جګړه اوس د شجاعت نښه نه، بلکې یو بې‌احساسه مسلک

عبدالوحید وحید

163
و مو ليدل چې جګړه اوس د شجاعت نښه نه، بلکې یو بې‌احساسه مسلک ګرځېدلی دی، چې د تکنالوژي په زور پرمخ وړل کېږي. اوسني عصر کې جګړه د جنګياليو ترمنځ د مخامخ کيدو او د جګړو ډګر ته د وتلو زړورتیا نه غواړي. یوازې یوه بټن، یو ډرون، یو بريښنايي سیګنال اړين دى چې انسانان ووژني، ښارونه ونړوي او ولسونه تباه کړې. نوې جګړه زړه نه لري او قربانیان یې همیش د جګړو پيلوونکي نه، بلکې عام خلک وي.
پخوا به جګړه د انسانانو ترمنځ مخامخ مقابله وه، چېرته چې به جنګيالیو د خپل خاورې، خپل ناموس، یا خپل ملت د دفاع لپاره جګړه کوله. احساس، وجدان، او اخلاقي ارزښتونو پکې ځای درلود. که څه هم جګړه تل ناوړه ده، خو پخوا به پکې لږ تر لږه د اتلولي او قربانۍ څرک لګېده.
اوس وخت کې یو کلیک د یو ښار د نړولو لپاره بسنه کوي؛ یو تحلیلګر په اېروکنډېشنر دفتر کې ناست د انسانانو برخلیک ټاکي. جنګونه اوس د مځکې پر مخ نه، بلکې د سکرینونو تر شا، د استخباراتو په کوډونو، او د مصنوعي ځيرکتيا لخوا د سړو محاسبو له لارې پرمخ وړل کېږي. یوازې نقشو ته کتل کېږي او د بريد اغېزمنتوب درته د کمپيوټر سکرين وړاندي کيږي. ځکه خو وایو چې جګړه اوس “بې‌احساسه مسلک” ګرزيدلى دى. دا یو مسلک دی، خو له وجدان، اخلاص، او انساني ارزښتونو بې‌برخې. قربانیان یې بې‌غږه خلک دي، خو قاتلان یې ناڅرګند، او هدفونه یې ناوړه، خو دَ اغيزمنتوب کچه يې لوړه ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.