په یوه غږ په لکونو پښتانه راوزې او په ښکاره توګه د پنجاب د ظالم ریاست او «ای اس ای» پر ضد غږ پورته کوي چې په تېره کې دغه کار ناشونی و.

د هند په کشمېر کې د پاکستان د تېرو افراطي تروریستی بریدونو د دوام په نتیجه کې چې سیلانیان او ملکی اوګړی یې قربانیان شول، دادي د هند د صبر کاسه یې نسکوره کړه، د جګړې عملي ګواښ یې رامینځته کړ.

طبعی ده که جګړه ریښتیا زور واخلي په داسې حال کې چې پاکستان له خورا سختو داخلی ستونزو سره چې مخکي ورته اشاره وشوه مخامخ دی، له بله پلوه اقتصادي ستونزي، د دوه مخی سیاست له امله یې د دوستو هېوادونو سره د روابطو ترینګلتیا ټول هغه څه دي، چې پاکستان به له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي.

تېرو پیښو ښودلی چې پاکستاني جرنیلانو تل جګړې ته پښتانه ور ټيلوهلی، مګر اوس پښتانه ویښ شوي هیله شته چې ځانونه بې ځایه او بې مفهومه قرباني نه کړي.

له بل اړخه پاکستان نه یوازې د ترهګرو د روزلو ځاله او ځای دی، بلکې یو اټومي وسلو لرونکی هېواد دی، چې د سیمې او نړۍ ثبات یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دي، دغه هېواد د څو لیسیزو راهیسې تروریستي وژونکي ډلې روزلي، تمویل کړي زموږ د هېواد او هندوستان پر خاوره او ولس یې تپلي دي.

د پاکستان اتومي وسلې چې د یوه بې ثباته او استخباراتي نظام تر لاس لاندې دي، که چېرې دغه وسلې د توند لارو لاس ته ولوېږي کولای شي چې هره شیبه په نړۍ کې د یو ستر ناورین سبب و ګرزي، نو ځکه د نړي د امنیت د خوندي ساتلو له پاره نړیوال باید جدي پاملرنه وکړي، تر څو له داسې یو ترهکر مرکز نه دغه اتومي وسلې واخلي او یو خوندي ځای کې یې مهار کړي.

د پاکستان روان وضعیت، بې ثباتي، ضعیف اقتصاد، ظلم، استبداد د دې زېری ورکوی که خدای کول ډېر ژر به په څو ټوټو وویشل شي، ځکه هغه څه چې یې کرلي هغه به ریبي.

پای

چې څه کری، هغه به ریبې – (اتمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.